ممبیي اینډیينز د هند کرکټ غوره لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه

0 1,169

د هند کرکټ غوره لیګ يا IPL سیالۍ چې شاوخوا دوې مياشتې وړاندې د هند اتو لوبډلو ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې پېل شوې وې، تېره شپه يې پای لوبه د ډهلي کپيټلز او ممبيي انډیينز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

په دې لوبه کې ممبیي لوبډلې ډهلي ته په پنځو ويکټو ماتې ورکړه چې په دې سره یې د دغه ليګ د اتلولۍ جام پورته کړ. په لومړیو کې د لوبې ټاس ډیلي کپېټلز وګاټه او د توپ وهنې پرېکړ يي وکړه. پېل يې ډېر ښه نه و خو د لوبډلمشر شرياس اییر د ۵۸ او د چپ لاسي توپ وهونکي پنټ ۵۶ منډو د دې لوبډلې ټول هدف ۱۵۷منډو ته پورته کړ.

ممبۍ انډینز په ځوابي توپ‌وهنه کې د ۱۸٫۴ اورونو په لوبولو او د خپلو پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره دغه هدف پوره کړ. د IPL په سږنيو سياليو کې د پنجاب لوبډلې لوبډلمشر لوکېش راهول تر ټولو ډېرې منډې، د ډهلي لپاره لوبېدونکي لوبغاړي رباډا بیا تر ټولو ډېرې ویکېټې ترلاسه کړې وې.

دغه راز د دغه سيالیو په ترڅ کې د سنرایزر حیدراباد لپاره لوبېدونکي راشد خان هم تر ټولو ښه اقتصادي توپ اچونه کړې ده. نوموړي ۵.۳۷ اوسط سره په ۶۴ اورونو کې ۳۴۴ منډې ورکړې او شل لوبغاړي یې سوځولي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply