د اگست ۳۱
د شپې ذاکري صیب زنگ و واھه، ویل یې: سبا
( نھم د سنبلې ) د ازادۍ د نمانځنې غونډې ته دعوت یاست، ځای یې ورته د باگرام بیس ټاکلی او د اما رت ډیری مشران به ھلته موجودوي.
زہ سھار د نھو بجو په شاوخوا کې در ځم، تاسې استاد ته ھم خبر ورکړئ، چې امادہ و اوسئ تر څو ھلته پر وخت ورسیږو!
موږ چای سھار وختي وڅکلې، زہ ډیر خوښ وم، ځکه چې:
۱- د استقلال د ورځې په نمانځنه کې به گډون وکړم، موږ تل د ھمدې ورځې د لیدو دعاوې کړې وې
۲- په باگرام کې به د امریکایانو بیس او ور سرہ ھغه زندان وگورم چې زما د ډیرو خوږو یارانو ترخه یادونه پکې ثبت دي
۳- د اما رت نژدې ټول مشران به ووینم
ذاکري صیب د نھو بجو په شاوخوا کې راغی.
حکومتي مسؤلینو غونډې ته د ننوتلو لپارہ ځانگړي کارتونه جاري کړي وو. ھغه موږ ته زموږ کارتونه راکړل، نور مو د باگرام پر لوري نیت وتړہ.
پر لارہ ډیرہ گڼه گوڼه وہ، داسې بریښیدہ لکه ټول کابل چې باگرام ته روان وي. موږ چې څومرہ خپل ټاکلي
ھدف ته نژدې کیدو، په ھماغه اندازہ بیروبار ھم زیاتیدہ!
آخر د باگرام بازار ته ورسیدو، ټول موټر د کیشپ کاسې پر رفتار مخکې تلل. د باگرام بیس مرکزې
دروازې څخه نژدې ۱۰۰ مترہ لیرې ووچې دروازہ بندہ شوہ. نور یې چاته د ننوتلو اجازہ نه ورکوله.
موږ ټول ډیر غمجن و، ماته د اردو ژبې ھغه شعر را یاد شو چې وایي:
ہم کو اپنوں نے لوٹا غیروں میں کہاں دم تھا
میری کشتی وہاں ڈوبی جہاں پانی کم تھا
زموږ موټر ھم د ھغې کشتې په څیر و چې د سمندر غاړې ته پر رسیدو ډوبه شوې وي!
خو بیا ھم، د اوسني حکومت دا کار مې خوښ شو چې له حُکم څخه یې ھیڅوک مستثنا نه و.
دروازہ یواځې زموږ پر مخ تړل شوې نه وہ بلکې موږ سرہ په دې اخ و ډب کې څو وزیران، معینان،
والیان او نور لوړ پوړي چارواکي ھم پهورته سرنوشت اخته وو!
د ھغوی پر لیدو به مې که له یوې خوا زړہ بیرته یو څه تسل کیدہ نو له بلې خوا یې یوہ کیسه ھم را یادوله.
وایي: یو ھلک ډیر غمجن او پریشانه روان و، چا یې ترې د لامل تپوس وکړ، ھغه ځواب ورکړ: “غرق شوم، برباد شوم،
آیندہ مې په سیندلاھو شوہ! نن مې د کانکور نتیجه وکتله، زہ په ازموینه کې مطلق ناکام شوی یم” !
دوہ ورځې پس ھغه سړي، ھماغه ھلک بیا ولید چې په بازار کې ډیر خوشاله او خندان روان و!
سړي بیا وپوښته: ته خو دوہ ورځې مخکې ډیر پریشان وي، ویل دې، راتلونکی دې تباہ شوی، خو نن ډیر خوښ بریښې،
لامل یې څه دی،په کانکور کې خو به بیرته بریالی شوی نه یې؟
ھلک وویل: نه، کانکور کې بریالی نه یم، خو نن خبر شوم چې زما ھغه د ترہ زوی ھم په ورته سرنوشت اخته شوی،
ھغه ھم په ازموینه کې مطلق ناکام دی!!
موږ بیرته د قرہ باغ پر لیار مخ پر کابل وکوچیدو.
ما استاد ترہ کي ته وویل: په قرہ باغ کې استاد محمد شریف صدیق اوسیږي. استاد د افغانستان یو ستر علمي کادر دی،
د زراعت په سکتور کې یې د بیروت په امریکایي پوھنتون او په امریکا کې لوړې زدہ کړې کړي، د داؤد خان
د جمھوریت په وخت کې د کابل د زراعتپه پوھنځۍ کې استاد و. په افغانستان کې د کورنیو جگړو
پر مھال جرمني ته مھاجر شو او اوس کله ھلته او کله په قرہ باغ کې وې. لهنیکه مرغه دا وخت په قرہ باغ کې دی.
ھلته به ورشو، ستاسې تعارف به ورسرہ وشي او دمه به ھم ورسرہ جوړہ کړو.
استاد ترہ کی وویل: سمه دہ ور به شو.
خو له بدہ مرغه، ھغه گړۍ په سیمه کې انټرنیټ قطع شوی و، تیلفوني شبکو ھم انتن نه ورکاوہ او
ماته د استاد شریف کلی مالوم نه و،چې ھمداسې پرې ورغلي وو.
لږہ شیبه په قرہ باغ کې په دې ھیله تم شو چې که انټرنیټ یا تیلفون بیرته فعال شي خو و نه شو.
ښایي انټرنیټ او تیلفوني خدمات به حکومت د امنیتي ملحوظاتو لپارہ بند کړی و،
ځکه ټول دولتي چارواکي په ھماغه ساحه کې وو! و اللهاعلم
مازیگر قضا مو ښاغلی فقیر محمد درویش ( د اما رت بلبل ) لیدو ته راغی.
زما او د درویش صیب یاري د ډیرو سختو وختونو دہ. غالباً ھغه مھال به واتس اپ نه و. درویش صیب یو
بیل چینل په تیلیگرام کې جوړ کړی و، ھلته به یواځې زہ او ھغه و، ما به شعرونه لیکل، ھغه به بیا پخپل ښکلي اواز کې زمزمه کول،
د مجاھدینو سنگرونو ته به تلل، په غونډو او مجالسو کې به ویل کیدل. ما به په ډیرو شعرونو کې خپل نوم د احتیاط له مخې نه لیکه.
ښه راته یاد شي، د استشھادي جانان پر نوم مې یو شعر لیکلی و، له خپل وال څخه مې یې د خپرولو جرئت نه درلود.
ھغه بیا زما گران دوست عبد الحنان ھمت صیب خپور کړ!
که موږ د تیرې شل کلنې نا انډوله جگړې دقیق جاج واخلو نو راته به جوته شي چې دا جگړہ اما رت پر دیپلوماسۍ، مذاکراتو،
قويتبلیغاتي ماشین، او ماډرنو وسلو نه دہ گټلې بلکې د جگړې په میدان کې د دښمن گوزارونو ته د ځوانو طا لبانو سپر شوې سینې
مودیپلوماتیک اوزار، استشھادي فدا یان مو د مذاکراتو ځواب ویونکي، زیړې بوشکې مو ماډرنه وسله، موټرسایکلونه مو د ترانسپورتي
سھولتونو آسونه، د فقیر محمد درویش، قاري منصور غزنوي، سجاد جرس او نورو نعتخوانانو جادوگر اوازونه
مو د تبلیغاتي ماشین دتوپونو مورال ورکونکې ډزې وي!
ای کاش! اما رت د اطلاعات او فرھنگ وزارت یا د کوم بل ارگان له لیارې دا ترانه ویونکي
را منسجم کړي، امتیازات ورته ورکړي،
امکاناتورته برابر کړي چې د اوسني وخت پر تقاضا د دین او ھیواد سرہ د مینې، بیا رغاونې، ، علم حاصلونې،
ملي وحدت او داسې نورو مھموموضوعاتو په اړہ معیاري شعرونه زمزمه کړي.
په ھر حال، موږ د ماښام لمونځ د کانتننتل په جومات کې د درویش صیب په امامت کې ادا کړ.
ھغه راته کړل: زہ خوست ته روان وم، ستا له راتگ څخه خبر شوم نو تم شوم، اوس غواړم اجازہ واخلم، سھار وختي د تگ ارادہ لرم، انشاء الله!
ھغه یوہ شیبه نور ھم موږ سرہ کیناست، استاد ورته خپل کتاب “ افغانستان در آتش جنگ” ډالۍ کړ
او نور مو د بیا لیدو په ھیله خدایپاماني ور سرہ وکړہ.
د مالیې وزیر ښاغلي بدري سرہ ملاقات:
ماته صمیم صیب له مخکې زنگ وھلی و، او راته یې ویلي و، بدري صیب نن ماښام غواړي ستاسې لیدو ته راشي.
ما ھم استاد ته اطلاعور کړې وہ او د درویش صیب تر تگ پس مو د بدري صیب لار څارله.
ھغوی د ھوټل له عمومي دروازې څخه نه، بلکې له کومې بلې لارې راغلي وو،
ماته حافظ جواد صیب د کانټننتل ریس زنگ وواھه. موږ ھم د جواد صیب دفتر ته ورغلو.
د مجلس گډونوال:
استاد ترہ کی
ښاغلی ھدایت الله بدري
مولوي سیف الرحمن ( د مالیې وزارت د دارالإنشاء ریس )
ملا خیر الله صمیم
حافظ ضیاء الحق جواد
ښاغلی حدید الله ذاکري
ښاغلی عبد الھادي دولت زی
او پیرزادہ
استاد ترہ کی:
لومړی خو له تاسې څخه مننه کوم چې زما لیدو ته مو دلته تشریف راوړ.
زہ چې دلته له څومرہ طا لب مشرانو سرہ مخ شوی یم، ما، زما د لیکنو او مطبوعاتي ھلو ځلو له لیارې پیژني.
دا په دې مانا دہ چې طا لب مشران د جگړہ ایز مصروفیت سرہ سرہ دیپلوماتیک او فرھنگي ډگرونو ته ھم متوجه ول.
زما مبارزہ د دواړو اشغالونو ( شوروي او امریکا ) پر مھال په اصولو ولاړہ وہ نو ځکه مې
د روسانو د یرغل څخه بیا د امریکا او ناټو ترتیري پورې د اشغال پخلاف د فرھنگي سنگر مبارزہ پر مخ وړې.
د ام ارت اړیکې له نړیوالو سرہ خرابې دي. بھرنیان له طالبانو څخه ځینې داسې مشروع غوښتنې
لري چې ھماغه غوښتنې زموږ د ولسھم دي. لکه د جینکو د تعلیم مسئله چې ام ا رت ځانته پخپله جنجالي کړې.
موږ په تیرو ۵۰ کلونو کې څلور یا پنځه اساسي قوانین لرل. اوس ھم دا فرصت لرو چې د ھمدې قوانینو له منځ
څخه یې یو لکه د ۱۹۶۴ مکال اساسي قانون انتخاب کړو، تعدیلات پکې راوړو، ځینې مادی ترې حذف او
نورې ور اضافه کړو او بیا یې تر تسوید پس د تصویب لپارہ لویې جرگې ته ولیږو.
تر څو طالبان پخپله تگلارہ کې تغیر را نه وړي، زموږ تعامل به د بھرنیانو سرہ ھمداسې له ستونزو څخه ډک وي
چې ضرر به یې نیغ په نیغه ولس ته رسیږي.
راځئ! له نړۍ سرہ د ټکر پر ځای، د سوله ایز تعامل لار ونیسو. موږ یواځې د ظاھر شاہ د پاچاھۍ پر مھال د قدرت انتقال
په سوله ایزہتوگه تجربه کړی، تر ھغه را وروسته، ھر ځل دا انتقال د زور پر وسیله صورت موندلی!
ھیله دہ دا لړۍ نورہ پای و مومي او سیاسي قدرت په سوله ایزہ توگه له یوہ څخه بل ته انتقال ومومي!
ښاغلی بدري:
تاسې او ستاسې ملگرو ته ښه راغلاست وایم، ھر کله راشئ.
موږ شل کاله په جگړہ کې تیر کړي، ځکه مو ذھنونه یو څه سخت شوي، تاسې له مشرانو سرہ وگورئ،
ستاسې مشورې، وړاندیزونه اولار ښوونې د ام ارت او ولس دواړو په گټه دي.
موږ په داخل کې په جگړہ اخته وو. څو کاله وړاندې،
په ھلمند کې، ناټو او امریکا پر دوہ سترو بمونو ۴۰۰ بې گناہ افغانان په شھادت ورسول، زموږ اواز بھر نړۍ ته نه رسیدہ.
دا ھمداستاسې مخلصو او وطندوستو افغانانو برکت و چې د خپل مظلوم ولس اواز مو د نړیوالو تر غوږونو ورساوہ،
د امریکا او د ھغوی دگوډاگیانو او متحدینو له مظالمو او بشري جنایتونو مو نړۍ خبرہ کړہ.
زما په اند داخلي مشروعیت تر بل ھر څه ډیر مھم دی او داخلي مشروعیت د ولس په خدمت، د ھغوی د سر، مال او ناموس په ساتنه کېپروت دی.
د جینکو ښوونځۍ یوہ داسې میکانیزم ته اړتیا لري چې د اسلامي شریعت له اصولو سرہ برابر جوړ شوی وي.
خو پر موږ حالات یو څه چټک راغلل، غرب ھمداسې غوښتل. موږ ته یو داسې دولت پاته شو
چې په شل کاله کې یې پخپلو پښو د وردیدولپارہ تقریبًا ھیڅ نه و کړي.
ټول عمر پر خیرات ژوندی و، په ھر څه کې یې د خپلو ملي گټو پر ځای د نورو گټو ته اولیت ورکاوہ.
دا ھر څه له سرہ جوړول، اصلاح کول او رغول وخت غوښت. موږ د ستونزو په حل کې ورو ورو خو استوارہ قدمونه اخلو.
د غرب میډیا ځکه کری ورځ په موږ پسې منفي تبلیغات کوي چې ھغوی داسې یو افغانستان غواړي
چې د ھمدوی پر خیرات وپایي، خپلېملي گټي، بھرنۍ ازادي، د ولس سرلوړی او پر ځان اتکا ورته مھمه نه وي.
موږ له نیمگړتیاو سترگې نه پټوو، خو د مسائلو بنسټیز حل تر ھر څه لومړی، وخت ته اړتیا لري.
موږ د خپل ولس ښیرازۍ، پر ځان بسیاینې او سیال پاته کیدو ته د زړہ له تله ژمن یو!
موږ تل د لایزال رب لوی دربار ته لاس پر لپه یو او وایو:
زہ دې وچ ھډوکی شپیلم، خو ولس مې دې سلطان وي
دا زما د سخن سیوری، په مانا کې ھمایون کړہ
“ حمزہ بابا”
( د حمزہ بابا شعر بدري صیب نه دی ولی، بلکې ما ور زیات کړ )
بدري صیب د اما رت یو له ھغو څو فعالو وزیرانو څخه دی چې ډیر کار کوي خو په پټه خوله.
ھغه ته د غني له ادارې څخه داسې یو چور شوی او کنډواله شوی وزارت پر میراث ور پاته و
چې بیا رغاونې یې ډیر وخت، پریمانه انرژياو قوي ھوډ غوښت.
ھغه او ټیم یې پر دې وتوانید چې په نسبتا کم وخت او داسې حالت کې خپل وزارت د
خدماتو وړاندې کولو جوگه کړي چې نړیوالو بندیزونویې لاسونه کلک تړلي!
ھغه چې د مالیې وزارت په لاسته راوړنو غږید، زما په سر کې د خوشال بابا دا شعر گرځید:
چې دستار تړي، ھزار دي
د دستار سړي په شمار دي
موږ نژدې دوہ ساعته مجلس وکړ او بیا مو د ښیرازہ افغانستان پر دعا پای ته ورساوہ.
د لغمان او جلال آباد چکر، له حمد الله فطرت او نورو ملگرو سرہ لیدنه،
له معین صیب عبد الباقي سرہ د واخان پر کوریډور خبرې…… په بله برخه کې!
دا لړۍ ادامه لري
Comments are closed.