افغانستان-روسیه؛ له سیاسي کړکېچ تر اقتصادي یارانې

عبدالوافي نایبزی

650

د افغانستان او روسیې تر منځ د اقتصادي اړیکو بحث لږ پېچلی ځکه دی، چې د روسيې په تاریخ کې چې اوس هم زموږ د هېواد نوم راشي، نو یو ډول حساسیت ورسره راپارېږي، روسیه په‌خپل سیاست کې د «افغانستان سنډروم» نوم ورکوي، افغانستان سنډروم په‌دې مانا چې شوروي دلته ماتې خوړلې‌ده او د افغانانو احساسات او جذبات لا د روسيې پر وړاندې هماغه ډول دي، لکه څنگه چې د ۱۹۷۹ او ۱۹۸۹ز کالونو تر منځ د جگړې پر مهال حساس وو، هغه جگړه چې ۱۵زره روسي ځواکونه او دوه مېلیونه افغانان په‌کې ووژل شول، مېلیونونه نور افغانان بې‌کوره، لکونه مېرمنې کونډې، لکونه نور معیوب او تر شا یې یو عالم بدبختۍ پرېښودې.

له دوییمې نړیوالې جگړې وروسته د نړۍ شتمنو هېوادونو له غریبو هېوادونو سره له ۲ ټرېلیون (دوه زره بېلیونو ډالرو) ډېره مرسته وکړه، تر څو غریب هېوادونه پر خپلو پښو ودرېږي او اقتصاد يې وغوړېږي، خو پوهېږئ، څه وشول؟ له ۷۰ هغه ډېر هېوادونه چې بېرونۍ مرستې يې ترلاسه کړې‌وې، لا پسې نېستمن شول او اقتصاد يې لا بد حالت ته ورسېد. دا خبره مې تر دې پورې وکړه، چې د بل له کوره پخه ډوډۍ راتلل زموږ کندو نه‌شي ډکولای، باید خپله لاس په‌کار شو.
*********

د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي همکاریو عملي پیل:
په سیاست کې دایمي دښمن په ملگري او دایمي ملگری په دښمن بدلېدای شي او نن ورځ يې عملاً گورو، چې روسیه، هغه چې زموږ د دښمن ستره دښمنه ده، اوونۍ وړاندې يې د روس په سېڼت پیټرزبرگ ښار کې د سېڼت پيټرزبرگ اقتصادي فورم په یو څنډه کې د افغانستان د سوداگرۍ او پانگې‌اچوونې خونې له استازو سره د دوه‌اړخیزه سوداگرۍ ډېرولو هوکړه‌لیک لاس‌لیک کړ. له‌دې وړاندې هم د افغانستان او روسیې ترمنځ په تېرو کلونو کې هم د تجارتي اړیکو د پراختیا لپاره هڅې شوې‌وې، خو اوس مهال دغه لېوالتیا له په‌خوا څو چنده څخه زیاته شوې ده. په ۲۰۱۲ز کې د افغانستان او روسیې ترمنځ لومړۍ گډه اقتصادي ناسته په مسکو کې ترسره شوه، چې بیا د هم‌هغې ناستې په تعقیب په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۶ز کې دوییمې او درېیمې گډې اقتصادي ناستې په کابل کې ترسره شوې، چې له دواړو لوریو څخه په‌کې سوداگرو او لوړ رتبه چارواکو گډون کړی‌وو، هماغه مهال د روسي پلاوي مشر «یوري سیټیورین» ژمنه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د تجارتي او اقتصادي د پراختیا په لاره کې هر ډول موانع له منځه یوسي او هڅې به ګړندۍ کړي چې دغه اړیکې ژر ټینگې شي او د روسېې حکومت او روسي شرکتونه چې هرڅومره وسه ولري خپله دنده گڼي چې له افغانستان سره مرسته وکړي او دا هېواد خپلو اهدافو ته ورسیږي.
*********

د دواړو هېوادونو مشترکې اقتصادي گټې:
دا ښکاره خبره ده، چې د افغانستان اوسنی اقتصادي وضعیت له خورا بد حالت څخه تېرېږي، او دا هېواد د امریکا او اروپايي ټولنې له لورې تازه د بندیزونو هغه لسټ ته داخل شوی‌دی، چې یو شمېر نور هېوادونه يې له کالونو-کالونو تجربه کوي، پر اوکراین د روسيې له برید وروسته د غرب او اروپايي هېوادونو یو لړ بندیزونه پر روسیه وضع شول، چې د روسيي د صادراتو چاره ورسره زیانمنه شوه، خو هر هېواد ته خپلې گټې مهمې دي، افغانستان اوس‌مهال د هر هېواد اقتصادي لاس‌نېوي ته اړتیا لري، خو د روسيې په‌څېر د نړیوال زورور لاس‌نېوی د دې بې‌وزله هېواد اقتصاد ښه غوړولای شي، راځو د روسيې-افغانستان په اقتصادي معامله کې د دواړو هېوادونو گټو ته:

لومړی، د «افغان ټرانس پروژه» د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان له طریقه د جنوبي اسیا سره نښلوي، په‌دې پروژه کې افغانستان، پاکستان، ازبکستان، قزاقستان او روسیه شامل دي. د غړیو هېوادونو د توافق پر بنسټ افغانستان د دې لارې د جوړېدو امنیت پر غاړه لري او غړیو هېوادونه به له یو بل سره د اوسپنې پټلۍ په‌وسیله سره ونښلول شي. دا هغه خوب وو، چې ارمانجنو افغانانو به له په‌خوا څخه لیده، چې افغانستان باید د منځنۍ اسیا د څلورلاري حیثیت خپل کړي او منځنۍ اسیا باید له جنوبي اسیا سره ونښلوي، همدا چاره اوس روانه ده، خو دلته باید ويښ اوسو، چې موږ یوازې د یو پروت سړک حیثیت ونه‌لرو، بلکې په وارداتو او صادارتو کې هم خپل نقش ولرو، کنه له گټې به یې تاوان ډېر وي.

دوییم، افغانستان د کرنې، انرژۍ او ټرانسپورټ په برخه کې د پانگې‌اچوونې غوره فرصتونه لري؛ او دا هغه څه دي، چې د روان کال د اپرېل د میاشتې په ۳۰مه نېټه د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لارووف د افغانستان په تړاو یو اقتصادي خبرپاڼه کې وویل، چې هېواد يې لېواله دی، چې له کابل سره په کرنې، انرژۍ او ټرانزېټ برخو کې مستقیماً کار وکړي. دا هغه څه دي، چې افغانستان ترې له تمې خلاف ډېره گټه پورته کولای شي.

درېیم، د اوکراین شر کې د افغانستان خیر: د ۲۰۲۰ز له جون راهیسي روسي شرکتونو افغانستان ته د مایع گاز صادرات په‌دې خاطر بند کړي‌وو، چې گوندې دلته د کورونا خطر ډېر دی او له‌دې صادراتو یې گټه هم لږه ده، خو کله چې د اوکراین جگړه پیل شوه، نو د راپورونو پر بنسټ روسي تولیدي شرکتونو یو وار بیا خپلې سترگې د افغانستان لور ته راواړولې، کابو دوه میاشتې وړاندې یو خبر وو، چې GPP روسي شرکت د قزاقستان له یو دولتي شرکت سره په گډه غواړي، چې افغانستان ته ۱۰زره ټنه LPG مایع گاز صادر کړي.

څلورم، ټاپي پروژه؛ که څه هم په ټاپي پروژه کې د روسيې کوم نقش نه‌شته دی، او لویه برخه پانگونه په‌کې د ترکمنستان هېواد ده، خو ترکمنستان او روسیې ته په لیدو سره دواړه هېوادونو کولای شي، چې په یوه اقتصادي چاره کې د افغانستان موفقین یا هم مخالفین شي. د دې پروژې قرارداد دېرش کلن دى چې تقریباً لس بېلونه ډالره پرې لگول کيږي او هر کال به شاوخوا درې دېرش میليونه متره مکعبه گاز هند او پاکستان ته صادرېږي. افغانستان هم کولی شي، چې د دغه گاز شپاړس سلنه وپلوري او افغانان ترې گټه واخلي. د دې پروژې مهمه گټه افغانستان ته بیا دا ده، چې هر کال به یوازې د پایپ‌لاین د تېرېدو له امله، دا هېوادونه څلور سوه میليونه ډالره ورکوي او هم به زرگونو کسانو ته د کار زمینه مساعدوي. بله مهمه گټه يې دا ده، چې دغه پروژه د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار له وروسته‌پاتې سیمو څخه تېرېږي او د دغو ولایتونو اوسېدونکو ته به ځانگړې گټه رسېږي. د ټاپي پروژې ټول اوږدوالې ۱۸۱۴کېلو مټره دی، چې شاوخوا ۷۷۴کېلو مټره يې له افغانستانه تېرېږي.

پنځم، د منځنۍ اسیا هېوادونه د روسي تولیداتو له‌پاره غوره بازارونه دي، دا خبره ټوله ته معلومه ده، چې روسیه د اوکراین سره په جگړه کې ښکېلېدو سره د یو لړ بندیزونو سره مخ شوه، د نړیوالو بانکونو دروازې يې پر مخ وتړل شوې، سوداگري ورسره لږه یا بېخي په ټپه ودرېده، گازو او طلا ته يې «نه» وویل شول، اوس له منځنۍ او جنوبي اسیا هېوادونو پرته مسکو ته بل اپشن نه‌دی پاتې او د منځنۍ او جنوبي اسیا هېوادونو تر منځ پُل بیا «افغانستان» دی.

روسیه د افغانستان، منځنۍ او جنوبي اسیا په اقتصادي مسایلو کې نسبت اقتصادي موخو ته ډېرې سیاسي موخې لري، چې د هېواد سیاست‌پوهان پرې کولای شي بحث وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.