سلیمان لایق، یو مداح او د وخت شاعر ؤ !

قاسم باز 

0 1,293

   ۲۰۲۰/۱/۸

سلیمان لایق د ثور د اتمی ( ۸ ) ڼیټی د سهار په ۶ بجو حفیظ الله امین ته د سردار محمد داودخان د وژلو په باره کی داسی وویل.! « دا فرعون دی ووژل شی.»
یو شاعر وایی.
حسن چی بی سره شی بی قدره شی
ځـکه پـښتـنی مـخونه پټ ساتی.
او یا دا چی.
په هوا کښی الوتل د دواړو یو دي
د ټـپوس انداز جدا د باز جدا دی.

زما په مقصرنظر، شعر د یو تعداد  لغاتو تركيب او بیا دا لغات د جملی په ډول د ښی قافیی په درلودلو سره د کاغد پرمخ او یا په حافظه کی ساتل او سپارلو ته شعر وایی.
د شعر ویل د هر سړی کار نه دی ، شعر د شاعر ذهنی یعنی درونی احساس دی چی د بیرون څخه الهام اخلی.
کیدای شی یو ډیر ښه شخصیت ډیر بد شعر ووایی او یا یی ولیکلی ، او همداسی برعکس، یو ډیر بد شخصیت ډیر ښه شعر ولیکی، په دی معنی چی شعر نشی کولای د یوه بد جنایتکار شخصیت څخه ښه شخصیت جوړ کړی، شعر د انسان د شخصیت معیار کیدای نشی.
شعر یوه کلتوری پدیده ده، کلتوری پدیده د یوه شاعر په سیاسی ژوند د ښه والی او بد والی اثر نشی پریښودی. سلیمان لایق یو مرتجع د وخت او زمان د حالاتو یا په بله معنی د ورځی به نرخ شاعر وه . ښه شاعر هاغه دی چی د خپل کلتوری فعالیت سره سیاسی تقوا ولری تنها شعر د یوه شاعر شخصیت نشی جوړه ولای.
لکه څنګه چی می مخکښی وویل ، سلیمان لایق د ورځی په نرخ شاعر و. هاغه مخکښی د قدرت څخه یو رنګه اشعار ویل خو کله چی قدرت ته ورسید، شعری تفکر یی بدل او بله شیوه یی اختیار کړه، همداراز کله چی دی پاکستان او غرب ته پناهنده شو شعری طبع یی هم بلکل بدله شوه . نور نو نه د ده، د چونغنګر چیغی وی او نه د زخمت کشانو فریادونه. نور یی نه د ثور د انقلاب قوماندان یادوه او نه یی د کارمل او نجیب مداحی کوله. نور نه سوسیالیزم ده ته ارزش درلود او نه انترناسیونالیزم ، اوس نو دی د امپریالزم په غیږه کی بیده و. لایق به ښه شاعر و خو ماته د ده د شعر نه،  دده سیاسی چهره ډیره مهمه وه او ده. د ښاغلی نه کلتوری تقوا درلوده او نه سیاسی .
په اوسنی معاصر تاریخ کی مونږ زیات  خوږ ژبی متین او دکلک هوډ شاعران لرو چی د وخت سیاسی طوفانونو او بادونو یی نه د دوی سیاسی او نه  کلتوری تقوا ونه،  و نه خوځوله . دوی لکه ددی شعر په مصداق / ( لکه ونه مستقیم پر خپل مکان یم ) په خپل ځای درانده ولاړ پاتی شول.
ددی جملی شاعرانو څخه چی زه یی د نژدی پیزنم هر یو ښاعلی عبدالباری جهانی، سنګروال شهسوار نیازی، انجینیر سلطان جان کلیوال او پوهاند محمد اسماعیل یون دی ، چی تر دی دمه ما ددوی په شکلو اشعارو کښی مدح او ثنا د هیڅ یوه سیاسی مشر په مورد کی و نه لوستله.. دوی تنها په خپلو حماسی اشعارو کی د خپل هیواد باتور قومونه او دهغوی د استوګنځی ځایونه یاده وی لکه ، قندهار، پروان، ارزګان ، بدخشان او…. .
سلیمان لایق عینآ د استاد خلیل الله خلیلی په لاره روان شاعر دی، د ده سیاسی او کلتوری مبارزي دوه مخونه درلوده کله یی د استعمار پر ضد چغی وهلی ، کله بی یی په خپلو شعرونو کی دعوامو د حقوق څخه دفاع کوله او کله چی قدرت ته ورسید  بیا د عوامو پر ضد د خلقی دربار او روسی استعمار مداح وګرځیده . لاندنی شعر دده اصلی چهره بربنډه وی  دی په ډیری بی شرمی روسی استعمار او سرو لښکرو سربازانو چی زمونږ پر هیواد یی بربنډ یرغل وکړپه  داسی غلامانه الفاظو ستایی.

خو کله چی سلیمان لایق د قدرت څخه د یو څه وخت لپاره لری شو بیا د خلقی دربار پر ضد او خپلی اشتباه ته متوجه  داسی ندامت ښکاره کوی. لاندینی شعر د ده مرتجع بودن په ښه ډول تمثیل کوی.
سليمان لايق واي.
«رهبر»
ما اقتدا ورپسی وکړه چی رهبر به وی
لکه چی وایی په هرڅه باندی خبر به وی
د ترږمیو د دوران یو زړه ور به وی
د سختو ورځو د جنګونو د سنګر به وی
د تالا شویو پرګنو یو منور به وی
د پاڅیدلو افغانانو د باور به وی
زه غولیدلی وم په لوبو د یو غل باندی
ما غاړه ایشی وه په توره د اجل باندی
ما ولسونه رابلل او درول می پسی
ما ویده خلک ویښول او خوځول می پسی
ما جنګی ورونه راوستل لښکرول می پسی
څوک به چی پاتی شوو په لار کی رسول می پسی
که به له کرښی نه کاږه شول سیخول می پسی
ما ننګول، ډله کول او سمول می پسی
ما یوه کپچه مار ته غاښونه د چیچو ورکړه
ما بی وزرونو ته وزر د الوتو ورکړه
کارغه به کله سندرغاړی د باغونو نه شی
د غار ګیدړ به توریالی د میدانونو نه شی
د قدرت غل به خدمتګار د ولسونو نه شی
وطن فروش به محافظ د وطنونو نه شی
د لرګی تیغ به د رستم د ګوزارونو نه شی
لږ می خړوب کړه چی دا غم می د کلونو نه شی
ساقی د تا د لیونتوب له پیمانی نه قربان
ستا د رنګینی مشغولا له یارانی نه قربان
ماوی د زړه غم به څه کم شی خو ناسور شو پسی
ماوی ولس به په تن پټ شی خو لا چور شو پسی
زموږ ګلزار وطن ته ګوره چه تنور شو پسی
دوزخ د مرګ او د زندان او د ترور شو پسی
یو کپ ډوډی د اجانبو ته مجبور شو پسی
دا روغ زړګی می له غمونو نه رنځور شو پسی
د زیارایستونکو په نوم موږ ته جلادان راغله
په بله بڼه پخوانی داړه ماران راغله.

سلیمان لایق د روس د اخیرین ګوډاګی داکتر نجیب الله د فرار په هکله له افغانستان نه په داسی ښکلو الفاظو بیان کوی.لطفآ دا لاندینی لینک په غور و ګوری.
https://video.search.yahoo.com/search/video?fr=yfp-t&p=%D8%B3%D9%84%DB%8C%D9%85%D8%A7%D9%86+%D9%84%D8%A7%DB%8C%D9%82#id=2&vid=e86e8d1ebcd713d93b60cf8d31bbb79c&action=click

سلیمان لایق د خپلی غداری په دوره کی د خپل غلام صفته دوران د اوږدولو په خاطر د خپلی پخوانی عقیدی پر خلاف په ډیره مکارانه ډول د ملا او روحانیت څخه په دیری بی شرمی د همکاری غوښتنه کوی او د هغوی یوی ساختګی غونډی ته داسی درفشانی کوی؟

https://video.search.yahoo.com/search/video?fr=yfp-t&p=%D8%B3%D9%84%DB%8C%D9%85%D8%A7%D9%86+%D9%84%D8%A7%DB%8C%D9%82#id=3&vid=943ccf0b58be0168c99ef5b4880124ff&action=click

سلیمان لایق یو مداح شاعر و.
سلیمان لایق ، نور محمد تره کی او حفیظ الله امین د توجو د جلبولو لپاره، تره کی او امین لعین ته داسی شعر ډالی کوی وایی.
ای زمینت خاک بیجان جملگی جان گشته است / کلبۀ تاریک دهقانان چراغان گشته است
از نبرد حزب پیشآهنگ و اردوی جوان / ز بر فرمان امین، کشور گلستان گشته  است
اگر امین فاتح شد از شاگردی و مهر توشد / او بملت گفت کارش از تو سامان گشته است
این جهان ، این کرۀ خاکی چنین هرگز ندید / این چنین مشکل که با عقل تو آسان گشته است
کارگر را از تو در کشور غرور و افتخار / خان و خائن از تو مرعوب و هراسان گشته است
آنکه میغرید روزی بر غریب و بینوا / رفته در یک گوشه و از ترس پنهان گشته است
ظالم و استمگر و خونخوار و جلادان ده / از تفِ تیغ تو با وجدان و انسان گشته است
بزگر بی توشه را پروردگار توشه ده / نا امید بی زمین دارای پلوان گشته است
خصم گر منکر بود از معجزات هفت ثور / او تهی از جوهر مردی و وجدان گشته است
تودۀ زحمکش این مرز و بوم باستان / از دل و جان انقلابت را ثناخوان گشته است
۱۳۵۸ /۱/۱۰ کابل.

سلیمان لایق لکه څنګه چی په خپل لاندی شعر کی خپل حزبی او ایدالوژیکی ملګری په توهین امیزه الفاظو یاده وی او هغوی ته د سیاسی مداریانو خطاب کوی داسی فرمایی.
سیاسی مداری.
غږ چی د قدرت شی دی لا مخکی ورته زین شی
ته به وایی دا شیطان له ځمکی نه را شین شی
هر څوک چی را واوړی د امو د سیند پرلیکه
دی ورته کابل کی په سجده سر په زمین شی
بل افغان زوی چی عزت مومی په وطن کی
دا مزدور له پورزی نه تر پوندو ورته خوړین شی
ذهن ته چی ورشی د پښتون په برخه بره
کله ملاخیل، کله منګل، کله ترین شی
بیا چی د تاجک په هکله سم شی کار د ورځو
دغه ګوډاګی بیا د پنجشیر یا د نهرین شی
کله چی نامیند شی د بری د انقلابه
بیا دا مداری د ملایانو همنشین شی
زه یی د یو نوی پسرلی سترګی په لار یم
سور ګل به یی تور شی که به سپین شی که به شین شی
دا زما باور دی په دی تور انقلابی باندی
دب به مستقبل کی متحد د هر لعین شی
ان که د وطن په بیه جوړ شی کار د ورځو
دی به بی رقیبه دغی لوبی ته تعین شی.

سلیمان لایق ته د یوه دردیدلی افغان شعر.
http://rahparcham1.org/wp-content/uploads/2017/05/18157154_917089901763221_3307277649249297170_n.jpg

دسته: نبشته نقد و پاسخ.
http://rahparcham1.org/category/%d9%86%d8%a8%d8%b4%d8%aa%d9%87-%d9%86%d9%82%d8%af-%d9%88-%d9%be%d8%a7%d8%b3%d8%ae/

د افسوس ځای خو دلته دی چی نن ورځ  جناب ؟ امرالله صالح دا د اسلام سرباز ؟ چی تقریبآ دری نیمی لسیزی د سلیمان لایق سره وجنګیده نن هماغه پخوانی مجاهد!! صالح / سلیمان لایق یو ملی شخصیت بولی. زما سوال د جناب امرالله صالح څخه دادی چی جناب صالح صاحب ،  ستاسو د دری نیمو لسیزو جنګ د روسی حکومت سره د څه پخاطر و که سلیمان لایق په ریښتیا ملی شخصیت وی نو د دی نه داسی بریښی چی واقعآ د ستاسو جهاد؟ د اسلام پخاطر نه و، تاسی په ناحقه وی لطفآ د افغان ملت څخه د خپلو جنایاتو بخښنه وغواړی. وسلام.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply