موږ  خپل پور غواړو، خو امریکا  نور غواړي

عبدالوحيد وحيد

443

د امریکا د ولسمشر جوبایډن لخوا د افغان ولس د اوو ميلياردو ډالرو کنګل شويو شتمنيو د ويشلو اجرائیوي فرمان چې نيمايي يې د محکمې له پرېکړې وروسته د سيپټمبر يوولسمې د قربانيانو کورنيو ته د تاوان په توګه په پام کې نيولې دي او د پاتې نيمايي پيسو په هکله اوس له څو اړخونو سره خبرې جريان لري چې څه ډول زموږ خپلې پيسې د افغان مجبور او مظلوم ولس په نوم سره وويشي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سرپرست استازي نصير احمد فائق لخوا د نيويارک په ايالت کې محکمې ته په دغه تړاو د رسمي دفاعيه وړاندې کول مناسب ګام دى. د افغانئ د ارزښت د ساتلو لپاره اوسنى حکومت هم باید په دغه مورد کې لاس په کار شي. له خپلو سرچينو څخه په کار اخیستو او يا هم د افغانستان له دائمي استازولي سره د همغږي له لارې اړونده محکمې ته خپل ملاحظات او غوښتنې وړاندي کړي.

د اقتصاد، نړيوالو حقوقو او سیاست کارپوهان هم د دغو زيرمو په تړاو د عامه ذهنیت جوړونې په موخه د امریکا وروستيو څرګندونو ته د یو زبر ځواک د ذلت  د نښې په توګه ګوري، چې د نړۍ تر ټولو شتمن هيواد  د نړۍ د ترټولو بې وزله هېواد او هغو خلکو شتمني څنګه ويشي  چې امریکا ورباندې شل کاله وړاندې يرغل کړى وو، جنګي جنايتونه يې ترسره کړي وه او تير کال د اګست په میاشت کې  ورڅخه په شرموونکي ډول د تېښتې او د اوسني ناورين د رامنځته کولو پړه په غاړه لري. .

بايډن چې له افغانستان څخه د ناببره تېښتې او د مديريتي نيمګړتيا له امله د تورن مشر په توګه، د دې پر ځای چې په افغانستان کې د اوسني بحران د اصلي عامل په توګه محکمې ته وړاندې او مجازات  شوى واى،  د افغانستان په بهرنیو اسعارو باندې د وېش ګډولو لپاره د ذهنيت جوړولو لپاره کمپاين کوي.

که  ومنو چې د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو کورنیو ته تاوان ترلاسه کول د هغوى حق هم دى، نو دغه حق له هغه ملت څخه د کوم قانون په چوکاټ کې اخیستل کېږي چې هيڅ وګړۍ يې د سيپټمبر په پېښه کې تورن نه دى؟   د بايډن لخوا غصب شوې شتمني د افغانستان د بې وزلو ولسونو ملکيت دى، د افغانستان د پولي واحد افغانئ د ارزښت ساتلو لپاره باید خوندي وي او يوازې افغان ولس پکې د تصرف حق لري.

تر ټولو زياته د حیرانتیا خبره دا ده چې په نيويارک کې عدالتي بهیر په خپل ذات کې سترې نيمګړتياوې  لري. لمړى دا چې په دغه قضیه کې د کوم قانون له مخې امریکا پخپله د مدعي، پوليس، څارنوال  او قاضي رول ادا کوي؟ بله داچې د دعوا پرمهال د قانوني او منل شوي افغان حکومت هيڅ استازى د پیسو د اصلي خاوند او د قضیې د يوه اړخ په توګه  د محاکمې په بهیر کې  نه وو شامل کړاى شوى؟

بله پوښتنه دا ده چې؛ که امریکا د يولسم سيپټمبر د پېښې اغيزمنو ته د غرامت غوښتنه کولاى شي، نو افغانستان ولې د دغه زبرځواک د وژونکو عسکرو لخوا د  اشغال په شل کلنه دوره کې د سلګونو زره بې ګناه انسانانو د وژلو او په دغه هېواد کې د پراخې تباهۍ له امله د غرامت  غوښتنه ونکړاى شي؟  آیا امریکایان له افغانانو سره د بشری حقونو په تله کې توپير لري او که د امریکایانو وینه د افغانانو له وینو څخه زياته رنګینه ده؟

دا چې د افغانستان ولس د سترې فاجعې په منځ کې د بېوزلي په حالت له ژوند او مرګ سره پنجه نرموي، د جنګي اړخونو د ناشولته کړنو له امله د نړيوالو بنديزونو سره لاس او ګریوان دي او د تیرو شلو کلونو په اوږدو کې يې د امریکا په ملاتړ  د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په نوم پردئ جګړه کې قرباني ورکوله، خو اوس  د امریکا د شرمونکې تيښتې له امله په ژورو ستونځو کې د نښتي ملت شتمنۍ هم د همدغه زبر ځواک لخوا غصبول به دا معنا ولري چې د دغه ځواکمن هيواد په کلتور کې د ارزښتونو په نوم يوازې الفاظ شتون لري.

د امریکا او ناتو دغه تېښته ددې لامل شوه چې نړيوال باور له لاسه ورکړي نور هيوادونه په امریکا کې د خپل امنیت د خوندیتوب د ژمنو په هکله اندېښمن واوسيږي . په افغانستان کې له ماتې وروسته د امریکا او ناتو د طلسمي ځواکمنتیا د ټکنى کيدو له امله  روسيې او چين جارحانه تګلاره خپله کړه. دادى اوس روسيې د لويديځ ګواښونو ته له پام کولو پرته په اوکراین باندي حمله وکړه، اروپا په مستقیم ډول د روسیې له ګواښ سره مخ شوه او شونې ده چې چين هم په ورته کارونو باندي غور وکړي.

شک نشته چې د افغانستان ولس په اوس وخت کې د بيوزلي له  سختو شېبو سره لاس او پنجه نرموي او د پړې ګوته هم قسماً باید د غلطو تګلارو او خطرناکو پريکړو له امله د ستونځې د بهرني بُعد په برخه کې امریکا ته نيول شوې واى، خو امریکا د خپلو تيرو وحشتونو د جبرانولو او افغانستان ته د اوښتي تاوان ورکولو پرځاى د افغان ولس خپلې اسعاري زېرمې چې د افغانئ د ارزښت ساتلو لپاره ايښودل شوي دي د وېش پريکړه کوي.

تعجب ده چې زموږ په ملي شتمنيو امریکا د ځنګل د قانون په چوکاټ کې ويش لګولى دى، خو زموږ حکومت سياسي ګوندونه او مدني ټولنې اوس هم چوپه خوله دي او غږ نه پورته کوي چې د افغانستان اسعاري زېرمې نه د طالب او نه هم د غني دي، بلکې د افغان ولس شتمني ده او يوازې افغانان يې د لګښت او تصرف واک لري. که دغه زيرمې ختمې شوې نو د افغانستان د اقتصادي سقوط فاجعه رامنځته کيدل به يقيني او پايلې به يې له تصور څخه ورهاخوا بوږنوونکي او خطرناکې وي.

که موږ په ريښتوني ډول خپلمنځي اختلافات او شخړې د يوبل دريز ته د درنښت او يو بل منلو پربنسټ هوارې کړې واى، نو پخوانيو او اوسنيو مشرانو ته به د ننني ابتر صورت حال په تړاو د پړې ګوته نه نيول کيده. که اوس هم افغانان په يوه اجنډا سره يوځاى شو، نو نه به مو امریکا او نور په شتمنيو خېټه اچوي، نه به له څلورنيمو لسيزو جګړو،  وژلو او د هيواد له خرابولو وروسته د سولي لپاره له پرديو څخه د منځګړتوب غوښتنې ته اړتیا ولرو او نه به مو ولس د پرديو يوې بوجۍ د اوړو خيرات ته څو اونئ انتظار کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.