غزل

نقیب احمد قریشي

613

چې دا وي زه نه یم، چې زه یمه نو دا نه راځي

ماته اوس درد نه راځي، ماته اوس ژړا نه راځي

اوس مې اروا ستا په وجود کې غلبلې نه کوي

اوس مې سندرو ته لفظونه په نڅا نه راځي

کلونه کېږي خو یوه یې هم قبوله نه کړه!

اوس مې له خدای نه هم د هیڅ شي تمنا نه راځي

زه اوس دا هم د ژوند د مات ښاخ یو حصه ګنمه

هغه اوس هره ورځ راځي؛ خو په خندا نه راځي

د پېغلو میرې! چیرې تللې یې؟ چې نه دې اورم!

د کلي نجونو په سندرو کې غږ ستا نه راځي

هغه پخوا هم د شر لور، د شرارت لور وه خو؛

اوس د ساغر لور په مستۍ زما پر خوا نه راځي

نقیب یاره! اوس بې موره شوې؛ په مخه دې ښه!

نور به د چا لاسونه تاته په دعا نه راځي

۱۷ جون ۲۰۲۲ ـ کندهار

نقیب احمد قریشي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.