!د ټاليبانو او امریکا هوکړه او تیر يو کال رښتيا هم تاریخي وه

نویداحمد څرک

0 739

اول ځل طالبانو له اسلامي او افغاني غرور سره سره بې دريغه افغانان ووژل، دوی افغان وژنه او کافر ساتنه دواړه جهاد بلل، دوی په تیر شوي یو کال کې د بلک واټر قراردادیان مات کړل او د هغوی پر ځای يې خپله د امریکا د پوځي بیزونو او قطارونو امنیت ساته، دوی ته نور امریکايان او دلته د دوی له امله راغلي بهرنیان اشغالګر نه بلکه سکني وروڼه ښکاریدل ځکه خو ملابرادر ان ده ته د ټرامپ پر ټلیفون او یا د پامپيو په پورته کيدو هم وياړ وکړ( سند يي په کراچۍ کې هغه ويډيو ده چې له نوموړي ددوی د ټپي افرادو په منځ کې ثبت شوې وه)

په تیر یو کال کې د هيڅ افغان کور، بازار، لار او عادي ژوند خوندي نه وو خو پر بګرام پوځي هوايي ډګر، د کندهار او نورو سیمو پر پوځي مرکزونو ټالیب حتی ماشي ته هم اجازه نه ورکوله چې تیر شي ځکه بیا ددوی دوستان(بهرنیان) خفه کيدل.

په اول ځل موږ ولیدل چې ټاليبانو افغانان بې دريغه وژل خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له دوی مننه وکړه چې په تیر یو کال کې هيڅ بهرنی په افغانستان کې نه دی وژل شوی.

د دې تاریخي هوکړې له برکته تر يو میلیون افغانان په هلمند، کندهار، کندز، تخار او نورو سیمو کې د جګړو او وحشتونو له امله بې کوره شول، ښوونځي وسوځيدل، د ودونو او سوارلۍ موټرې د طالب پر خښو شویو ماینونو وختل، په لويو ښارونو کې د خبریالانو، روڼ اندو او مدني فعالانو ترورونو زور واخیست او په افغانستان کې په تیر یو کال چې ټاليب يې تاريخي بولي افغانانو هم تاریخي او حتی په تاریخ کې نه تکراریدونکی وحشت تجربه کړ.

رښتيا هم تیر یو کال له ډيرو نورو برخو هم تاریخي وو، ملابرادر پاکستان ته ولاړ، د آی ایس آی له مشر سره ېې ناستې وکړې، ملانورالله نوري په کوټه کې د خرمرګو د روزنې له مرکز څخه لیدنه وکړه، خيرالله خیرخواه له يوې ایرانۍ سره د مينې تار لاره او واده يې ورسره وکړ، اول ځل ټاليب مشرانو ومنله چې د دوی درمنله په کراچۍ کې کيږي، د ټاليبانو د خپل منځي ستونزو له امله د عبدالحی مطمین او مولوی عبدالهادي په ګډون لسګونو په سوله او افغانستان مئين طالب مشران ترور، بنديان او یا يې کورنۍ نامعلوم لوري ته يو وړل شوې.

تير يو کال ټاليبانو ته ځکه هم تاريخي وو چې دوی پکې ایران، چين او روسيې ته هم سجدې وکړې، ټاليب ته نه د ایران له لوري د افغان انسانانو قتل عام او د نيابتي جګړې پټې پروژې ور په زړه شوې او نه د روسانو په مقابل کې زموږ د برحق جهاد د يو نیم ميلیون شهیدانو وينو.

تیر یو کال ټاليب ته د دې له امله هم تاريخي وو چې دوی په هیواد کې پر مچلغو، سلما،کمال خان او ځينو نورو بندونو د ایران په خاطر تر شپږ سوه ډير بریدونه وکړل.

تير يو کال ځکه هم ټاليب ته تاريخي وو چې دوی په افغانستان کې تښتولي او نيول شوي هاموې ټانګونه، رینجرې او نورې درنې وسلې په وزیرستان کې پاکستاني جنرال تاجکي ته وسپارل.

تیر یو کال بیخي تاریخي وو او هغه د کندهاریانو خبره بيخي نامي وو ښايي ډيرې نورې معجزې هم په دې کال کې شوي وي خو زما همدا يادې وې که ستاسو نورې يادې وي نو پر ور ډيرې يې کړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply