له طالبانو سره څو مقدماتي خبرې

سيد حسين پاچا

709

دکتور محمد عثمان تره کی :

له طالبانو سره څو مقدماتي خبرې

زموږ غوندې د اروپا په خيرات روږدی تکنوکرات طالب پلوی د غرب اشغال غندي، خو د پنجاب اسلامي اشغال نه

يو څوک چې ايمانًا واخلاقًا د بېګانه وو د اشغال مخالف وي، نو پنجاب خو هم زموږ لپاره خپل نه، بلکې بېګانه دی. اشغال اشغال دی ولو که په هره بڼه وي

نوټ : هغه حقوقي وقانوني له سياسي اړخ سره ګران دوکتور تره کي ته سپارم، ولې له شرعي يا ديني اړخه يو حکم چې مشروع يا نامشروع وي هغه د ټول اسلامي امت لپاره يو شان ته وي استثنا نه لري. که د ختيځ و لويديځ اشغال [روسانو او امريکا + برتانيا] نامشروع بولو، نو د ګاونډي هغه هم د برتانوي استعمار پاتې شوني اشغال څنګه وبولو؟ ضياءالحق دوو ټکو ته اشاره کړي : يو دا چې د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان زغملی نه شي او بل دا چې افغانان د خپل جهاد سياسي نماينده ګي (استازولي) نه شي کولی. زه پوره باور لرم چې زموږ دغه د پاريس غربي طالب هډو له ديني ارزښتونو سره لا څه ان چې خپله د فرانسې د مُډرن او نه له نورو نړيوالو قوانيو سره اشنايي نه لري. داسې برېښي چې نوموړي پخپل وخت کې له غصب او ګواښنې او هم د زور تحميلونې په تړاو هډو هېڅ نه دي لوستي. نوموړی پخپله زړه فلسفه کې د خپل جنون اوج ته رسېدلی.

ښاغلی دکتور تره کی،

زه تاسې ته ايمانًا واخلاقًا  له علمي او سپينروبۍ پلوه د زړه له تله درناوی لرم، خو ځينې يو اړخيز او بې سروبوله قضاوت مو هم د زغم وړ نه دی.

ضياءالحق :

پاکستان په خپل ګاونډ کې خپل سري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.

افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي.

کرنيل امام :

نصير الله بابر چې يو ډېر وطند دوسته سړی وو او ډېر لوی سوچونه او ارادې يې درلودې. هغه له بهټو صيب سره سلا مشوره وکړه چې له افغانستانه راغليو ډلو ته چريکي جګړه ور زده کړو. سره له دې چې پوځ سره په ځينو برخو کې هغه زمانه کې د بهټو صيب سره اړيکې ښې نه وې، خو دا چون د پاکستان د خوندي کولو خبره وه، نو ځکه بهټو صيب پوځ په دې قضيه کې راداخل کړ. دا لومړی ځل وو چې د پاکستان پوځ د افغانستان په اړه په يوه مساله کې را ښکيليږي. د پوځ لوی درستيز هم د بهټو صيب خبره ومنله او په دې برخه کې يې د ځانګړې پالېسۍ جوړولو او کار کولو پلان ته ټټر وواهه.

کرنيل امام (امير سلطان تارړ) :

ما دا هر څه د پاکستان لپاره کړي چې د هلالي جنډه (بيرغ) په دې ټوله سيمه رپانده وي. هغه خپلې ټولې ناولې هڅې او موخې له جهادي پيره تر طالبي پيره په دې لاندې دريو ټکو کې رانچوړ کړي دي :

  • ګډوډي چې څنګه يوه ارامه او رسوخ داره ټولنه بېثباته (ناارامه کړي) او شورو غوغا جوړه کړي؟
  • د افغان ځوانونه روزنه چې څنګه يې د خپلې اوږد مهاله جګړې لپاره وکاروي؟
  • څنګه د سختيا (مشکل) په وخت کې له بهرنۍ مرستې پرته وړيا او په کم لګښت دومداره جګړه مخته يوسي؟

نوټ : ښاغلی دکتور تره کی چې زه ورته ډېر درناوی لرم، خو دا ترې هيله لرم چې د دغه منحوس او بېشرمه بېګانه جاسوس دغه درېواړه ټکي دې يوځلې ولولي او بيا دې د خپل لوستي قانون او هم د اسلامي ارزښتونو له مخې سره پرتله کړي چې مخکې زموږ د جهاديانو او نن بيا د جاهلو طالبانو له لورې به مرحله پر مرحله تطبيقيږي او مخته به ځي ايآ دکتور صاحب په دې هم پوه دی او يا نه چې ((لا اکراه فی الدين)) نو چې په دين زور او جبر نشته، نو ايا د ضياءالحق او اړوندانو دا له کينې او عُقدې ډکې خبرې او څرګندونې څنګه توجيه کړو؟ زما په اند د نوموړي سياسي مخالفت به له ښاغلي غني سره د علم سپکاوی وي برابره خبره ده چې هغه اسلامي او يا نور عصري زده کړو علم وي. د يو عالم سپکاوی د بل عالم له شان سره نه ښايي.

د سردار داوود حکومت چې کله دهغه خوځښت د مخنيوي هڅه وکړه، نو کابو د ۳۵ په شاوخوا کې يوه ډله چې استاد برهاالدين رباني، ګلبدين حکمتيار او احمدشاه مسعود په کې شامل وو پاکستان ته راغلل. استاد سياف هم د دوی سره ملګری وو، خو هغه په لاره کې نيول شوی وو او په زندان کې پروت وو.

د پاکستان ډېر وفادار او په پاکستان مين ذوالفقار علي بټو نصير الله بابر ته دنده وسپارله چې له افغانستانه راغلې دغه ډله منظمه کړي.

نصير الله بابر د جماعت اسلامي د مشرانو په مرسته کابو ۶ مياشتې په صوبه سرحد کې وساتل او د يو تنظيم په جوړولو يې کار وکړ. يوه ورځ راته نصير الله بابر صيب وويل چې په يو تنظيم کې د افغانانو راټولول دومره سخت کار وو، لکه په ډنډ کې چې چينډښې راټولوې.

کرنيل امام ورپسې زياتوي :

په افغان مجاهدينو کې يوه داسې شور او ولوله پيدا کړې وه چې د امريکا ولسمشرانو جيمی کارټر او صدر ريګن به يې تل صفتونه کول.

((يوه شپه جنرال صيب ضياالحق مونږ څو لوړرتبه نظامي افسران ماښامنۍ ته مېلمانه کړي و د ضياصيب لخوا همدا خبره وشوه چې کارټر او ريګن وايي افغان مجاهدين د اسلام ريښتيني ساتونکي دي. په دې سره اول ضيا صيب او بيا ټولو حاضرينو ښه شېبه وخندل)).

نوټ : زموږ دغه د پاريس طالب دې دېته هم سوچ وکړي هغه اسلامي حکومت چې موږ مجاهدينو او اوس يې طالبان د راتلو او عملي کېدو خوبونه ويني د هغې پسې اسلامي حکومت پسې خو ((مرد حق او مرد مؤمن)) او ((شهيد جهاد افغانستان)) له خپلو نظامي واستخباراتي چارواکيو سره پخپله په نيمه شپه کې خندل او ملنډې يې پرې وهلې، نو زه له خپل دغه له مسلکي قانونپوه څخه پوښتم چې تاسې په اسلامي ونااسلامي لاسوندونو کې داسې کوم دک ودليل (ثبوت) راوړاندې کولی شئ چې يو څوک دې د هغه اسلامي نظام پسې چې پخوا يې د مجاهدينو او نن به يې د طالبانو په وسيله په افغانستان کې تطبيقوي ملنډې وهلې وي؟

مونږ ډېر کوشش وکړ چې د جمعيت اسلامي او حزب اسلامي په مشرۍ افغانستان يو سياسي حکومت جوړ کړي خو ددوی ترمنځ اختلاف، جنګونو او شخړو مونږ په يو بل فکر مجبور کړو او دا مو د ځان له پاره يوه ښه لاره وبلله چې د طالبانو ملاتړ وکړو او يوه سيمه د ځان له پاره خوندي پيدا کړو.

کرنيل امام ورپسې داسې زياتوي :

د استاد سياف له خوا عربانو سره ډېر ښه کمونېکېشن شوی وو او مرستو يوه لويه برخه د جلال الدين حقاني د دفتر او استاد سياف د دفتر له خوا تر لاسه کېدلې او دا هغه څه وو چې مونږ ته خواشينونکي وو.

په جلسه کې د اکثره مشرانو رايه دا وه چې ”د افغان جهاد د نګرانۍ مشري بايد تل د پاکستان لاس کې وي او بل هرڅوک که دې ميدان ته را ګډيږي، نو بايد د پاکستان له لارې خپل کارونه مخ ته يوسي.“.

  • د افغان جهاد د نګرانۍ مشري بايد تل د پاکستان لاس کې وي،
  • او بل هرڅوک که دې ميدان ته را ګډيږي، نو بايد د پاکستان له لارې خپل کارونه مخ ته يوسي.

د يو اوږد ميټينګ او بحثونو وروستو ماته يوه نوې نقشه په لاس کې را وسپارل شوه.

زه د پنځوسو په شاوخوا کې نوی کمانډران ټريننګ کړم، ددغو کسانو ځانګړتياوې هم را وښودل شوې، ”دوی بايد د عصري زدکړو پر ځای ديني زدکړې ولري“. ديني زدکړې يې هم بايد د نړيوالو عصري سيسټمونو پر ځای د مدرسو او جماعتونو له لارې تر لاسه کړي وي. زمونږ داسې کسان پکار وو چې هغه بايد دينداره وي او په دې فاني دنيا غولېدونکي نه وي.

مولوي محمد نبي محمدي چې د افغاني مجاهدينو لنډرانو په منځ کې تقوا دار او پاک مجاهد وو. له پاکستان سره يې خاص مينه وه او تل به يې مونږ ته د پاکستان د بقا دعا ګانې کولې.

مولوي محمد نبي ساده او مخلص انسان وو. د هرې مرستې له پاره به مو چې پرې غږ وکړ، نو نه يې نه کوله. د مولوي محمد نبي محمدي صيب ګروپ کې يوه ځانګړتيا دا وه چې د افغانستان زيات شمېر ديني عالمان په دې ډله کې وو او د مدرسو طالبانو به هم دې خوا ته ډېره مخه کوله. هغه رنګه اشخاص چې زما پکار وو هغه مې دلته پيدا کولای شول.

په همدې دوران کې مې په يوه جلسه کې د مولوي صيب محمدي نه دهمداسې ځوانانو غوښتنه وکړه چې زه بايد هغوی ته ځانګړې روزنې ورکړم.

د جګړې پټ اړخونه :

د ۲۰۱۱ ز کال د مئ مياشت کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته پاکستان افغانستان ته وړانديز وکړ چې دا وړانديز له کوم لاسليک پرته افغان حکومت ته ورکړل شو او پکې ليکل شوي وو که دا يوولس شرطونه ومنل شي، نو طالبان جګړه ختموي او سوله کوي. دا پټ شرطونه څه ول؟ دا شرطونه پر خپل ځای پاته دي، که دا د ذلت شرطونه ومنو، نو سبا هم سوله راتلای شي.

هغه شرطونه په دې ډول دي :

  • لومړی شرط :

پاکستان وايی چې تاسې هېڅکله بايد د ډيورنډ کرښه ونه وايی، بلکې سرحد ووايی. د دې سرحد د ساتنې (امن) لپاره بايد ګډ کاري کميسيون (ټيم) جوړ شي.

  • دويم شرط :

د اوبو پر سر بايد د افغانستان وپاکستان ترمينځ کومه شخړه نه وي. دواړه هېوادونه بايد يو هوکړه ليک لاسليک کړي چې کومه شخړه رامينځته نه شي. دا يو څه معقول شرط وو.

  • درېيم شرط :

د افغانستان د پوځ او ملي امنيت دېرش سلنه ( ٪۳۰ ) به په پاکستان کې وګورئ (وروزئ)،

  • څلورم شرط :

پاکستان بايد له قيد وشرط پرته منځنۍ اسيا ته لاسرسی ولري،

  • پينځم شرط :

افغان حکومت بايد [ټول] ستراتيژيک تړونونه له غرب (لويديځ) سره لغوه کړي.

  • شپږم شرط :

د افغانستان د کانونو او زېرمو په کېندنه کې بايد پاکستان، چين او افغانستان ونډه ولري او د حساب / حصار حق ولري. نورو شرکتونو ته بايد اجازه نه وي چې په افغانستان کې کانونه استخراج کړي.

  • اووم شرط :

د پاکستان او افغانستان د استخباراتو ترمينځ بايد اړيکې جوړې شي. يا په بل عبارت د افغانستان استخبارات دې د آی ايس آی يوه څانګه وګرځي.

  • اتم شرط :

که چېرې تاسې خپل تړون له لويديځو هېوادونو سره لغوه کوئ او که تشه رامينځته کيږي، نو ژمنه کوو چې چين، پاکستان او افغانستان به يوه ستراتيژيکه هوکړه رامينځته کړو. که امريکايان وځي، نو ستونزه به پاکستان او چين حل کوي.

  • نهم شرط :

د هندوستان قونسلګرۍ چې په ولايتونو (کندهار، هرات او ننګرهار) کې دي بايد وويستل شي. او هندي شرکتونو ته بايد اجازه ورنه کړل شي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

  • لسم شرط :

هغه کسان، شخصيتونه، ميډيا (رسنۍ) او نور چې د پاکستان ضد څرګندونې کوي بايد چوپ (غلې) شي. که نه چوپ (غلې) کيږي، نو بايد وتړل شي.

  • يولسم شرط :

د ډيورنډ کرښې آخوا له پښتنو مشرانو سره خپلې اړيکې پرې کړئ. که افغان حکومت غواړي چې پښتنو مشرانو ته بلنه ورکړي چې پښتانه مشران افغانستان ته راشي بايد د پاکستان له حکومت څخه اجازه واخلي. موږ به هم همداسې کوو. هڅه دې وشي چې پښتانه سره بيل (جلا) شي. کوز پښتانه بايد خپله سياسي قبيله سياسي قبله اسلام اباد وګڼي او د نورو پښتنو قبيله قبله بايد کابل وي.

 

دا يوولس غوښتنې وې. که دا غوښتنې ومنل شي، نو افغانستان شا تګ ته ځي. هغه پټ جنګ کې چې موږ يې قرباني ورکوو هغه دا يوولس مسايل دي. افغانان به هېڅکله دا ذليله شرطونه ونه مني.

 

خلک وايی چې تاسې د افغانستان د پت ساتونکي نه ياستئ، خو موږ د افغانستان د وقار ساتونکي يو. که نن ووايم چې زه افغان نه يم، نو بيا پر ما باندې هېڅکله بريد نه کيږي.

مشرف پخپل کتاب د 21 څپرکي په 215 مخ کې د اور پر ليکه کې داسې ليکي :

Virtually the entire world had made the mistake of not recognising the Taliban regime and establishing embassies in Kabul. I had propounded a different approach, asking several important world leaders to recognise the Taliban so that we could put collective pressure on them to change. If seventy or eighty countries had established embassies in Kabul, we might have been able to exert some influence on them. I said so to President Bill Clinton, and to then Crown Prince (now King) Abdullah bin Abdul Aziz al Saud of Saudi Arabia, and to Sheikh Zayed bin Sultan Al Nahyan of the UAE. Crown Prince Abdullah was most critical of Mullah Omar and called a liar. “I can never join a liar,” he said to me. “I hate liars.

تاسې ګورئ چې دا تور کونی مشرف څومره هوښيار وچالاک دی چې له يو لورې ځان سپين باز ښيي او له بل لورې بيا نړيوال پړه بولي چې د دوی حکومت يې په رسميت ونه پېژنده. ان تر دې چې له ښاغلي کلينټن، پاچا عبدالله بن عبدالعزيز او شيخ زايد بن النهيان څخه يې غوښتي وو چې طالبان په رسميت وپېژني، خو پاچا عبدالله تر ټولو زياته پرې نيوکه کوله او ملا محمدعمر يې دروغژن بللو او مشرف ته يې په زغرده ويلي وو : ((له دروغژن سره نه يوځای کېږم)) او ويلي وو : ((دروغژن مې نه خوښيږي)).

نن هماغه د لابۍ ډول عمرانخان غاړې ته اچولی او له نړۍ ورته د رسميت پېژندنې غوښتنې کوي، نو داسې يو نظام چې هغه زموږ د داسې يو تاريخي دښمن په لابۍ رامينځته شي تاسې يې څنګه توجيه کوئ؟ ايا هغه به خپلواک وي او يا نه؟

د عبدالله ګل د حميد ګل زوی تازه څرګندوې

Facebook

پلار مې؛ له افغانستان روسان وباسل او د مجاهدينو په مرسته يې د ډاکټر نجيب الله حکومت ړنګ کړ، دا ځل به زه د طالبانو په مرسته :

  • د افغانستان اوسنی حکومت او جمهوريت؛ له منځه وړم (۱)،
  • چې افغانستان بيا په کنډواله بدل (۲
  • او د پاکستان؛ له سيالۍ ولوېږي (۳).

طالبان کاملاً زما د هدايت تابع دي او دوی ته مو دا دنده ورکړې، چې :

  • د افغانستان اقتصادي زېربنا (۴)،
  • دولتي تاسيسات (۵)،
  • حکومت او جمهوريت (۶)؛ له منځه يوسي.

ښاغلی دکتور تره کی،

که له تاسې وپوښتل شي چې تاسې چېرې اوسئ، نو ښکاره خبره چې ځواب به د جمهوريت تر سيوري لاندې وي، نو داسې يو اسلامي امارت چې هغه هېڅ له نه اسلامي او نه له مُډرنو قوانينو سره اړخ لګوي. هغه چې چا چې رامينځته کړی او هر اړخيز ملاتړ يې کوي د ځان لپاره يې څه ان چې د کشمير لپاره يې هم نه غواړي. اوس دا ځلې بيا غواړي چې يو ځل مو له خاورو سره خاورې او په نړيواله کچه مو تجريد او منزوي کړي او د تل لپاره داسې يو اقتصادي ګوزار راکړي چې په لسيزو يې بيا ډکه نه شو کولی.

که له تاسې د يو سپينروبي په توګه وپوښتم ايا وبه کولی شئ چې زما مخکې سورة الفاتحة او يا سورة الاخلاص په سمه توګه تېر کړئ؟

هغه مخپټي خو تېره ورځ چې د کابل نيول د مکې له فتحې سره ورته وبلل او په خپل لومړي مطبوعاتي کنفرانس کې يې د سورة الفتح څو اياتونه تېر کړل چې پکې ورخطا او ګډوډ شو. که له ديني اړخه له تاسې د يو حقوقپوه او قانونپوه په توګه وپوښتم تاسې څنګه انګېرئ چې د کابل نيول د بېګانه وو په مرسته د مکې له فتحې سره پرتله کېدای شي؟ ايا داسې مستند قرآني وحديثي دک و دليل (ثبوت) به راوړاندې کړی شې او که د پنجاب د پروپاګندي ماشين له مخې چې هغوی د کابل نيول د ځان لپاره د مکې له فتحې سره ورته بولي او هم د بايلل شوي بنګال مجرايي يې بولي قضاوت کوئ؟

په درنښت

سيد حسين پاچا

د طالبانو سره څو مقدماتې خبري – DawatMedia24

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.