!تاریخ به دا هم ولیکي

شېبه ګهیځ

379

یوه ورځ به تاریخ لیکونکي په تاریخونو کې دا هم لیکي. ۱۴۰۰ کال هغه کال و چې افغانستان د امریکا له بند څخه ازاد او د پاکستان اسیر شو.
راتلونکی نسل به پر خپلو نیکونو خاندي
د نیکونو پر چوپتیا
د نیکونو پر تیښته
د نیکونو پلوي له دښمن
او دا چې هیڅ یې د غیرت په نوم څه نه لرل.
خاندي به پر ده چې د ګور تر غاړې هم ورسیدل؛ خو سره یوځای نه شول.
کېدای شي که د ۱۴۰۰ کال د اسد میاشتې د پېښې پاڼه واړوي، غوسه شي او ژر ژر د ده تاریخ پاڼې واړوي.
کېدای شي له ډېره درده یې په زړه کې خندا راشي او ووایي چې موږ د داسې یو نسل لمسیان یو. له شرمه به ستاسو په نومونو یادیدل نه غواړي.
غواړي به بیرته شاته تګ ددې لپاره چې خپلو نیکونو ته ښکنځل وکړي.
وایي به دا احمقتوب نه دی. تاسو د د الوتکي پر وزرو باندې د کیناستل جرات لرل؛ خو له دښمن سره د مخامخ کېدو نه.
وایي به څنګه یې د جهاد په نامه ستاسو د اولادونو ژوند واخیست او بیا د پاکستان تر بیرغ لاندې یې ژوند وکړ.
وخاندي! او ووایي څنګه مو خپل د بچیانو د قاتلانو لاسونه ونیوه او هر ډول یې چې غوښته تاسو یې بدل کړئ.

دا به هم ووایي!
کله چې د مذاکراتو په نوم هېواد لاس په لاس شو غلي وئ.
کله چې تاسو له لوږې او تندې مړ کېدلئ؛ خو ستاسو غټې خیټې ولا مشران د سیند غاړو ته یې ارام کول غلي وئ.
کله چې زامن مو د جګړې په لومړۍ کرښې کې مړ کېده غلي وئ
حق مو واخیستل شو غلي وئ.
ګاونډیان مو تاسو یې لکه توپ هاخوا دیخوا ګوزارولئ غلي وئ.
دا بس نه و چې پروني قاتلین مو نني حاکمان شول.
وایي به  تاسو له تاریخ درس وانخیسته
دري څلویښت میلوني افغانان په ښار کې د څو زره نفرو تر مخ ونه شو دریدای.
شرم نه دی؟
چې نورو هېوادونو ته د کډوالۍ لپاره مرئ؛ خو خپل هېواد د اسارت د خلاصولو لپاره نه.
مګر دا شعر له ماشومتوبه تاسو ته نه و ویل شوي
که په میوند که شهید نه شوې
خدایږو لالیه بی ننگي ته ستاینه!
د توتي په څېر مو ولوست او غلي شوئ.
ان د هغه سپین ږیري له پنده ډکه کیسه چې زامنو ته یې لرګي ماتولو ته ورکړ؛ خو یووالی هغه مات نه شو کړای هېره شوه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.