پر هلمند د طالبانو برید او د طالبانو ماتې

نوید احمد څرک

0 769

د شنبې په ورځ طالبانو د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ او د دې ولسوالۍ څنګ ته باباجي سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

دا چې طالبانو په دې بریدونو کې د خلکو له کورونو د سنګر په توګه کار اخیست، ځوابیه بریدونو کې ملکي وګړو ته زیان اووښت.

له همدې کبله ځینو سیمو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تکتیکي شاتګ وکړ او سیمې یې طالبانو ته پریښودې.

طالبانو دې تکتیکي شاتګ ته د پرمختګ نوم ورکړ او د سختې جګړې له کبله یې زرګونه کورنۍ له سیمو څخه کډه کولو ته اړ کړلې.

هغه تصویرونه چې په خواله رسنیو کې خپاره شوي، تاسو به لیدلي وي چې خلکو ان له وارخطايي څخه یواځې بستره او جامې اخیستي او نور يې ډک کورونه پريښي دي.

له دې کبله چې طالبان د خلکو کورونو ته دننه کیدل او د خلکو له کورونو به یې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو باندې ډزې کولې.

افغان ځواکونو د دې لپاره شاتګ وکړ چې ملکي خلکو ته زیان وا نه وړي، د یکشنبې ورځ په اوږدو کې یې بیرته طالبانو باندې هوایي او ځمکني بریدونه پيل کړل چې د مالوماتو له مخې نږدې ۲۰۰ طالبان پکې وژل شوي او ډیر شمېر ټپيان شوي دي.

د هلمند د جګړې مدیریت ته له کابل څخه د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو استازي او د ملي امنیت ولایتي معاون ورسیدل او هلته یې د ولایت ارزونه وکړه.

د دې تر څنګ د یکشنبې په شپه کمانډواو ځانګړی ځواکونه هم د جګړې سیمې ته رسیدلي او ځواکونو ته یې نوې روحیه ورکړي او پر طالبانو یې مرګوني ګوزارونه او عملیات کړي دي.

طالبانو په دې جګړه کې د برښنا یو سبسټیشن ۱۵ کارمندان تښتولي او بیا یې دا سټیشن ټول توکي چور کړي دي، د دې تر څنګ طالبانو د جګړې په درې ورځو کې سړکونه وران کړي، پلونه یې الوځولي، ښوونځي او کلنیکونو څخه یې مورچې جوړې کړي دي.

طالبان هم په دې پوهیږي چې یوه سیمه له یوې اوونۍ زیاته نه شي ساتلی، خو دا چې طالبان په جګړه پيسې اخلي، نو له همدې کبله جګړه کوي او ویجاړی کوي چې تمویل کوونکی هېواد ورته امتیازات او امکانات ورکړي.

طالبانو له دې جګړې یو بل هدف دا دی چې دوحه کې د سولې په میز باندې مقابل لوري باندې فشار راوړي چې سولې وکړي، خو طالبان له دې نه دي خبر چې دوحه کې پلاوی د افغانانو استازیتوب کوي او افغانان له کرې او تاوتریخوالي ډکه سوله نه غواړي.

طالبانو د هلمند له جګړې بل هدف دا و چې عامه تاسیسات ړنګ کړي او خلک له کورونو څخه ویستلو ته اړ کړی چې توکي یې طالبانو ته پاتې شي.

د افغانستان زړه ورو ځواکونو یو ځل بیا د هلمند جګړه کې طالبانو ته ښودله چې د جګړې له لارې د دې هېواد هیڅ سیمه نه شي نیولی او که یې ونیسي. دوه ورځې یې هم نه شي ساتلی.

افغان ځواکونه اوس ډير پیاوړي دي او د بهرنیو ځواکونو له ملاتړ پرته هم کولی شي، هر ځای طالبان له ماتې سره مخ کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply