د مڼو ټوکرۍ

نور محمد لاهو

0 1,467
له مڼو ډکه ټوکرۍ مې په سرایښې
لویه لاره کی ولاړیم
هر مین چې د خپل یار په لوري درومي
یوه غټه سره مڼه ورلره ورکړم
هره پیغله چې تیریږي مې له مخې
شنه خندا راله ډالۍ کړي
سرې مڼې څخه چک واخلي .
په دې پیغلو کې یوه ده
غنمرنګه سره لمبه ده
نه خوخاندی نه څه وایی
ته به وایې پوهه نه ده
دا مڼې د میدان ښآر دي
له شکرو څخه ډکې
پیمانې دې میدان ښار دي
زه له ځانه سره وایم
خیر دې نه دې راته خاندي
آن څپیړه دې هم راکړي
خو مڼه دې له ما واخلي
وروسته وروسته په دی پوه شوم
دا مڼې چې زه یې پلورم
دا مڼې د دوی د باغ دي
له هماغه وخت راهیسې
سرې مڼې مې په زړه داغ دي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply