د طالبانو د تلاشۍ پوستو د مسئولانو په ډزو د وژنو پیښې ډيرې شوي دي

602

د وروستیو میاشتو په جریان کې د طالبانو د امنیتي پوستو د ساتونکو له خوا یو شمیر ملکي کسان په ډزو وژل شوي دي. دغه پیښې چې د افغانستان په مختلفو سیمو کې شوي، ځینې ېې د خلکو د ډارولو په موخه د طالبانو له خوا عمدي بولي.

Taliban control at checkpoints in Kabulد طالبانو امنیتي ځواکونو د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲م کال د فبروري ۱۹مه) د کندهار ښار په سويل کې پر يوې ریکشا ډزې وکړې چې په  نتیجه کې يې يوه ښځه ووژل شوه او دوه تنه نور ټپیان شول.

دغه پيښه د کندهار ولایت د والي ویاند محمد اعظم او د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس احمد سعيد تصدیق کړې ده.

چارواکو وويل د ريکشا چلونکي د تلاشۍ په پوسته کې ريکشا ونه دروله سر بیره پر دې چې طالبانو ورته د درولو امر هم کړی وو.

د آلمان خبري آژانس (dpa) د دغو چارواکو له قوله لیکي چې په پيښه کې ښکیل تورن کسان نیول شوي دي.

تر دې مخکې د جمعې په ورځ د کابل ښار د پولیسو د درېمې حوزې په مربوطاتو کې هم يو کس چې ويل کيږي ډاکټر وو، ظاهراً د ورته دلیل له مخې د طالبانو د امنیتي ځواکونو د تلاشۍ په پوسته کې ووژل شو.

ياد آژانس زیاتوي چې د دسمبر میاشتې راهیسې دغه ډول شپږ نورې پيښې په بدخشان، هرات، بلخ او کابل ولایتونو کې شوي دي.

د دغو پيښو په قربانیانو کې يو ماشوم، يو ډاکټر، یو ټکسي چلونکی، یو حکومتي مامور، یوه ځوانه میرمن او یو ځوان سړی شامل دي.

طالب چارواکو په کابل کې د رامنځ ته شوو درو قربانيانو کورونو ته ورغلي او د هغوی د کورنیو غړو ته يې د عدالت ژمنه کړې ده.

سر بیره پر دې چې طالبان په ټول هیواد کې د امنیت د تامين ادعا کوی، خو تر څنګ تقریباً هره ورځ د محاکمې د دخالت پرته وژنو، اختطاف، خپلسري نیولو او په ډزو د وژلو په څير مواردو رپوټونه ورکول کیږي.

د سیاسي او پوځي چارو افغان کارپوه، اسدالله نديم په دې باور دی چې دغه ډول پيښې په تصادفي توګه نه، بلکې د طالب پولیسو له خوا په عمدي توګه ترسره کيږي. هغه وايي دغه ډول کړنې د طالبانو د ویرې او ارعاب پخوانۍ پالیسي او تکتيک دی چې په اغیزمنه توګه ورڅخه کار اخلي.

ندیم وايي: «طالبان عمدا خلک ډاروي.» هغه زیاتوي: «دا د هغوی فلسفه ده چې خلک وډار کړي او خپل فرمان وړونکي يې کړي.»

د طالبانو د حکومت چارواکي په ځينو مواردو کې د خپلو جنګیاليو تېروتنې مني، خو دا چې دوی دې دغه ډول کړنې عمدا وکړي، دغه ډول ادعاوې يې تل رد کړي دي. طالب چارواکو د دویچه ویله سیاسي خپرونې (پخلاینې) ته په کراتو ويلي دي چې دوی د خپلو جنګیالیو په لیکو کې تصفیه کوي او د هر ډول خپلسري کړنو مخالف دي، عاملان ېې نیسي او مجازات کوي يې. دوی همدارنګه وايي چې ډيری وژنې د شخصي خصومتونو پر اساس کیږي چې عاملان يې نیول کيږي او دوی د دغه ډول پیښو مخالف دي. سره له دغو ژمنو هم د تلاشۍ په بېلابېلو پوستو کې د ملکي خلکو د وژنې مختلفې پېښې رپوټ شوې دي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.