اڅکزی: له پاکستانه د کینسر ناروغ جوړ شوې؛ ورځ تر بلې کمزوری کیږي

0 1,465

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، دې ورستیو کې د پاکستاني حکومت بې کاره سیاست دا هېواد له سیاسي انزوا سربېره له اقتصادي بحران سره مخ کړې چې ورځ تر بلې یې حالت مخ په خرابېدو دی.
هغه تېره ورځ د پاکستان جمهوري تحریک غونډې ته په وینا کې وویل چې د پاکستاني حکومت بې کاره سیاست له دې هېواد څخه د کنسر ناروغ جوړ کړی او ورځ تر بلې د کمزوري کېدو په حالت کې دی. نوموړي دغه راز په خپلو خبرو کې ټېنګار وکړ چې د پاکستان جاسوسي ادارې دې نور له سیاست څخه لاس واخلي کنه په خبره یې دا هېواد به ډېر ژر له یو ستر او نه جوړیدونکي بحران سره مخ شي. هغه وویل: «که چېرې د پاکستاني حکومت جاسوسي ادارې سیاست کول غواړي نو بیا دې وردۍ وباسي او په ډاګه دې د سیاست ډګر ته راشي.» یاده غونډه کې د محمود خان اڅکزي سربېره په پاکستان کې د جمهوري تحریک ګونډ نورو غړیو او مشرانو هم ګډون او ویناوی وکړی.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې د جمهوري تحریک ګوند غواړي څو عمران خان له خپلې دندې ژر تر ژره استعفا وکړي او دې هېواد کې دې له سره انتخابات ترسره شي چې په خبره یې د پوځ او جاسوسي ادارو هېڅ ډول رول پکې نه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply