اوبه عزت او ارامتیا ده زموږ

آصف بهاند

0 877

له ډیرو پخوا زمانو څخه زموږ گاونډیانو، په تېره لویدیز گاونډي زموږ اوبو ته سترگې نیولې دي. یو وخت د زرینې مدبرې مشرې په لارښوونه او د کک پهلوان پر مټ، د دې اوبو ساتنه وشوه او اوس یو ځل بیا د هماغې پخوانۍ زړې سناریو له مخې موږ له خوږ گوتې نیسي؛ تیل راباندې خرڅوي، خو اوبه مو وړیا او په تهدید راڅخه غواړي او زموږ خلک د دې ناندریو قرباني کیـږي.

څه د پاسه دوه نیم کاله مخکې مې خپل یو شعر (اوبه مې اور شوې راته) انشا کړی او خپور کړی و، هغه وخت هم زموږ گاونډیانو لکه تل، زموږ اوبو ته سترگې نیولې وې، خو د اوبو خاوندانو ته به یې په ډېره ټیټه سترگه کتل، عام اولس هم د خپلې دې شتمنۍ (اوبو) په ارزښت دومره نه پوهېدل؛ خو په ډېره لنډه موده کې د ځینو سیاسونو مثبتو کارنانو او په څنگ کې یې چیز فهمه قلموالو د خپلو اوبو د مدیریت له پاره دومره کار وکړ چې په تصور کې هم نه ځایـږي، اوبه یې راخپلې کړې او تر ټولو مهمه دا چې د همدې هلوځلو او مبارزو په ترڅ کې عام اولس هم د اوبو په ارزښت پوه کړای شو او دا دی اوس به د کمال خان بند او ځینو نورو بندونو په پرانستلو سره د افغانستان ډیری سیمې به هم له سیلاوونو خلاصې شي، هم به د سیمې خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي، هم به د غلو او میوو گدامونه ډک شي او هم به د برېښنا په تولید کې اغېزمن رول ولري.

نو که خلک ریښتیا د همدې پالیسۍ په پلوي ودریـږي، ژوند او راتلونکي نسلونه به یې ارامه، وطن به یې ښېرازه وي او که نه نو…

ما څه موده مخکې، همدې ستونزې ته دا لاندې شعر لیکلی و، هلته مې ویلي وو چې که موږ د خپلو اوبو دفاع ته ودرېـږو، نو اوبه به مو راته اور نه وي او پردي کور ته به نه وربهېږي.

دا هم د شعر بشپـړ متن:

اوبه مې اور شوې راته

خلک د اور مخ ته ولاړ سوزي نه

خو ما ته،

دغه د خپل کلي اوبه اور شولې

گورئ وطن مې سیځي

واورئ بدن مې سیځي

ستونی مې وچ، اوبه مې څکلی نه شم

مځکه لرم، غله کرلی نه شم

اوبه مې اور شولې، هر څه مې سیځي

غنم سابه مې سیځي

چینې مې خپلې، غرونه خپل، واورې مې خپلې، خپلې

واک یې د دیو، غږ مې ایستلی نه شم

چا ته ویلی نه شم

خپلو اوبو ته چې ودریږي، زرینه په کار ده

کک پهلوان ته حوصله په کار ده

هر څه به جوړ شي

اوبه، اور به نه وي

د پردي کور به نه وي

۲۰/۰۵/۲۰۱۸

هیدر سلیف

ډنمارک

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply