په فارياب کې يوه امنيتي سرچينه وايي، وسلهوالو طالبانو تېره شپه د دغه ولایت ګرزيوان ولسوالۍ اړوند افغان تپې کلي کې پلار او زوی په ډزو وژلي دي.
دې سرچينو زياته کړې چې وسلهوالو طالبانو د رستم خان په نوم يو سپین ږیری او د نوموړي ځوان زوی له دې کبله وژلي چې پوليسو ته يې د څښاک اوبه ورکړي وې. يادې امنيتي سرچينې دا هم ويلي چې وسلهوال طالبان تېره شپه د رستم خان کور ته په پټه ور اوښتي او د ده په شمول يې د نوموړي ځوان زوی هم وژلی دی.
پرون د پکتيا ميرزکې ولسوالۍ په خليلانو سيمه کې هم وسلهوالو طالبانو د ملکي وګړو پر کورونو بريد کړی و او د دغه بريد په ترڅ کې يې يوه قومي مشر په ګډون درې تنه ملکي وګړي وژلي وو.
خو وسلهوالو طالبانو د پکتيا او فارياب ولايتونو دې دواړو پېښو په اړه تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320