راځئ په یوه هېواد کې د ظرفیت لوړول وپېژنو

د محمد عارف رسولي

0 657

سرچینه: د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې (UNDP) له منابعو څخه

ژباړه او لنډیز: د محمد عارف رسولي

راځئ په یوه هېواد کې د ظرفیت لوړول وپېژنو

سریزه

د انکشاف په لور یو وده کوونکی روښ

نن سبا په انکشافي ټولنه کې رابرسېره کېدونکې هوکړه شته چې د « وړتیا وده » یا « رشد ظرفیت» د بشري انکشاف انجن دی. د اوسنیو اقتصادي، اقلیمي او غذايي بحرانونو په وخت کې، د دولتي او ټولنیزو وړتیاوو وده به زیاته ارزښتناکه پاته شي تر څو تګلارې طرحه او پلې کړي او د دې بحرانونو اغیزې حد اقل ته ورسوي. په دې توګه د پرمختګ د دوام او د انکشاف د هدفونو، که هغه پخواني د زریزې موخې وې او که اوسني د تلپاتې انکشاف هدفونه وي، د لاسته راوړلو لامل شي.

وړتیا یا ظرفیت لوړول له دې اصله پیل کېږي چې خلک هغه وخت ښه توانمند کېږي چې کله خپل پوره پوتنسیال (ممکنه وړتیا) ته ورسېږی کله چې د انکشاف وسیلې پایداره وي په کور د ننه خلکو لخوا وده ورکړل شوې وي، اوږدمهاله وي، او د هغو په واسطه په ټولیز ډول رامنځته او مدیریت شي، چې ورنه ګټه اخلي.

خو په دقیقه توګه د ظرفیت یا وړتیا لوړولو څخه زموږ موخه څه ده؟ داسې ښکاري چې د دې کلمې له زیاتشهرت سره د هغو په هکله تشویشونه هم زیات شوي دي. د ځینو لپاره، د ظرفیت لوړول هر هغه هڅه کېدی شي چې کوم چاته وروښیو چې یو څه وکړي، یا هغه په غوره توګه وکړي. د نورو لپاره ممکن د نویو نهادونو یا د زړو د تقوېې په معنی وي. ځینې د ظرفیت وده د ښوونې او روزنې او ټرېننګ په شکل ویني، په داسې حال کې نور بیا هغه په یوه پراخه معنی اخلي لکه د انفرادي کسانو د حقونو خوندیتوب او ورته لاسرسی او یا ازادي.

وړتیا یا ظرفیت لوړول: وسیلو ته لارې

د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې لپاره د ظرفیت وده پورته ټول عناصر په ځان کې نغاړي. دا اداره د وړتیا لوړول د یوې داسې پروسې په توګه ګوري په کومه کې چې افراد، سازمانونه او ټولنې توانمندۍ تر لاسه او غښتلې کوي او ساتې یې تر څو د خپل ځان انکشافي هدفونه د زمانې په تېرېدو سره ورباندې وټاکي او ترلاسه یې کړي.

په ساده توګه، ویلی شو که د وړتیا (ظرفیت) معنی هغه وسیلې وي چې په مرسته یې پلان کړو او هغه بیا تر لاسه کړو، نو د وړتیا لوړول بیا دې وسیلو ته د رسېدو د لارو په معنی دی.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې د وړتیا لوړولو په پروګرام کې یو بنسټیز عنصر بدلون او نوښت دی. د یوه فعالیت لپاره چې دا اداره ورته د وړتیا لوړولو په نظر وګوري، ورباندې عمل وشي او وهڅول شي، نو دا باید بدلون او نوښت رامنځته کړي کوم چې د زمانې د تېرېدو په بهیر کې په داخل کې رامنځته او دوام وکړي. داسې بدلون او نوښت د فعالیتونو له سرته رسولو ور اخوا لیدل کېږي؛ د دې په ځای، هغه بیا د طرز فکر او عادتونو د بدلون خبره په ځان کې لري.

ستاسو د خپلې تجربې په بنا، کله مو هم فکر کړئ چې ولې ځینې ټاکلې حکومتي نهادونه تر نورو غوره کار کوي؟

Question to

وړتیا انکشاف دی

د ظرفیت وده د بدلون په معنی دی کوم چې انفرادي کسان، رهبران، سازمانونه او ټولنې توانمند کوي. که کوم څه د هغو کسانو لخوا چې موخه یې ورته ګټه رسول وي رامنځته، رهبري او دوام لرونکی شوی، که بدلون او نوښت رامنځته ته نه کړي، نو داسې نه بلل کېږي چې وړتیا یې لوړه کړې ده، که څه هم یو مناسب انکشافي مقصد یې تر لاسه کړی وي. لاندې مثالونه سره پرتله کړئ…

یادښت د لاندې جدول لنډه تشریح: په لاندې جدول کې په ښي پلو لمړي ستون کې له وړتیا (ظرفیت) لوړولو سره دودیز چلند ښيي چې باید ورنه ډډه وشي. خو په دوهم یا منځني ستون کې بیا په روښ بدلېږي.همدارنګه، دریم ستون موږ ته د دواړو تر منځ توپیر راښيي. باید ووایو چې دا یوازې په تمویلوونکو پورې اړه نه لري چې له دولتي ادارو سره د لمړي ستون دودیز کار په دوهم ډول باندې واړوي. په حقیقت کې دا د دولت کار دی چې په قوي سیاسي ارادې سره د ښو غوره پالیسیو، قوانینو او مقرراتو چې په هغه کې د لیاقت په بنسټ په کار ګومارنې، صلاحیت او ترفیع ورکولو، شفافیت، حساب ورکولو او نورو کلک پلي کول او نظارت اړین وي. که په دولت کې ګومارنې، صلاحیت ورکول او نور د واسطې، انډیوالیو، ګوندي او سمتي معیارونو به بنسټ وي موږ له دودیزو انکشافي چلند څخه چې په لمړی ستون کې ښوول شوی دی و دوهم منځني ستون ته چې غوره دی نه شو تللئ.

د انکشاف سره دودیز چلند

د وړتیا ودې داسې روښ ته حرکت چې د بشري انکشاف لامل شي

کوم توپیر رامنځته کوي؟

په دې کې ټرېننګ چې څنګه په مارکېټ کې تر ټولو نوې تکنالوژي وکارول شي

د یوه هر اړخیزه پروګرام نه بېلېدونکې برخه ټرېننګ تر څو د ظرفیت مسئلې حل کړی، چېڅنګه په اسانۍ سره تر لاسه کېدونکې تکنالوژۍ چې د سازمان د هدفونو لپاره چې د پرسونل په انکشافي پلان کې شتون ولري، مناسبې وي، له شته مشوقاتو سره مل وي تر څو نوي مهارتونه وکاروی، ټرېننګ شوو کسانو ته توان ورکړي چې نور د هغې تکنالوژۍ په کارونه کې وروزل شي، په روښانتیا سره د هغو ګټې د پرسونل د ودې سره، د پرسونل کړنې د ټیم د کړنو سره تړاو ورکړي او د ټول سازمان د اغیزمتیا په توان باندې مثبته اغیزه وکړي، تر څو خپلې دندې تر سره کړي.

یوازې یو ځانګړی او یو ځل کار نه وي.

یو بهرنی کارپوه ګومارل تر څو په یوه وزارت کې کار وکړي تر څو یو اړین کار سرته ورسوي (د تشې ډکول).

یو بهرنی کارپوه ځايي کارمندانو ته د کوچ او روزونکي په توګه په وزارت کې د یوه ټاکلي وخت لپاره کار کوي، د بنسټونو سره تړاو، روزل او لاس نیوی (منتورېنګ) پروګرامونه د عامه خدماتو رسونې نه بېلېدونکی جز دی.

د پوهې او تخصص لېږد، له بهره بې نیازه کول، تخصص په اوږدمهال کې، د پرسونل انکشاف

د یوې پروژې ټیم د یوه نړیوال ډونر له خوا تهیه شوی، په یوه ځايي اداره کې ورته ځای ورکړل شوی، خو د ډونر مېکانیزم کاروي او ورته راپور ورکوي.

د پروژې ټیم د یوه نړیوال ډونر لخوا تمویل شوی ( خو قرادادونه د محلي ادارې لخوا ورکړل شوي)، په یوه وزارت کې کار کوي او ځايي مېکانیزم کاروي تر څو پروژه پلې کړي، یوه روښانه ستراتېژي لری تر ځايي سیستم وړتیا تقویه کړي او په ایدیال توګه داسې حالت ته ورسېږي چې د وزارت په سیستم کې پوره مدغم شي ( په بودجه، د پوستونو په تاسیس، په پېرول او نورو کې ادغام).

کوم موازې سیستم نه وي بلکه له شته ځايي سیستم سره اخښل شوی وي تر څو په پای کې د ملي/ځايي سیستم وړتیا تقویه شي چې ورته کارونه (پروژې) په راتلونکی کې د خپل کاري استقامت او ورځنی کار په توګه اجرا کړي.

یوه تمویلوونکې اداره خدمات او شیان له نړیوال مارکېټ څخه تدارت او تهیه کوی د حکومت د وزارت په نمایندګس

د تدارکاتو د پروسې د تاسیس مرسته کوي کوم چې رڼه (شفافه)، د حساب ورکولو وړ او ځواب ورکوونکې وي و ملي اړتیاوو ته او ملي سیستمونه کاروي.

د ملي تدارکاتي سیستم انکشاف کوم چې اغیزمنوي او له نړیوالو ستندردونوو سره برابر وي.

ولې وړتیا (ظرفیت) مهمه ده

« پخوانی مودل په یوه ناسمه فرضیه بنا و … دا چې ممکنه ده په پرمختیايي هېوادونو کې په خورا اسانۍسره له شته ظرفیتونو سترګې پټې کړو او ځای یې په هغې پوهې او سیستمونو ونیسو چې بل ځای به بهر کې تولید شوي وي د انکشاف یو شکل چې ځای ناستی کېږي، نه هغه انکشاف چې د بدلون او نوښت شکل لري.»                            د ظرفیت وده: د زړو ستونزو لپاره نوې حل لارې.

نو موږ اوس تشخیصولی شو چې وړتیا (ظرفیت) انکشاف دی. څنګه موږ دې فکر ته راورسېدو؟ ځینې به ووايي چې  انکشافي ټولنې یو جالب مسیر غوره کړی دی:

یادښت — د لاندې جدول تشریح: په لاندې جودل کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې (UNDP) د ظرفیت لوړولو ودې پروګرام راښيي. په دې کې په لمړي ستون کې فرضیې، په دوهم یا منځنی ستون کې انکشافي مرستې او ډول یې او په دریم ستون کې د هغو پایلې ښودل کېږي. روښانه ده چې په پورته خوا کې د جدول دودیزې او پخوانۍ فرضیې، کارونه او پایلې ښوول شوي دي. خو د جدول چې هر څومره کښته ځو د دې ادارې د ظرفیت لوړولو هڅې اصلاح کېږي او په پای کې هغه څه ښيي چې اوس یې ټولې ادارې باید له دولت سره تر سره کړي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې د ظرفیت لوړولو د روښ وده

پایلې

په عمل کې

فرضیې

                                                 

           

لمړی

پراختیايي هېوادونه پیسو ته اړتیا لری

انکشافي مرستې

پرمختللي هېوادونه پراختیايي هېوادونو ته قرضه یا بېلا عوضه مرستې ورکوي

په پانګونه او راپور ورکول زیات تمرکز وی تر پایلو
د قرضې زیاتوالی
په بهرنيو مرستو تکیه
پروژې ختمېږي کله چې پیسې خلاصې شي

بیا وروسته

پراختیايي هېوادونه باید یوازې ځانونه د پرمختللو هېوادونو په نمونو عیار کړي

تخنیکي مرستې

بهرني کارپوهان راځي تر څو خپلې پروژې پلې او اجرا کړي، کومې چې تمه لري هغو پروژو ته ورته پایلې ولري چې دوی په پرمختللو ملکونو کې لیدلې وی.

پروژې پیل کېږي، خو له ځايي موخو او لمړیتوبونو سره اړیکه نه لري
داسې انګېري چې په ځايي کچه کومې سرچینې نشته
په بهرنیو کارپوهانو تکیه کوي
تخصص تل له بهرنیانو و ځايي کسانو ته نه لېږدول کېږي
په بهر ولاړ مودل کېدی شي ځايي واقعیتونه له پامه وغورځوي
د مرستې مفکوره د پرمختللو او پراختیايي ملکونو تر منځ نا برابرې اړیکې برجسته کوي

د هغو په تعقیب

مخ په وده هېوادونه باید له پرمختللو هېوادونو سره مشارکت وکړي

تخنیکي همکارۍ

زیات تمرکز په ټرېننګونو، د پوهې په انتقال، د ملي پالیسیو او لمړیتوبونو په بنا

ځايي تخصص وده وکړي
پروژې تر یوې کچې له ځايي لمړیتوبونو او هدفونو سره سر خوري
د بهرنیو قوتونو په واسطه په مخ ځي، د ځايي نهادونو او وړتیاوو د ودې فرصتونه ضایع کېږي ګران تمامېږي

او اوس

مخ په وده هېوادونه باید د پروسې پخپله مالکیت ولري، طرح، مدیریت او اجرا یې کړي او دوام ورکړي.

د ظرفیتونو وده

په ځايي توانمندۍ او د بومي وړتیاوو په ټینګښت تمرکز

له ځايي زېرمو خلکو، مهارتونو، تکنالوژیو، نهادونو تر ټولو زیات کار اخلي او په دې بنا کوي
د قدرت د نابرابرۍ په اړیکو کې د شتمنو او بېوزلو، عادي او ګوښه شوو (هېوادونو، ګروپونو او کسانو) په منځ کې یو ټول شموله روښ خپلوي
د پالیسۍ او بنسټونو د اصلاح له لارې په ژور او تلپاتې بدلون باندې تمرکز کوي تر ټولو غوره کړنو له شرایطو سره مناسب انتخاب ته ارزښت ورکوي ځکه یو ډول کړنې په هر ځای کې کار نه ورکوی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply