که غبار وی که فرهنگ او که سرور دانش

محمد داؤد مومند

0 928
لیکوال: محمد داؤد مومند

د ستر احمد شاه بابا نه تر سردار داؤد خان تر حکومته پوری، په هیواد کی د ملی تاریخ او ملی مشرانو د څپکاوی د پاره٬ ځای نه وه.

پدی ادوارو کی د امیر عبدالرحمن خان غوندی استبدادی حکومتونه تیر شوی٬ د همدی امیر تر مهاله په نړۍ کی دیمکراسی نه وه٬ که په انګلیند کی د امیرعبدالحمن خان په دوره کی د دیمکراسی څه مظاهر څرګند شول٬ بیا تر سردار محمد هاشم خانه پوری چی هغه هم په استبداد تورن وه او بیا د سردار داؤد خان تر حکومته پوری٬ افغانستان، نه انګلیند وه٬ او نه انګلیند کیدای شو.

شاغلی اعظم سیستانی د افغانستان ټولی بد بختۍ او د ثور د کوتا منشه د هیواد د ۱۹۶۴ اساسی یا بنسټیز قانون او د هغی مهال دیمکراسی پوری تړی.

شاغلی سیستانی په افغان جرمن کی وکښل چی د دیمکراسی په مهال د هیواد د خلکو ذهنیت د شوره زار حیثیت درلود٬ او د هیواد ذهنی شرایط د دیمکراسی دپاره آماده نه وه.

دی پدی عقیده دی چی د سرطان کودتا٬ بی عیبه او بی نقصه وه او د ثور کودتا د ولادت په برخه کی٬ د سرطان په کودتا٬ پړه اچول٬ ددوی په منطق٬ غیر واقع بینانه ادعا ده.

دا چی د ښاغلی سیستانی ادعا پدی برخه کی٬ترکومه حده د واقعیت سره سمون خوری یا نه٬ دا بحث به پریږدو٬ ولی د یوه واقعیت نه سترګی نه پټیږی٬ چی که امیر عبدالرحمن خان وه که غازی محمد نادر خان او که سردار محمد هاشم خان٬ په ټولو دورو کی د هیواد عزت او پت ساتلی او خوندی وه، او له هراته تر بدخشانه پوری د افغان ولس په پرګنو کی د وفاق او وطنددارۍ احساس، محسوس کیده.

که یوه پشتون هزاره جات ته سفر کاوه او که یوه هزاره، ننګرهار ته٬ دوی دا احساس نه کاوه چی گوندی، په بیګانه ملک او محیط کی دی.

ځکه ددی هیواد د ملی لیډرانو په دوره کی٬ د هیواد د ژغورنی او د ملی یو والی بنسټ استحکام وموند.

تاریخ زموږ په ژوند کی ثابته کړه چی د دوه پیړیو په موده کی د پښتنو د مشرانو او حاکمانو ټول مظالم٬ د جهادی د دوری د غیر پښتنی حکومتونو د چنګیزی او هیتلری نظامونو په څیر مظالمو سره انډول کیدای نشی٬ او دا پداسی حال کی چی نه ځانله په ټوله نړۍ کی بلکه زموږ په هیواد کی د محمد ظاهر شاه، د بی څاری دیمکراسی تجربه تیره شوی وه.

آیا د نړۍ د دیمکراسی په تاریخ کی د شرق نه تر غربه پوری٬ داسی مثال لیدل شوی چی په عمق کی د ستمی کاذب احساس له مخی٬ مظاهره چیانو د هیواد د پادشاه چی په نژادی لحاظ پښتون وه٬ د څپکاوۍ دپاره د سپی د سر ویښتان خریلی او سپی ته یی عینکی په سترګو کړی وی؟

ما یو ځل دری کاله دمخه دلته په امریکه کی٬ په یوه مجلس کی٬ صرف د پنجشیر د جنګ سالار نوم واخسته٬ چی د شورای نظار په غړو باندی اور بل شو٬ په هره خوا تیلیفونونه شروع شول او زما د بی عزتۍ دپاره ترتیبات ونیول شول٬ ولی په مجلس کی حاضرو پښتنو ځوانانو٬ تر موټره پوری زما مشایعت وکړ.

موږ حتی نیمه پیړۍ وروسته٬ ددی جنایتکارانو په اړه په امریکه کی چی د نړۍ د دیمکراسی مرکز دی٬ د څه ویلو حق نلرو٬ نو اوس انصاف ستاسی په لاس کی.

امانی نهضت چی د انګریز په لمسه خنثا شو او د انګریز په قوت بچه سقاو او د هغه انسانیت سوزه سقوی دوره٬ پر هیواد او ملت حاکمه شوه٬ د غازی محمد نادر خان په تدبیر او زعامت او نورو ملی قهرمانانو٬ په ایثار٬ او پښتنی او افغانی عزم٬ ددی کرغیړنی دوری کمبله ټوله شوه.

د ملی قهرمانانو په تحرک او قیام کی چی تصادفاْ ټول پښتانه افغانان وه٬ کیدای سی٬ مختلف عوامل او انګیزی د داسی تحرک وسیله ګرزیدلی وی٬ خو په دی اتلانو کی داسی مشران٬ لکه« محمد ګل» هم وه چی د یوه ملی٬ تفکر په بنا٬ د ستمیت او ملی  ضد٬ تباه کن سیلاب د مخنوی دپاره٬ ددی اور د مړه کولو دپاره د ملی مبارزی او ملی دتاریخ د ژغورلو ډګر ته په داسی یوه٬ شعور٬ ورودانګی.

دلته ځانله د اقتدار د بیرته د لاس راوستلو اندیشنه نه وه٬ بلکه تر هر څه دمخه د ملی پت اوهویت ژغورنه وه.

ولی میر غلام غبار د تعصب او پشتنو او پښتنو مشرانو ته د بد بینی له مخی« غبار د پشتنو نفوس په هیواد کی څلویشت فیصده ښایی» د پښتنو د مشرانو پسی د نادر نه نیولی تر محمد ګله پوری د کذب٬ دروغو او اتهاماتو په ادبی اصطلاح٬ د فردوسی قصیدی لیکلی دی.

د ښاغلی سیستانی دا ادعا٬ سل په سلو کی سمه ده چی لیکی:« .. حتی چنان مینماید که غبار جلد دوم تاریخ خود را بمنظور انتقام کشی از نادر شاه و خانواده او به نګارش ګرفته است»

غبار د بچه سقو د انسانیت سوزی دوری٬ ددی دوری د عللو او عواملو د را مینځ ته کیدو او ددی دوری د دوام د نتایجواو دهغه قهرمانانو چی د سقویت د پرزیدو په لیاره کی یی د استقلال د استرداد د معنوی عظمت په انډول٬ اتل توب څرګند کړی٬ هيڅ نه وایی٬ چنانکه د وزیرستان د زمری جرنیل یار محمد خان وزیری نوم٬ دده په کتاب کی نشته.

پکار دا وه چی غبار خپل دوهم جلد کتاب٬ باید په بشبړه توګه٬ صرف او صرف٬ د بچه سقو د انسانیت سوزی دوری په همه جانبه تحلیل پوری مختص کړای وی نه د سقوی ضد قهرمانانو او نادر خان نه د انتقام اخستلو په منظور.

غبار د خراسان په مورد کی لیکی:

« خراسان بعد از قرن سوم میلادی که در معنی شرق و مطلع آفتاب است٬ پیدا شد و از قرن پنجم میلادی تا قرن نزدهم مسیحی در طی یکنیم هزار سال مملکت افغانستان به شمار میرفت»

صدیق فرهنګ هم په همداسی کنجاړه شخوند واهه٬ غبار او فرهنګ  دواړه٬ پدی اړوند د ستمیانو او سقو پرستانو د تاریخ د پیغمرانو حیثیت لری. د دوی پښتون دشمنی لکه د لمر څرګنده ده.

نن ورځ د سرور دانش نه چی د پښتنو د مشرانو او تاریخ په مورد کی د فرهنګ او غبار په کنجاړه شخوند وهی، څه ګیله؟

موږ په خپلو لویو لمړۍ او دوهمه ژبو کی که پښتو ده که دری، کره ویناوی لرو٬ د مثال په توګه:

د سپی په خوله سیند نه مرداریږی.

یا دا چی:

سپی غپیږی٬ کاروان تیریږی

وطن بی خاونده دی٬ ملی حاکمیت نشته ٬ د ملت کاروان او قافله بی څاروانه ده، د ولس او هیواد مقدرات د پردو په لاس کی دی٬ تر څو چی دا حالت پر موږ حاوی٬ د داسی غپا٬ آوازونه به ورخ به ورخ لوړیږی.

ستر افغان شخصیت او مفکر، علامه عبدالشکور رشاد، د پښتنو د دوه سترو مشرانو یعنی فخر افغان خان عبدالغفار خان او ستر پښتون افغان محمد ګل مومند به مورد کی فرمایی:

« محمد ګل خان او پاچاخان دواړه اوس په موږ کی نشته٬ د پښتنو لښکر٬ بی قافلی شوی دی٬ او قافله هم سالار نلری٬ زه ګومان کوم٬ ددی بی سالاری قافلی خطرناکی آینده ته به دا دوه لار ښوونکی  مشران(رح) هیس پاتی وی او په ډیر حسرت سره به دغو پر شلو لارو روانو پښتنو ته ګوری.د رشاد د وینا ختم»

نن هماغه خطرناکه توره دوره چی علامه صاحب رشاد یی پیشګویی کړی وه په هیواد او ولس حاوی ده.

نو سیستانی صاحب! اوس زه د چا خبرو ته غوږ و نیسم؟

د ستر مفکر علامه صاحب رشاد٬ ارشاداتو ته٬ او که د ضد پښتنی٬ ستمی عناصرو غپا ته؟

په درناوی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply