له جمهوريت تر امارته

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

917

د ديموکراسي او اسلامي نظام د نفاذ دعوه لرونکو ځانونه جامع الکمالات، له هر عيب او نيمګړتيا څخه پاک ګڼل، غني په ديموکراسي کې د څو اسلامي کتابونو د تأليف دعوه کوله او د قطر د دفتر خلکو خو  د جګړې په ډګر کې د دښمن ماتولو په څير په سياست کې هم نړئ ماته ګڼله. په دواړو اړخونو کې سولې ته د اړتیا احساس شتون نه درلوده، د يو بل د اغيزو منلو وړتیا يې سلب شوې وه. اوس دواړه خواوې ځانونه سپين چرګان ګڼي، خو ولس او هيواد د سمندري څپو په منځکې د ژوندي پاتې کېدو لپاره هڅه کوي.

متأسفانه دلته هر څوک چې ارګ ته راشي نو د واک په رقابت کې د حريفانو د حذف او نفى کولو هڅه کوي. نتیجه داسې شي چې نه د ولس لپاره د خدمت جوګه شي او نه هم خپل ديني مسئوليت ادا کړاى شي. هغه متل دى چې؛  “نه د دين شي او نه د سادين”  د ديموکراسي ډنډه مارانو سترې او هسکې دعوې کولې او ننداره ايزو کړنو ته يې مخه کړې وه. د خپل ولس هيلې او توقعات يې نه اوريدل. سوله يې د واک د ساتلو په شرط منله. نتیجه يې زموږ مخته پرته ده. هغه متل ورباندې ريښتيا شو چې “هم بوره هم بدنامه”

د غلط دود له امله ناکامه شوې ډلې خپلې غلطيانې نه اروزي او تازه واک ته رسېدلي خلک د ولس د ذهني تړاوونو کلتوري ارزښتونو سيمه ييزو او نړيوالو نزاکتونو او حساسیتونو باندې د ځان پوهولو فکر نکوي. د انتقاد منلو پرځاى د چاپلوسانو مداحي خوښوي. د نيوکو د اوريدو پرځاى د چکچکو په پړکا او د شعارونو په غوغا مين دي.  د سمون او بدلون لپاره د مبارزې پرځاى ړنګون ته د لومړيتوب حق ورکوي.

له تېرو څلورو لسيزو راهيسې په توپانونو کې اوسېږو، په ناورینونو کې کړيږو او په ماتمونو کې شپې سبا کوو خو لاهم ژوندي يو، خوراک کوو، اکسیجن اخلو او نور د ژونديو موجوداتو په شان ځانګړتیاوې لرو. “زموږ خواره قسمته! چې ښادي دې نصيب نشوه له جمهوريت تر امارته”

پخوانى ولسمشر غني ښه استاذ، ښه اقتصاد پوه، په نړيواله ژبه باندې يې ښه استدلال کولاى شو، د اقتصادي ستونځو د حل لارې چارې ورته معلومې وې، خو د نوموړي د ليکلي کتاب د عنوان په خلاف، نوموړي ونشو کولاى زموږ ناکام دولت جوړ کړي.  نن يې عذر بدتر ازګناه ته تعجب شوم چې د ننګرهار او خوست له سقوط څخه د تېښتې په مهال چورلکې ته له ختو لږ شېبه وړاندې خبر شوى دى. موږ د بدو پايلو درلودلو له امله قطعاً نه غوښتل د نوموړي ترمشرى لاندي نظام نسکور شي، خو ارګ ميشتو ټولو د سولې لپاره د واک د قرباني ورکولو پرځاى نظام قرباني کړ او هر څه يې په سيند کې لاهو کړل.

که په حال باندې را وڅرخيږم نو باید ووایم چې استثنا شته، خو د امارت ډيرى چارواکي متأسفانه هغه پخواني خلک نه دي چې په خبرو باندي مضبوط ولاړ وو. اوس يې خبرې او عمل خورا زيات توپير لري. د عامه عفوې فرمان يې ټکنى دى. اوس مرموز قتلونه او ربړونې ورځنى معمول دى. د مديريت د وړتیاو نشتوالى يې د حکومت بقا ننګوي. ځانونه د هغه څه مسئول ګڼي چې ژمنه يې کړى وي. د لوږې د ختمولو لپاره ځانونه برئ الذمه ګڼي. خداى ته د عذرونو او زاريو کولو توصيه کوي.

که موږ په اسلامي نظام کې د حکومتولي مسئوليتونو ته ځير شو، نو پوهيږو چې حاکم  که ژمنه  کړې وي او که يې نه وي کړې،   د خپل ولس د لوږې بيکاري او د ستونځو د مخنیوي په هکله مسئول ګڼل کېږي. په دغه تړاو د خلفا راشدينو زرين تاريخ زموږ په مخکې پروت دى.

د ځينو چارواکو خبرې او کړنې د ولس په زخمونو د مالګو اچولو ته ورته والى لرى. افغانستان د دغه عظيم ملت کور نه، بلکې شخصي ملکيت ګڼي او د چارو واګې ملي امانت نه، بلکې د غنيمت مال ګڼي. يوازې امرونه او فرمانونه شغوي. دغه ډول چارواکي نه پوهېږي چې په ماضي کې هم دلته ډير بخت ازمويونکى د ترانو، اتڼونو او شعارونه په بدرګه راغلل، ناکام شول او په بدناميو ککړ بيرته ووتل.

موږ په ملي کچه ټاکل شوې موخې او د ملي ګټو تعريف نلرو. سليقه، قوميت، ګوند، ژبه او د مشرانو جزباتي ويناوې له مشرانو څخه زموږ د پلوي کولو اساس جوړوي او مخالفت مو هم په همدغو نورمونو ولاړ دى.  ملي زعامتونه په تدريجي توګه د ستونځو په ګردابونو او د ناورينونو په  لابراتوارونو کې له ازموينو وروسته، له خپل ولس سره د يو ځاى اوسيدو او له بدمرغيو سره د مبارزې په پايله کې را ټوکېږي، خو زموږ بدمرغي داده چې رهبري مو د نورمال پروسې په نتیجه کې نه، بلکې په مهندسې شوې توګه له بهر څخه را باندې تپل شوې او يا د ځنګل د قانون پربنسټ هر چا چې ډير قتلونه کړي دي هغه را باندي خپل ځان مشر منلى دى

له ټولو ناکامو تجربو سره سره د افغانستان خلک  لاهم احساساتي مزاج لري. په مړو پسې ژاړي، خو ژوندي په کاڼو ولي. د هيواد مينه يې له وينې سره ګډه ده او د هرې ناروا کړنې په اړه غبرګون ښئي خو ستونځه دلته چې د موخو پرځاى په مخونو پسې ګرزي. اشخاص خپله قبله ګڼي. د ملي ګټو پرځاى د ګوندي سمتي او ژبنیو ګټو لپاره مبارزه کوي. ځکه خو يې د سمون او بدلون لپاره غږونه محوريت او مرکزيت نلري، مبارزې ته ځنځيري شکل نشي ورکولاى، فکري استقامتونه او ذهني لومړيتوبونه يې توپير لري.

موږ ملي سالمې رهبري ته اړتیا ده، همغږي ته ضرورت لرو او تر ټولو مهمه دا چې د ملي واحدي اجندا په شاوخوا راټوليدل د وخت تقاضا او د بريا راز دى. نه د انتقام لپاره ځاى شتون لري، نه د سياسي امتیاز ترلاسه کولو لپاره فرصت شته او نه هم ګوند، سمت، ژبې او قوم د ګټو لپاره د مبارزې وخت دى. که دغه لار نه نيسو، نو تل به د ګاونډيانو د ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره اله يو تل به يو محتاج او محکوم هيواد لرو او له نړيوالو سره د سيالۍ په فضا کې د ژوند تېرولو ارمان پوره کيدلو خوبونه به مو بې تعبيره پاتې وي.

د هوسا، ازاد، اباد او ښېرازه هېواد په هيله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.