د اکوړې مدرسې اړوند ناپوه چرګوړي د لا اسلامي پوهاوي په پار

سيد حسين پاچا

444

د اکوړې مدرسې اړوند ناپوه چرګوړي د لا اسلامي پوهاوي په پار :

موږ ته تر ملي ګټو، پرمختګ او تمدن دين مهم دی

ارحموا من في الأرض يرحمکم من في السماء

محمد صلی الله عليه وسلم د حديبيې په سوله کې د همدغو ملي ګټو ((مصالح عليا))، پرمختګ و تمدن لپاره د سولې تړون د لاسليک په وخت کې پخپله له خپل نومه ((رسول الله)) [ص] لېرې کړ او حال دا چې صحابه وو دا کار نه کولو. دا کړنه يې د ((دين))، سولې د پرمختګ او د مسلمانانو د تمدن لپاره ترسره کړه چې له برکته بېساري فتوحات او هم يې مخالفينو په سوله ييز او سياسي ډګر کې داسې بېسارې ماتې وخوړله، هاغه چا چې د ده له نوم سره يې ((رسول الله)) زغملی نه شو هم له بښنې برخمن شو

نوټ : د کرنيل امام د کتاب ((د افغانستان د جهاد داستان)) له مخې د طالبانو اسلامي امارت له پيله تر ننه پر منکراتو او هم د قرآني مزاحمت له مخې رامينځته شوی او دا ستونزه لا تر ننه حل شوې نه ده. د ارواښاد مولانا عبدالحق د مدرسې دغه بېسواده او ناپوه چرګوړی چې د پرديو د استخباراتو له لورې يې ماغزه پرېمينځل شوي، يوځلې په پراخه او هر اړخيز کچه اسلامي ارزښتونه له سره مطالعه کړي چې اسلام د ګردې نړۍ لپاره د اجتماعي خيرښېګڼو دين دی چې ټول مصالح عليا د دنيا وآخرت پکې رانغښتي دي، خو د کرنيل امام بېګانه جاسوس دغه بېسواده چرګوړو ترې ملنډې جوړې کړي دي.

A Historical Timeline of Afghanistan

ملا نديم : موږ ته تر ملي ګټو، پرمختګ او تمدن دين مهم دی

تاند (يکشنبه، د جدي ۴ مه) د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ملانديم وايي، د دوی لپاره تر ملي ګټو، پرمختګ او د ټولنې تر تمدن دين مهم دی.

ندا محمد نديم، چې يو شمېر خلک يې د لوړو زده کړو ضد وزير بولي، په يوه ويديويي وينا کې ويلي، که د طالبانو اصلي هدف د هېواد ابادي او تمدن وای، اسامه بن لادن به يې امريکا ته سپارلی و، ښځې به يې کار ته پرې اېښې وې او ۲۰ کاله جګړې ته به اړتيا نه وه پيدا شوې.

نديم همداراز ويلي:«ځينې وايي، ولې ښوونځي نه پرانيزئ يا د هلکانو او نجونو ګډو زده کړو ته اجازه نه ورکوئ، يا ښځې کار ته نه پريږدئ او ملي ګټو ته پام نه کوئ؟ موږ ته الله تر هر څه مهم دی.»

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۱۶ مياشتو کې د طالبانو ويندويانو په ځلونو ويلي چې د نجونو ښوونځي يې په موقتي ډول بند کړي او دوی د ښځو د تعليم او کار مخالف نه دي.

ملا نديم زياته کړې؛«که مو د ابادۍ او تمدن پروا لرله، اسامه بن لادن به مو امريکا ته سپارلی و او ښځو ته به مو ازادي ورکړې وه. الله اجازه نه راکوي چې د کفارو غوښتنې ومنو.»

ده ويلي چې د قيوداتو او بنديزونو پروا نه لري او حتي که اتوم بم هر پرې واچول شي، له خپلې پرېکړې به په شا نه شي.

صلح الحديبيّة

ارسال عثمان بن عفان والرسل بين الطرفين

شروط الصلح

فلما اتفق الطرفان على الصلح دعا رسول الله علي بن أبي طالب فقال له: (( اكتب : بسم الله الرحمن الرحيم )).

فقال سهيل: أما الرحمن، فما أدري ما هو؟ ولكن اكتب: باسمك اللهم كما كنت تكتب.

فقال المسلمون: والله لا نكتبها إلا بسم الله الرحمن الرحيم

فقال: ((اكتب: باسمك اللهم ))

ثم قال: (( اكتب: هذا ما قاضى عليه محمد رسول الله ))

فقال سهيل: والله لو نعلم أنك رسول الله ما صددناك عن البيت، ولكن اكتب محمد بن عبد الله.

فقال(( إني رسول الله، وإن كذبتموني اكتب محمد بن عبد الله )).

ثم تمت كتابة الصحيفة على الشروط التالي.

  • وأن من أراد أن يدخل في عهد قريش دخل فيه، ومن أراد أن يدخل في عهد محمد من غير قريش دخل فيه.
  • ويمنعوا الحرب لمدة 10 سنين.
  • أن يعود المسلمون ذلك العام على أن يدخلوا مكة معتمرين في العام المقبل.
  • عدم الاعتداء على أي قبيلة أو على بعض مهما كانت الأسباب.
  • أن يرد المسلمون من يأتيهم من قريش مسلما بدون إذن وليه، وألا ترد قريش من يعود إليها من المسلمين.

ودخلت قبيلة خزاعة في عهد محمد ﷺ، ودخل بنو بكر بن عبد مناة من كنانة في عهد قريش.

فلما فرغ من قضية الكتاب، قال محمد ﷺ لأصحابه: ((قوموا فانحروا، ثم احلقوا، وما قام منهم رجل، حتى قالها ثلاث مرات. فلما لم يقم منهم أحد، قام ولم يكلم أحداً منهم حتى نحر بدنه ودعا حالقه؛ فلما رأوا ذلك قاموا فنحروا، وجعل بعضهم يحلق بعضاً، حتى كاد بعضهم يقتل بعضاً غما)).

وافق الرسول على شروط المعاهدة، التي بدى للبعض أن فيها إجحافا وذلاً للمسلمين، ومنهم عمر ـ رضي الله عنه ـ الذي قال للنبي ـ صلى الله عليه وسلم ـ: (ألسنا على الحق وعدونا على الباطل؟، قال ـ صلى الله عليه وسلم ـ بلى، فقال: فَلِمَ نعطي الدنية في ديننا إذاً؟)، لكن الرسول كان مدركا وموقنا أن هذا الصلح سيكون فاتحة خير وبركة على المسلمين بعد ذلك. ثم انصرف رسول الله قاصدا المدينة.

أنزل الله على نبيه سورة الفتح، في طريق عودته للمدينة المنورة، والمسلمون في هم وغم، وقد حيل بينهم وبين نسكهم، فانقلبت كآبتهم فرحا وسرورا، وأدركوا أن التسليم لأمر الله ورسوله فيه كل الخير لهم ولدعوة الإسلام.

امير سلطان تارړ کرنيل امام :

ماته د ملا محمد عمر مجاهد دې خبرې سخت خوند راکولو چې ماته به يې له هرې خبرې وروسته ويل؛ اوس مو توکل محض کړی دی. ما چې د جهاد او دين په اړه تر يوه بريده زدکړه درلوده او د قران پاک او حديثو ترجمه مې هم زده وه په توکل محض ډېر نه پوهېدم، خو بيا چې يو ځل په روخصت پاکستان ته راغلم، نو د خپل کمپ له يو ديني عالم نه مې وپوښتل.

کله چې په داروخان پاټک بريد کېدلو ملا عمر او ملا عبدالصمد اخوند ډېر وګرځېدل. مونږ په ځېنو مدرسو کې طالبان ځای پر ځای کړي وو له څو ورځو کار وروسته ايله ملا عمر مجاهد و توانېد چې ۵۰ نفر طالبان د جګړې له پاره راټول کړي. ملا عمر مجاهد دا هم د توکل محض کسان بلل، او چې د حاجي بشير نورزي په لاس مې ورته دوه موټر ور ولېږل، نو په مخابره کې راته ملاصيب په ډېره خوشالۍ وويل، امام صيب لکه څنګه چې تاسو ويل ريښتيا هم خدای ج له مونږ سره غيبي مرسته شروع کړې او که همداسې وي، نو باور لرم چې ابابيل به زمونږ مرستې ته راوليږي.

هېښنده لا دا چې کرنيل امام د خپل کتاب په ۶۰ مخ کې داسې وايی :

[[په کندهار کې موجوديت ما له پاره يوه ستره تجربه وه. د دې ترڅنګ چې زه هلته خپل راسپارل شوي کارونه مخ ته يوسم لازمه مې بلله چې په هغې سيمه کې ځان ته د نوک لګولو ځای پيدا کړم، نو د دې له پاره مې د هغې سيمې چې زه په کې مېشت وم د د يني عالمانو او د کورنيو سره پېژندګلو جوړه کړه او د هغوی کوچنيانو ته به مې سبقونه ويل. دا لړۍ دومره پراخه شوه چې ما ډېر زيات باور او پېژندګلو پيدا کړه]].

له يو لورې ځان جاهل بولي او له بل لورې بيا د عالمانو د کورنيو کوشنيانو ته سبقونه وايي، نو ده څه ورښوول؟ دوه متضاد صفتونه څنګه توجيه کړو؟ په داسې حال کې چې د خپل جهالت وشيطانت ټول کارونه يې له مدرسو او لرو پرتو جوماتونو مخته وړل.

ماته د ملا محمد عمر مجاهد دې خبرې سخت خوند راکولو چې ماته به يې له هرې خبرې وروسته ويل؛ اوس مو توکل محض کړی دی. ما چې د جهاد او دين په اړه تر يوه بريده زدکړه درلوده او د قران پاک او حديثو ترجمه مې هم زده وه په توکل محض ډېر نه پوهېدم، خو بيا چې يو ځل په روخصت پاکستان ته راغلم، نو د خپل کمپ له يو ديني عالم نه مې وپوښتل.

د آی ايس آی له افسرانو سره مېلمستياوې او شراب څښنه

شراب څښنه په وړو غلطيو شمارل

کرنيل امام (امير سلطان تارړ) :

د افغانستان د جهاد داستان

۵۱ – ۵۲ مخونه

مونږ سره د آی ايس آی په يو بل ګروپ کې ځينې افسران ملګري وو چې هغوی د مجاهدينو سره په ”ديني“ او د هغوی د ”ذهن جوړولو“ برخه کې کار کولو.

داسې کسان چې ماښام کې به مونږ کله کله د مشرانو لخوا د شپې ملسمتيا برابرېدله، نو دوی به شراب هم څکل او سهار به بيا د کار په ځای کې داسې وو چې سم پاخه ملايان به ښکارېدل. ما به ورته ويل چې دومره دوه مخې ژوند کول به تاسو ته تجربه کيږي چې څومره ګران دی، خو هغوی به خندل او ويل به يې چې بس اوس مونږ ملايان يو.

نو هلته مې د يو غټ افسر نه د دې پوښتنې د هواري له پاره پوښتنه وکړه هغه يو ساده مثال راکړ او دا بيا زما دې ډلې بيخي قبول کړ.

هغه ويل چې ورته وايه ”د خدای لاره کې جهاد له پاره هرڅه روا دي کله چې ته د خدای ج د دين ساتنه کوې، نو هغه بيا ستا داسې وړو وړو غلطيوته نه ګوري“.

دهغه د خولې يوه عربي جمله خدايزده چرته يې ياده کړې وه اوس هم راته ياده ده او دا مجاهدين پرې راضي شول. هغه جمله څه داسې وه. (الضروريات تبيح المحضورات) يعنې ضرورتونه بنديزونه رفع کوي.

سمه بڼه : ((ان الضرورات تبيح المحضورات))

د طالبانو يو بل ستر ملي – اسلامي خيانت

د نورو لورګانې د افغانانو ستر دښمن د پاکستان منحوس وملموس جاسوس ته

۸۱ ، ۸۸ مخونه

د طالبانو دې مشر يو خپل يوکس ته د ميوند ولسوالۍ د يو کلي نوم واخېست او د څو کورنيو يادونه يې ورته وکړه چې په کور کې يې پېغلې لوڼې دي.

مولانا صيب ماته د هغې ځای د نجونو د ښايست ډېر صفت وکړ، په خندا خندا کې يې دکندهاريو پېغلو دمينې، ښايست، قد او سترګو دومره صفتونه وکړل چې ما ورته ويل: مولانا صيب بس کړه ته غواړې هرڅه پرېدم او بس همدلته واده وکړم.

څو ورځې وروسته مې چې وکتل ريښتيا هم د څو کورنيو مشران مولانا صيب زما خونې ته داخل کړل، هغوی ته يې ويل امام صيب زمونږ ډېر ښه دوست دی او مونږ غواړو تاسو دوی سره خپلوي وکړئ.

طالبانو ته د افغانانو هرکلی

دا سمه ده د طالبانو په منځ کې به هر ډول خلک وي کله چې لومړی ځل د امر باالمعروف او نهی عن المنکر څانګه جوړېدله داسې وشول چې طالبانو به د پخوانيو خلقيانو او د روسانو د اجنټانو په کورنيو تيري کول هغوی يې وينځې ګڼلې او د شپې به يې کور ته وړلې.

په کندهار کې خلکو له ډاره غږ نه کولو خو دا کيسه ورځ تر بلې ډېرېدله يوه ورځ کوم طالب چې طالب نه وو خو پګړۍ يې په سر وه په کوم کلي کې پېغله جينۍ خوښه کړې وه.

هغه يې له پلار غوښتې وه، خو چې نه يې وه ورکړې په زور يې له ځان سره وړې وه، کله چې نجلۍ انکار کړی وو پرې زياتی يې هم کړی وو او بيا يې وژلې وه. د نجلۍ کورنۍ طالب مشرانو ته عرض وکړ ټولو اندېښنه وښوده او وويل چې دا ستونزه ډېره شوې نو بيا زما د يو ملګري کور ودان چې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ايډيا يې وړاندې کړه او ټولو طالب مشرانو ومنله. [۸۸ مخ]

دا د ارواښاد مولانا عبدالحق د مدرسې دغه بېسواده او کم فهمه چرګوړی دې دېته هم سوچ وکړي چې دوی څومره په پټو سترګو او د خپلې کمې پوهې ((ناپوهۍ)) له امله د بېګانه جاسوس کرنيل امام پيروي کړې ده؟

د طالبانو لوړو زدکړو وزير؛ په ۴ دلايلو مو پوهنتونو کې د نجونو زدکړې ځنډولي

د طالبانو لوړو زدکړو وزير وايي، په خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې د نجونو پر زدکړو د بنديز پرېکړه يې “د منکراتو مخنيوي” او د “شريعت د پلي کېدو” په موخه کړې ده.

څلور دلايل :

  • د ښځينه محصلينو لپاره د پوهنتون درسي نصاب،
  • نارينه محصلينو سره ټولګيو کې يو ځای تدريس،
  • ليليو کې د نجونو پاتې کېدل،
  • د حجاب نه مراعتول.

د ارواښاد مولانا عبدالحق مدرسې دغه بېسواده او کم فهمه چرګوړی دې يوځلې خپلې تېرې مخينې ته هم وګوري چې دوی څومره شريعت ته پابند او څومره يې د منکراتو مخه نيولې ده؟

او دېته دې هم سوچ وکړي چې :

  • مونږ سره د آی ايس آی په يو بل ګروپ کې ځينې افسران ملګري وو چې هغوی د مجاهدينو سره په ”ديني“ او د هغوی د ”ذهن جوړولو“ برخه کې کار کولو.
  • داسې کسان چې ماښام کې به مونږ کله کله د مشرانو لخوا د شپې ملسمتيا برابرېدله، نو دوی به شراب هم څکل او سهار به بيا د کار په ځای کې داسې وو چې سم پاخه ملايان به ښکارېدل. ما به ورته ويل چې دومره دوه مخې ژوند کول به تاسو ته تجربه کيږي چې څومره ګران دی، خو هغوی به خندل او ويل به يې چې بس اوس مونږ ملايان يو.
  • هغه ويل چې ورته وايه ”د خدای لاره کې جهاد له پاره هرڅه روا دي کله چې ته د خدای ج د دين ساتنه کوې، نو هغه بيا ستا داسې وړو وړو غلطيوته نه ګوري“.
  • او داسې نورې ناخوالې درواخله.

د کرنيل امام دغه ناپړيتې دی څنګه توجيه کوي؟

دې د بېګانه استخباراتو د کرنيل امام روزل شويو چرګوړو ته چا دا واک واختيار ورکړی وو چې د بل لورګانې بېګانه استخباراتي جاسوس ته ورکوه او حال دا چې هغه خو له مخکې نه متأهل وو. دا د منکرانو مخنيوی او د شريعت پلي کول همدېته وايی؟

دا د بېګانه استخباراتو د کرنيل امام په لاس روزل شويو ته دا حق چا ورکړی چې د خپلې شخصي سليقې او ذوق له مخې دولتي او شخصي پوهنتونونه بندوه او د زده کړو مخه يې نيسه؟

شرم خو دوی ته دی چې په اتلس مياشتو کې يې نه يوه ورقه د نصاب جوړه کړی شوه، نه يې پاليسي جوړه کړی شوه او ان تر دې چې د هغه اسلامي حجاب يې هم تعريف نه کړ. دی چې د حجاب وايی، نو دی څه ډول حجاب ولس او زده کوونکو او محصلينو ته ترسيموي او تعريفوي يې او حال دا چې ((ولباس التقوی ذلک خير)). که په ده کې تقوی وای، نو څنګه دا د بېګانه استخباراتو يو استخباراتي کارمن کرنيل امام په کوم جرئت پخپل کتاب کې شرابو ته وړه ګناه ويلې ده؟

زه د دغه لوړو زده کړو بسواده ملا او چرګوړي ته دا وايم چې ته د کوم دک ودليل له مخې د کرنيل دې څرګندونو ته د جواز و مشروعيت پرتوګ وراغوندې؟ تا د اکوړې په استخباراتي مدرسه کې څه زده کړي دي؟ تا دا قرآن و حديث او دا حنفي فقه د همدې اپلتو د مجوزيت لپاره لوستي که څنګه؟

همداسې د مرحوم مشر ملا صاحب محمد عمر په ټاکنه کې د بېګانه استخباراتو اړوند جاسوس څوک دی چې د هغه په ټاکنه مرکزي رول ټاکي؟ د هغه په ټاکنه لا هماغه وخت قرآني مزاحمت د ((بسطة فی العلم)) او ((والجسم)) وو او هغه هماغه وخت معذور وو چې کرنيل امام يې د سترګې علاج کې همدې ټکي ته اشاره کوي چې څنګه او کوم ځای کې د چا له لورې عمليات شوه چې دا ستاسې هويت او خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي.

د کندهار فتحه او اسلامي امارت

د اميرالمؤمنين لقب ورکونه

زمونږ د يو لايق شاګرد چې خدای د خبرو کولو ډېر ښه استعداد ورکړی وو. په خپله وينا کې له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې ملا محمد عمر مجاهد ته د امير المومنين لقب ورکړي، همدا وو چې ملا محمد عمر مجاهد د امير المومنين په توګه ومنل شو. دا د اسلامي نظام اساس وو چې هغې کې باچايان او ولسمشران نه وي، بلکې اميران وي، لکه امير المومنين حضرت عمر فاروق رض. [۸۶ مخ]

تر دا مهاله د جګړې مشر په خپله ملا محمد عمر مجاهد وو او د نور تنظيم له او مشورې واک يې ملا عبدالصمد ته ورکړی وو؛ خو کارونه لا هم بايد ډېر ښه شوی وی، نو د ملا صيب توکل محض ډېر موثر وو، نو ټوله مشري بايد ده غه لاس کې شوی وی، خو د سيمې د طالبانو او د ملايانو د ملا عمر په نسبت ملا عبدالصمد ته لېوالتيا زياته وه. همهغه وو چې زمونږ يو پخواني ملګري ته مې د سرور په نوم يو هلک ولېږلو. ملا نورالدين ترابي تر دا مهاله د طالبانو د ډلې سره په وسله واله مبارزه کې برخه نه وه اخېستې، خو هغه سره په جمات کې له شلو زيات طالبانو وو، چې ټول ډېر تکړه او زړور هلکان ول. همدا ډول ملا نورالدين ترابي له ځان سره ځينې نور طالبان هم ملګري کړل او د حوض مدد سپين جمات په غونډه کې يې ګډون وکړ.

ملا نورالدين ترابي چې يو با رغبه شخصيت وو او ښه تقرير يې کولو په خپلو خبرو کې پر ملا محمد عمر مجاهد يې د مشرۍ لاس کېښود او په دې سره ټول جمات دعا امين وکړه او په دې سره د طالبانو د اصلاحي کميټې د مشرۍ پر سر مونږ ته جوړ شوی جنجال حل شو او ملا محمد عمر مجاهد چې مونږ له پاره يې مشري ډېره مهمه وه د دې ډلې مشر شو. [۶۸ – ۶۹ مخونه]

د لوړو زده کړو وزيره او د ارواښاد مولانا عبدالحق د مدرسې ناپوه او وړوند چرګوړيه،

دا د ستا د مشرتابه د هغه وخت ټاکنه وه چې يو بېګانه استخباراتي جاسوس تر سره کړې وه او څومره مرکزي رول يې پکې لوبولی دی؟ دا چې ته د اتوم نه د نه وېرې اپلتې وايی، نو ښه به دا وي چې تاسې يو ځلې ټول د کرنيل امام کتاب ولولئ چې څنګه درننوتی وو او څنګه مرکزي رول يې د برتانوي زاړه استعمار د Panjab regiment برخې لپاره اته يا اتنيم کاله له مشر ملا صاحب او تاسې سره پاتې شوی او څنګه يې درکې حلول کړی وو او څنګه ستاسې په روح و روان او رګونو کې د شيطان په څېر درننوتی وو چې نن مو دغه حال دی چې عقل سليم درڅخه تللی او نګه لېونتوب، سرزورۍ او نامنطقيتوب ته مو مخه کړې ده. ته او رب العالمين دې چې ته د دې لوړو زده د وزارت اهليت لرې؟

که قرآن و شريعت منې او لږ د ژوندي احساس څښتن اوسې، خو خبره خلاصه ده او کنه، نو بيا ښکاره خبره ده چې تاسې د خليلزاد او د باجوه په استخباراتي لوبې معامله کړې رامينځته شوي ياست، نو ځکه درته يو مشروع حکومت ړنګ او واک يې په لوی لاس تاسې ته د باجوه د تېزس پاسېدو لپأره دې حال ته ورسولو چې نن مو په کور دننه، چم وګاونډ او نه مو په نړيواله کچه څوک په رسميت پېژني او چې دا مو حال وي، نو څوک لېوني دي چې تاسې په رسميت وپېژني.

دا راته ووايه چې تاسې ځان له پېغمبره (ص) پورته ګڼئ او که کښته؟

هغه مبارک خو د ((دين))، ((سولې)) او هم د مسلمانانو د پرمختګ لپاره له خپل نوم څخه د ((رسول الله)) تورې ليرې کړ او د سُهيل ټولې غوښتنې يې ومنلې چې په پايله هماغه د وخت په رارسېدو سره يعنې د مکې په فتحه کې د محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغې سولې ((صلحې)) او ((بښنې)) نه برخمن شو چې د حديبيې په پرېکړه کې يې د ده له نوم سره ((رسول الله)) نه شو زغملی. دا داسې يو ستر ديني او د مصالح علياو هر اړخيز مصلحت وو چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په يو غشي ټول درېواړه ښکارونه وکړل چې هم دين، هم مصالح عليا او هم مسلمان د بېساري تمدن او هم له بساريو فتوحاتو برخمن شول.

تاسې څوک ياست چې د پوهنتونونو د زده کړې مخنيوی کوئ؟

د طالبانو اسلامي امارت

فغان جهاد او ۵۳ مثالي ځوانان

۴۷۵۰ مخونه

د استاد سياف له خوا عربانو سره ډېر ښه کمونيکېشن شوی وو او مرستو يوه لويه برخه د جلال الدين حقاني د دفتر او استاد سياف د دفتر له خوا تر لاسه کېدلې او دا هغه څه وو چې مونږ ته خواشينونکي وو.

په جلسه کې د اکثره مشرانو رايه دا وه چې د افغان جهاد د نګرانۍ مشري بايد تل د پاکستان لاس کې وي او بل هر څوک که دې ميدان ته را ګډيږي، نو بايد د پاکستان له لارې خپل کارونه مخ ته يوسي.

د يو اوږد ميټينګ او بحثونو وروستو ماته يوه نوې نقشه په لاس کې را وسپارل شوه.

مشرانو غوښتل چې زه د پنځوسو په شاوخوا کې نوي کمانډران ټرينينګ کړم، د دغو کسانو ځانګړتياوې هم را وښودل شوې، دوی بايد د عصري زدکړو پر ځای ديني زدکړې ولري. ديني زدکړې يې هم بايد د نړيوالو عصري سيسټمونو پر ځای د مدرسو او جماعتونو له لارې تر لاسه کړي وي. زمونږ داسې کسان په کار ول چې هغه بايد دينداره وي او په دې فاني دنيا غولېدونکي نه وي.

د يو عالم سوچونو سره له دې جلسې راووتلم او د يو نوي کار له پاره مې له تلوسې ډکې شيبې شمارلې. په دې برخه کې د افغان مجاهدينو مرستې ته اړتيا وه، نو مناسبه مې وګڼله چې د مولوي محمد نبي محمدي سره په اړيکه کې شم.

مولوي محمد نبي محمدي چې د افغاني مجاهدينو ليډرانو په منځ کې تقوا دار او پاک مجاهد وو. پاکستان سره يې خاص مينه وه او تل به يې مونږ ته د پاکستان د بقا دعا ګانې کولې.

مولوي محمد نبي ساده او مخلص انسان وو. د هرې مرستې له پاره به مو چې پرې غږ وکړ، نو نه يې نه کوله.

د مولوي محمد نبي محمدي صيب ګروپ کې يوه ځانګړتيا دا وه چې د افغانستان زيات شمېر ديني عالمان په دې ډله کې وو او د مدرسو طالبانو به هم دې خوا ته ډېره مخه کوله. هغه رنګه اشخاص چې زما په کار ول هغه مې دلته پيدا کولای شول.

په همدې دوران کې مې په يوه جلسه کې د مولوي صيب محمدي نه د همداسې ځوانانو غوښتنه وکړه چې زه بايد هغوی ته ځانګړې روزنې ورکړم.

د ۱۹۸۵ عيسوي کال د مئ مياشتې ۷ مه نېټه مې د روزنې لومړۍ دوره پيل کړه.

مولوي محمد نبي محمدي ماته د ۵۰ ځوانانو يو ليست راکړ او همدا ډول يو لست ځوانان مې په نورو ځايونو کې په نښه کړي وو، خو د ۶۰ ځوانانو له دې ډلې مې ۳۵ ځوانان بيل کړل، دا هغه ځوانان ول چې د ټرينينګ په لومړي پړاو کې مې وموندل چې د کار خلک دي او زمونږ له پاره ډېر څه کولای شي.

اوس دا د امريکا په ډالرو روږدي پاکستان دشمنه کسان راشي او مونږ ته د ترهګرو سره د تعلقاتو پېغور راکوي.

دوی سوچ هم نه شي کولای چې مونږ څه وکړل او څنګه مو وکړل؟ تاسو باور وکړئ له دغه ۶۹ ځوانانو د ۳۵ ځوانانو را بيلول او په دې کې زمونږ دکار خلک پيدا کول دا وړه خبره نه وه. شپه او ورځ محنت وو. دا په مونږ انتقاد کوونکي دې راشي د پاکستان له پاره دې دومره قرباني ورکړي. زه بيا وګورم چې د دوی په زړه څه تيريږي؟

دې ۳۵ ځوانانو ته بايد ما څو ټرينينګونه ورکړی وای:

يو خو په ملک کې د ګډوډۍ جوړولو مهارتونه وو چې څنګه په يوه جوړه ټولنه کې د خپل اثر او رسوخ پيدا کولو له پاره او د يو ملحد نظام ړنګولو له پاره خلک په ځان راټول کړای شي او يو شورغوغا جوړه کړي.

دويم : چريکي جنګونه هغه څه و چې دې ۳۵ کسيزې ډلې بايد زده کړی وای، په دې ټرينينګ کې مو دې ډلې ته ځانګړي عصري د چريکې جګړې مهارتونه ور زدکړه کړل. افغانان په چريکي جګړو کې ډېر تکړه دي. ما د افغانانو تاريخونه ولوستل او پيدا مې کړه چې په دغه مهارت که افغان ځوانان وروزو زمونږ له پاره يوه اوږده جګړه پرمخ وړلای شي.

تاسو يقين وکړئ دغه ځوانان چې اکثره يې په مدرسو کې په زدکړو بوخت ول په غرونو او رغونو کې داسې روزنې ترلاسه کولې چې د ستړتيا نوم يې نه اخېست او نه هم په شا کېدل همدا وو چې زما دلچسپي هم ورسره زياته وه او د هغوی پرمختګ ته به من من غټېدلم.

درېيم : دې ډلې ته مو ور زده کړل چې په مشکل وختونو کې څنګه دوی د ځان له پاره اکمالات وکړي، ضرور نه ده ټول عمر دې پاکستان يا امريکا يا سعودی عربستان دوی له پاره پيسې ورکوي او دوی دې بيا جګړه مخ ته وړی. دوی بايد داسې روزنه ليدلی وای چې په خپلو کمو امکاناتو باندې جګړه مخ ته يوسي يعنې يوه ارزانه جګړه وکولای شي نه دا چې په وړه جګړه هم ملا ماتوونکې مصارف او لګښتونه راشي.

په برخه کې د عشر او زکات د ټولولو له لارې، د حکومتي او اينجيوز د کار کوونکو د اغوا کولو له لارې او د خلکو ترمينځ د روغې جوړې کولو له لارې د پيسو او ضمانتونو اخېستل بل هغه څه ول چې دوی ترې خپل

امکانات برابرولای شول.

همدا ۵۶۵۷ مخونه

د پاکستان پوځ داسې مېړني ځوانان او سرتيري لري چې ډېر ژر به افغانستان دوی ته په يو جهنم بدل کړي او ورته به ورښکاره کړي چې د پاکستان په خلاف سازش څه تاوانونه لري.

مونږ په دې شرارتونو لا هم هغه ۱۹۹۳ کلونو کې پوهېدلي وو، خو له بده مرغه زمونږ ځينې بزدله جنرالان خرڅ شول او مونږ يې له ستونزو سره مخ کړو. مونږ د دې له پاره قربانۍ نه وې ورکړې چې امريکا دې خپلې ګټې

خوندي کړي او بله ورځ دې برته په پاکستان مخ را واړوي.

امريکا لا هم هغه وخت نه غوښتل د روسيې پر وړاندې ځان د خبرې سر کړي خو دا پاکستان وو چې هر څه يې پر ځان ومنل او يو سخت دشمن سره مخ شو، نو د امريکا ارادې په وروستيو کې خرابې وې هغه کارونه چې مونږ د افغان جهاد کې له ګډونه بايد د پاکستان له پاره کړی وی نه وو شوي. د شوروي په خلاف جګړه کې بايد مونږ ته زمونږ حق راکړی شوی وی، خو مونږ چې ليدل په کابل کې د مجاهدينو له حکومت جوړېدو وروسته هرڅه زمونږ له لاسه ووځي. يو ځل بيا انډيا په ډېره سپين سترګۍ په افغانستان کې زمونږ خلاف کارونه پيل کړل. يو لورې يې غوښتل چې مونږ ته په هلمند، نيمرزو، کندهار، خوست، ننګرهار او کونړ کې سازشونه جوړ کړي او بل لور خوا يې په همدې شومو موخو زمونږ د لويو پراجيکونو مخه نيوله.

دا په ميډيا کې ناست د اوتو کړو جامو خلک دې ماته جواب راکړي چې په دې وخت کې به دوی څه کولای؟

دوی را پاڅيږي مونږ ته اوس وايي چې تاسو ترهګرو ملاتړ کولو، مونږ ترهګر نه ملاتړ کول، بلکې مونږ د پاکستان صحيح ملګري ملاتړ کول. هر څوک چې د پاکستان ملګري وي او خپل ورور يې بولي مونږ هغه

حمايه کوو.

ښاغليه د لوړو زده کړو وزيره،

تاسې يو ځلې خپل پخپله هېنداره کې ووينئ چې ستاسې لارښوود له تاسې څنګه بڼکې ايستلي او څنګه يې پخپل کتاب ((د افغانستان د جهاد داستان)) کې دې ولس ته ورپېژندلي ياست او څنګه هغه خپله ورسپارل شوې استخباراتي دنده سر ته رسولې ده.

هماغه متل دی چې :

د موزيګي شکېدليه کټه

چې سر دې راټينګوم لنګه دې ځينه

هېښنده لا دا چې خليلزاد څنګه موږ وتاسې ټول له سيمې او له نړيوالې ټولنې سره په ګډه تېر ايستلو چې نن له ټولو د وتلو لار ورکه ده. پر تاسې خو اوس د هغه هندو کيسه شوه چې :

لالا خو ځي، خو نښې يې پرېښووې.

فکر نه کوم چې ولس مو نور په دې سروزۍ او بېلارۍ وزغمي. د حکومت په جوړونه او چلونه کې پاتې راغلئ او دا کار ستاسې له توانه نه دی. ښه به دا وي چې ((د ملي ګټو))، پرمختګ، تمدن او هم د ديني ارزښتونو ته د درنښت په پار له واک و حکومت لاس واخلئ او په کارپوه او وړ خلکو ته يې پرېږدئ چې همدا ټول کارونه مو مخته ولاړ شي.

هم د مدرسې او د مکتب ترمينځ کرکه ورکه شي،

هم د هر مسلک اړوند څښتن ته په اړوندو وزارتونو او کار ځايونو کې کارونه پيدا شي او هم نجونې وهلکان، محصلين ومحصلانې بيرته خپلو پوهنتونونو او ښوونځيو ته ولاړ شي او هم د ښځو او زموږ د ملايآنو په شمول هر چا ته ان سلمانيانو او د نورو اړوندو کسبونو څښتنانو د کار مناسبه زمينه برابره او هم مو له سيمې يعنې چم وګاونډ او هم مو له نړيوالې ټولنې او ټولو بين المللي مؤسساتو د دوه اړخيزو مناسباتو لپاره لاره خلاصه او اړيکې مو ورسره ټينګې شي او له نړيوالې ټولنې او هم له خپلو ګاونډيانو سره سيال شو، نو ستاسې په شتون کې به مو څه ترلاسه کړو؟

دين يو لوی ارزښت دی، خو کاشکې چې موږ يې په ارزښت او درناوي پوه شو.

اللهم اهدنا الصراط المستقيم

په درنښت

سيد حسين پاچا

طالب وزير وايی که اتوم هم استعمال کړي پوهنتون نه خلاصوو

https://www.youtube.com/watch?v=upfYQwhp32U

https://www.pbs.org/newshour/politics/asia-jan-june11-timeline-afghanistan

https://taand.net/?p=218536

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.