مخه ښه

نقیب احمد قریشي

641
نظم: په خپل انداز کي
مخه ښه:
ـــــــــــ
د کشمیر لوري! د کابل او د ګواه لوري!
ای د نشې د سمرقند او بُخارا لوري!
د ګیلاس لوري د شراب او د مینا لوري!
د ناروا لوري!
ولاړم! ـ د خدای په امان!
د آتشي غرو د سکروټو د لاوا لوري!!
د مسجد لوري، د مندر او کلیسا لوري!!
څه دي راوکړل؟ د قرآن او د ګیتا لوري!
د ناروا لوري!
ولاړم! ـ د خدای په امان!
د سرو شرابو د خُمونو د غوغا لوري!
د هوی و های د محفلونو د شرنګاه لوري!
څه دي راوکړل د ژړا او د خندا لوري؟!
د ناروا لوري!
ولاړم! ـ د خدای په امان!
د پریان لوري، د هرات او ګندارا لوري!
تا ولي هر څه اور ته ورکړل د یما لوري؟!
د شنه ارغند، د سپین کابل او د بوُدا لوري!
د ناروا لوري!
ولاړم! ـ د خدای په امان!
اور او اوبه یې د تیارې او د رڼا لوري!
څه د اضدادو مجموعه یې د بلا لوري!
د ښویېدلي سړي لوري د هُدا لوري!
د ناروا لوري!
ولاړم! ـ د خدای په امان!
خو زه:
یوه کیسه نه لرم، ګراني د هیچا زوی نه یم!
له ټولو بېل یم، د تیارې او د رڼا زوی نه یم!
نه د غریب یم، نه د خان او د باچا زوی نه یم!
د ناروا زوی نه یم!
ښاا! ځې نو!
په مخه دي د اور ګلونه!!
ــــــــــــــــــــــــ
20/02/2022 ـ کندهار
نقیب احمد قریشي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.