سالم انتقاد، د سمون لاره او د پرمختګ زينه

عبدالوحيد وحيد

818

نن غواړم د انتقاد کولو او منلو په هکله درسره خپل معلومات شريک کړم.  زموږ په ټولنه کې د زغم او يو بل منلو د کلتور د نشتون له امله  انتقاد  اکثراً په تاوتریخوالي باندي اوړي. همدغه افراطي اړخ مو له ديني او ملي روحيې سره تقابل ته بيايي او ستونځه جوړوي.

زموږ د کړنو او څرګندونو په غبرګون کې د مخالفت ښودلو او ملاحظه وړاندې کولو په موخه د نورو خلکو قضاوت ته انتقاد ويل کېږي. د انتقاد ستونځمن اړخ دا دى چې موږ فکر وکړو چې مقابل لورى زموږ د درنښت او ارزښت احساس ننګوي. يا هم موږ داسې انګېرو چې د نورو په نيوکه کې زموږ عزت ته د ګواښ شتون لري او دومره پیاوړى دى چې کولاى شي زموږ  بقا وننګوي.

له دغه حقیقت څخه انکار نشي کيداى چې د مثبت انتقاد له منفي اغېزو څخه مثبته اړخ پياوړى ده. هغه دا چې نيوکه منل او نيوکه کول دواړه موږ ته فرصت برابروي چې ستونځه د تاوتریخوالي پرځاى د خبرو له لارې حل کړو. بله دا چې نيوکه د نورو خلکو په هنداره کې د خپل انځور ليدلو، د نيمګړتياو ارزولو، که اړينه وه سمولو ته فرصتونه برابروي او د پرمختګونو لامل ګرځي.  دا لومړنۍ وسیله ده چې موږ ورڅخه زده کړه کوو او وده کوو

دا سمه ده چې تاسو د چا له کړنو او څرګندونو سره مخالفت وکړئ خو حق نه لرئ چې د مقابل لوري دريز نفى کړئ او يا هم هغه  له دې امله پړ وګڼئ چې نظر يې ستاسو خوښ نه دى.  کله کله دوه مختلفې لارې يوه هدف ته رسيږي. سياسي او ټولنيز مخالفتونه له عقایدو سره مه تړئ. د ارسطو قول دى واى که هيڅ خبره نه کوې، هيڅ کړنه نه لرې او هيڅ شى نه اوسې، نو انتقاد به درباندې نه کيږي. زه د نيوکو په تړاو درې  ډوله سهوې پيژنم چې، زموږ له اټکل څخه زموږ د څرګندونو اهمیت ښکته ثابتوي.

١-  لمړنۍ سهوه مو داده چې  د نيوکې په مهال فکر کوو چې د مقابل لوري په څرګندونو کې زموږ خپل ارزښت ته ګواښ نغښتى دى. همدغه انګېرنه د ستونځو او شخړو بنسټ جوړېږي.

کله چې مونږ د بل چا په کړنو او څرګندونو کې خپل ارزښت او درنښت ته د شته ګواښ فکر کوو،  احساساتي کيږو، رغنده نيوکه کول  راته د خپل عزت د اعادې په پرتله په دوهمه کتګوري کې راځي، نو ځکه زموږ نيوکه د سمون راوړلو پرځاى پاروونکى شکل غوره کوي. ښه بېلګه يې د ماشوم طفلانه سهوې په تړاو د والدينو پاروونکى نيوکه ده چې د ماشوم د سخت غبرګون رامنځته کيدو لامل ګرځي.

٢-  دوهمه سهوه مو داده چې خپل ارزښت او درنښت ته د احتمالي ګواښ په غبرګون کې د مقابل لوري ارزښت او درنښت ته پام نه کوو. ډيرى وخت ډېرښه انتقاد هم په خپل درنښت عزت او شخصيت باندي له بريد څخه په دفاع متمرکز وي او همدغه تمرکز د مقابل لوري درنښت ننګوي.

٣-   دريمه اشتباه مو داده چې  د مدافع وکیل په څېر له خپل دريز څخه د دفاع لپاره د دلايلو راټولول او د قاضي په وړاندې استدلال کول او په خپلو دلائلو باندي سخت دريدل خپله وجيبه او دنده ګڼو. داسې تظاهر کوو چې زموږ دريز حق او مقابل اړخ له شک پرته په غلط موقف قرار لري.

زموږ استدلال حتماً واقعيتونه نندارې ته نه وړاندې کوي بلکې  په ساده ژبه د حقيقت يو اړخيزه ژباړه وي. خورا ګټوره به وي چې که موږ  د يقين په کچه باوري هم واوسو خو بيا هم خپل دريز د پرېکړې پرځاى د مشورې په توګه، د مونوګراف پرځاى د دوه اړخیز تفاهم په شکل، د مقابل اړخ دريز غلط ګڼلو پرځاى خپل نظر د ښه بديل په صورت کې  وړاندې کړو.

٤-    تر ټولو مهمه سهوه مو داده چې د واکمن کيدو او مشرتابه له امله زموږ د مسئوليت  ساحه  پراخېږي او له نيوکو څخه د مصئونيت ساحه مو تنګيږي. کله چې انسان د فرد په توګه په ټولنه کې ژوند کوي، نو د مسئوليت ساحه يې هم محدوده پاتې کېږي او له انتقاد څخه نسبتاً مصئونيت مومي، خو موږ د مسئوليتونو د سپارل کيدو په صورت کې هم لکه د فرد په شکل ځان له نيوکو څخه مصئون ګڼو او ستونځه هم همدغه ده.  د ټولنيز مسئوليت په مهال په نورو باندې زموږ د کړنو او څرګندونو اغيزې پريوزي او  اغيزمن خلک طبعاً غبرګون ښيي. همدغه غبرګون ته نيوکه ويل کېږي او د اغيزمنونکو خلکو حق دى.

د ليکنو د خپريدو په لمړنيو وختونو کې نيوکو او د سهوو په ګوتو کولو څخه وېرېدم او بهتره مې ګڼله چې په نرمو الفاظو باندي د ځواب پرځاي سخت غبرګون وښيم. د وخت تیریدو پوه کړم چې مثبتو او رغوونکو نيوکو ته مې غبرګون د پرمختګونو او سمون مخه نيسي او دا چې که ليکنو ته دوام ورکوم نو زده کړو ته اړتیا لرم.

وخت دغه هم راوښوده چې ځينې اشخاص پرته له دي چې له ما څخه وضاحت وغواړي زما ليکنې د خپلو تعبيرونو او معيارونو په ترازو کې تلي. کيداى شي هغوى يې مثبت انتقاد وګڼي، خو د خپل ذهنيت په کچه يې تعبيروي او لفظي بريد کوي.

اوس نيوکه قطعاً جدي ستونځه نه ګڼم. که نيوکه غلطه وه، په حساب کې يې نه راوړم. که مناسب نه وه د ځواب وړ يې نه ګڼم. که جاهلانه وه، دعا ورته وکړم او کنايتاً ورته نصيحت هم کوم او که رغوونکې وه نو نيوکه نه ده ورڅخه زده کړه کوم.

که کله موږ د مسئوليت په مقام کې قرار لرو، نو اړينه ده چې له نيوکو وروسته خپلې ټولنيزې کړنې بيا وارزوو، له نور دوستانو سره يې شريکې کړو، د هغوى نظر وغواړو او بيا په خپلو نيمګړتياو کې د سمون او بدلون هڅه وکړو.  که نيوکو منفي اړخ درلوده، له پامه يې وغورځوو، خو د تقابل او ټکر تګلاره نه غوره کوو. انسان په هر حال کله کله سهوه کيږي

انتقاد کوونکو ته مې مشوره داده چې سپک، توهينوونکي او پاروونکې الفاظ مه کاروئ. روښانه نقد وکړئ او له عيني واقعيتونو سره سم څرګند بديل وړاندي کړئ.  ډاډ ترلاسه کړئ چې نيوکه مو د مقابل لوري د شرمولو لپاره د خپل عقده مند ذهنيت ښکارندويي نه کوي او د امتیازاتو تر لاسه کولو لپاره نه دى، بلکې د سمون او پراخو ملي ګټو په موخه دي.

مشرانو، واکمنانو او ټولنیز مسئوليت درلودونکو ته مې وړانديز دادى چې؛ د خپلې غلطي د مالکیت حق خپل کړئ.  کله چې یو څوک ستاسو پام ته ستاسو تېروتنه وړاندي کړي، ګواښونه او غچ اخیستو ته مخه مه کوئ.   معذرت غوښتونکي لهجه وکاروئ.  د خپلو کړنو مسؤلیت په غاړه واخلئ.  نن ورځ ډیری حاکمان او نور مشران نه غواړي چې د خپلو غلطیو مالکیت ومني.  دوی تل پړه په  بل چا اچوي.  دغه ډول خلک  په يو ځاى کې د ډېر وخت لپاره بند پاتې کېږي.   د سهوو له منلو څخه ستاسو انکار کولی شي د یوې شیبې لپاره ټولنيزه فضا ارامه کړي، خو دا به په اوږد مهال کې ستاسو د شخصي پرمختګ په وړاندې خنډ وګرزي.

د نيوکو په هکله خپل لید لورئ بدل کړئ.  د دې پر ځای چې نیوکې ته د سپکاوي یا شرمونکي عمل په توګه وګورئ،  د خپل ځان د سمون لپاره يې د فرصت په توګه وګڼئ.  وروسته له دې چې تاسو  انتقاد ترلاسه کړ، سمدلاسه اقدام وکړئ، خپل اقدامات وڅارئ، ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو له اقداماتو څخه انتقاد کوونکي خبر شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.