ملي شاعر ملنګ جان څوک و؟

ډاکټر لطیف یاد

1,145
ملنګ جان په ۱۲۹۳ لیږدیز کال چې د۱۹۱۴ زیږدیز/میلادي کال سره سمون خوري د ننګرهار ولایت د بهسودو دچمیارپه کلي کې زیږیدلی و. پلار یې عبدالشکور نومیده . د ده اصلي نوم محمد امین و، خو کورنۍ به یې د نازه ورته امین جان وایه.
درې کلن ماشوم و چې دخپل پلار له مینې نه بې برخې شو. تردې پيښې وروسته له خپلو وړو ورونو او زړې مور سره یوځای د غربت او بیوزلۍ نادودو ته یوازې پاتې شو. وروسته یې کورنۍ دمزدورۍ او کار روزګار په لټه کې د خپل کلي چمیار نه د بهسودو بل کلي ته لاړل چې چار مسره نومیداو هلته یې د کبانو په نیولواو نورې غریبۍ مزدورۍ په کولو سره خپلې کورنۍ ته نفقه او روزي پیدا کوله. ورپسې دبهسودو نه کامې ته ولیږدید او هلته دخبلو ورونو او مور سره یوځای داربنګ په کلي کې میشته شو.همدلته و چې په پنځلس کلنۍ کې یې دخپلو شعرونو په ویلو پیل وکړ او ملنګ جان شو.
تر یو نیم کلونو وروسته بیرته خپل کلي چمیار ته ستون شواو هلته په جلال اباد کې یې دپولیسو په امنیه قومانداني ( Ningarhar police Headquarter ) کې نو کري ورته پیداشوه. بیا تر هغه وروسته دکونړ په ولایت کې سپاهي ( سرتیری ) شو.
د سرتیرۍ تر دندې وروسته خپل کلي چمیار ته ستون شواوپه خپل کورکلي کې دکر کیلې په چارو بوخت و. په دغه وخت کې په ننګرهار کې داتحاد مشرقي ورځپاڼه خپریدله او دملنګ جان یوشعر پکې دلومړي ځل لپاره چاپ شوچې یو بیت یې دا و:
باغ دی دطو طیانو نه پریږدي زاغان
دی پښتون مالیار پکې وژني پرې خپل ځان
داهم باید زیاته کړم چې دملنګ جان زیاتره اشعار دلومړي ځل لپاره دننګرهار د ( اتحاد مشرقي ) په ورځپاڼه کې هغه وخت خپاره شول چې ارواښاد علامه قیا م الدین خاد م بابا یې مدیر و او بیا ترهغې وروسته چې ارواښاد مولانا عزیزالرحمن سیفي یې مدیر و او بیا په وروسته کې چې استاد عبدالله بختانی صیب یې مدیرو.
ملنګ جان په کال ۱۳۲۴ لیږدیزکال کې چې د۱۹۴۵ زیږدیز کال سره سمون خوری د شهید داودخان په سپارښتنه کابل ته ور وغوښتل شواو په ۱۳۲۹ لیږدیز کا ل چې د۱۹۴۹ زیږدیز کال سره سمون خوري دوخت دصدراعظم ( لومړي وزیر) سردار شاه محمو دخان له خوا ورته دکا ل شپږسوه افغانۍ مستمري تنخواه وټاکل شوه او ورته ښوونکی ونیول شو چې لیک لوست زده کړي او ملنګ جان په لنډه موده کې لیک لوست زده کړاو خپل شعرونه به یې بخپله لیکل. ملنګ جان په ۱۳۳۲ لیږدیز کال چې د۱۹۵۳ زیږدیز کال سره سمون خوري په راډیو افغانستان کې دپښتو موسیقۍ دپروګرامونو دتنظیم کوونکي( منتظم) په توګه وټاکل شو ، خو له بده مرغه یې په ۱۳۳۳ لیږدیز کال چې د ۱۹۵۴زیږدیز کال سره سمون خوري دخپلې دندې ګوښه کړل شو ، خو یوکال وروسته په ۱۳۳۵ زیږدیز کال کې چې د۱۹۵۶ زیږدیز کال سره سمون خوري بیرته خپله پخوانۍ دنده ترلاسه کړه .
ملنګ جان په دغه لنډه موده کې پښتو موسیقۍ ته ډیرڅه وکړل : ده ډیرشاګردان وروزل چې په شاګردانو کې یې د استاد ایوب ، استاد اولمیر ، سپین بادام . ارواښاد استاد ګل محمد ( ګلکي ) ، استاد سیدعلم ، ارواښاد طلا محمد، عبدالرحمن اور، محمد اسلم ، ګلالی، ګل نام ، دخوش ګنبد فیض ګل، دفتح آباد مشکی، مدد، دکامې عبدالحبیب، عبدالخالق، محمد ابراهیم ، رنګین، محمد جان ، محمد دین زاخیل ، فقیر محمد ،امین الله ،عبدالحمید مشهور په مسجدي، د لغمان میرزاګل ، امین جان، رحیم ،جوهر او ګل نبي نومونه یادولای شو. دغو ټولو دملنګ جان شعرونه زمزمه کړي هم دي .
د ملنګ جان مړینه :
ملنګ جان د۱۳۳۶ زیږدیز کال دلړم دمیاشتې په لسمه نېټه چې د ۱۹۵۷ زیږدیز کال داکتوبر دمیاشتې دیو دیرشمې نیتې سره سمون خوري دخيپل درې نیم کلن زوی دواجان سره یوځای دکابل نه دجلال اباد خواته په موټر ( ګاډي ) کې روان و. په هغه وخت کې دلته بند لاره وه او دماهیپر سړک لا نه و جوړشوی، ددوی موټر دخواجه سیب بابا زیارت ته مخامخ په کږلیچونو کې دسړک نه واوښت او په د اسې حال کې چې خپل زوی دواجان یې په خپلې غیږکې کلک نیولی و په دغه غمجنه پېښه کې پلار او زوی دواړه ووژل شول.
وروسته دده او دده دزوی دواجان جنازې دده کلي چمیار ته ولیږدول شوې او دنوموړي کلي په هدیره کې خاوروته وسپارلې شوې.
ښايي دا به دتقد یر کرښه وي او د ملنګ جان هغه دعا به خدای قبوله کړي وي او پرښتو به پرې آمین ویلي وي چې ملنګ جان دخپل ځان او دواجان په اړوند په خپل یوه شعر کې دمخه ویلی و او خپل دغه شعر یې خپل پښتون قام ته ډالۍ کړي و.
ستاسو ځانونو ځینې ځان مې ځارشه
ستاسو بچو نه دواجان مې ځارشه
واورئ له ما ملنګ جان ګرانو ورونو
زما محکومو مظلومانو ورونو
د ده د جنازې په مراسمو کې د جلال اباد ، سره رود ، بهسودو او دننګرهار دنورو ولسوالیو ډیر شمیر خلکو ګډون وکړ. د دغو خلکو برسیره دننګرهار لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو ، د ښونځیو زده کوونکو او استادانوهم دده د جنازې په مراسمو کې برخه واخیستله.
د ده تر مړینې وروسته د افغانستان د حکومت په نامه دافغانستانه دننه او د افغانستانه بهر د خواخوږۍ او تسلیت پیغامونه راورسیدل ، ډیرو شاعرانو دده په مرګ اوښکې تویې کړې او ددده مړینه یې ټولو افغانانو اوپه تیره بیا پښتنو ته یوه ستره ضایعه وبلله.
د ده دخواشینوونکي مړینې په اړوند ډیرو شاعرانو ویرنې لیکلي دي چې په دغو شاعرانو کې د ملک الشعراء استاد عبد الحق بیتاب ، استاد عبدالله خدمتګار بختانی او ښاغلي ارواښاد برکت الله کمین ویرنې ډیرې مشهورې دي .
دا و د ملنګ جان لنډ ژوند لیک چې تاسو ته وړاندې شو .
د پښتو او پښتونستان د ملنګ سپيڅلې اروادې ښاده وي !

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.