محبس او قفس /څلرمه برخه

عبدالقیوم

795

د حکومتو په باب اسلام څه احکام لري ؟:

په اصلا کي حکومتونه چي د اړتیا پربنیاد دکومو اهدافو د تطبيق له پاره منځه ته راوړل سوي دي،کله به مشروعیت پلاس را وړي؟ ترهغو چي دوی خپل رسالت اودکوم هدف لپار چي ایجاد سوې وي هغه  چاري سرته رسوي او د گډ قرداد له مخي د خپل واک څخه ناوړه استفاده ونه کړي. دا چي انسانانو انفرادی ژوند پرېښود یا کوم عوامل وه چي دوی يې دې ته مجبور کړه او یا دوی لازم وگڼل چي سره یو سي او د متشکل ژوند چي نظم او حکومت ولري د هغه ترسیوري لاندي ژوند وکړې دا بل لوی بحث دئ.

په دې حدیث شریف سره به يې راپیل کړو”لایومن احدکم حتی لاخیه مایحب لینفسه”. ترجمه:”څوک ترهغه وخته موومن مسلمان کيدای نسي تر څو کوم شی چي پرځان پیرزو لري پر خپل ورورهم پیرزو ونه لري.” دلته د ورورڅخه مطلب ټول مسلمانان دي. ځکه قران پاک وایي چي مسلمانان ټول سره وروڼه دي. دا چي نن ورځ د انسان د کاراو زحمت په نتیجه کي ولسونه دې خبري ته متوجی سوي دي، چي وايې خدای (ج) خو په قرآن مجيد کي درب المسلیمین په نوم ذکرنه دی  کړې، بلکي درب العلمين ذکر يې کړی دی ، او انسانان هم د یوه باباادم اولاده ده. نو انسانان به ټول په گډه د وروړنو په توگه سره وه اوسو.یعنی ټول انسانان سره وروڼه دي. په اسلام کي بیانژاد، قوم، ژبه، پوست او جغرافیايې تبعیض ځای نه لري. داسي تبعیضونه د جاهلیت د دورې محصول بلل سوي دي. په انسانانو کي تر ټولو ښه انسان د هغه پرهیزگار دی. محمد(ص )وايې: خلگو! خدای (ج) جاهلیت، غرور او تکبرُ، پر پلرو باندي افتخار، ستاسي څخه وړی  دئ . تاسي ټول د ادم  د نسله څخه یاست.

نوښاغلی محمد نادرایوبی کندهاری په خپل تالیف د حقوق په نوم کتاب په ۴۲۴صفحه کي داسې لیکې:”څه وخت چي عمر بن عبدالعزیز(رض) د مسلمانانو لخواد خلیفه په حیث وټاکل سو د نوموړي ميرمن وای ی: په هغه ورځ عمر په خونه کي پر لمانځه وو، زه ورغلم ومي لېدل چه عمر ژاړی، ما وپوښتۍ چي ولي ژاړی؟عمربن عبدلعزیز وويل: ماته د حضرت رسول اکرم (ص) د امت مسوولیت را دغاړی سو. په دې فکرکي یم چي څوک به وږي، څوک لڅ، څوک قرضدار، څوک مريض وي مرستي ته به اړتیالري چا به مرسته نه وي ورسره کړې، په اخرت خو خدای (ج) زماڅخه پوښتنه کوي. دهمدې وجهي ژاړم “.

نو افغانستان هم یو اسلامي هیواد وو او دی  هر واکدار يې هم باېد مسلمان وي په خبرونه بلکي په خپل عمل سره ولس ته وښی  چي کړه وړه او اجرأت يې د مسلمان دي. څرنگه چي په اسلام کي د خلافت، امارت، پاچهي او جمهوریت یا په بل ډول د اسلامي اُمت مشرتوب خورا لوړ مقام بلل سوی  دی  ورته مسوولیتونه او وظای ف هم په اسلام کي مشخص سوي دي په دې ډول:

۱- د اسلام د دین حفاظت او ساتنه، ولس ته ښوونه او روزنه، چي په ښوونه کي ټول علوم او د ژوند د مسایلو په ارتباط  فنون او علوم داخل دي.

۲- د اسلامي قوانینو تطبیقول او انصاف قای یمول.

۳ – په هیوادکي  د شاميلو او راغلو مسافرو  ټولو  ژوند، مال او حیثیت د اسلام د مخی د هغوی  ټولو د بشري حقونو ساتنه.

۴ – ومُجریمينو ته تر جُرم د ثابتولو وروسته  د شرعي محاکمو لخواد ه قانون شریعت له مخي جزأگاني ټاکل او تطبیق.

۵ – پوځ جوړول، ساتل د خاوري د دفاع په منظور.نه د تیري او تجاوز په نیت پر نورو.

۶ – بیت المال جوړول اوساتنه، د اسلامي شریعت پراصولو- د مالیانو ټولول. پراسلامي خزانه امانت کار خلگ درول.

۷ – حکومتي مامورینو،کارگرواومنسوبینوته پروخت، منصیفانه تنخواگاني ورکول.

۸ – د خپل رعایت او ولس دا حوال څخه په مستقیم ډول د ځان خبرول، د هغو مشکلانو ته پروخت لاس رسی. د غریبو مریضانو سره لازمي مرستي، او اسلامي دولت لوی او خورا غټ مسوولیت دی . وخپلو اتباعو ته د کار او مصروفیت پیدا کونه ده.هم داسي کار دی  چي د دوی عزت، وقار، اخلاق، ژوند او دهیواد ابادي تضمينوي.

نور نو وطنوالو تاسي د خپلو تیرو او اوسنیو واکدارو کړه او عمل په دغه ترازو کي وتلی. ښووني او روزنه، انصاف، د خلگو د مال، حیثیت، ناموس ساتنه يې وگوری ، بشري حقوق يې څونه مراعات کول، مجریمینو ته د کمي محکمې په حکم جزاورکول او محکمې څونه آزادي وې د ظالمانو د نفوذ څخه، ایا بیت المال خبري اهمیت لاره او کم امانت کارسړی پرولاړه وه، او چیري وه خزانه یا بیت المال، درعایتو د حاله کم واکدار خبره وو؟

  که خپلو چارو او مسوولیتو ته پر موږ واکدارو لږ توجه کړې وای موږ به هم اوس د نړۍ  دولسونو سره سیال انسانان وای. نور نو ستاسي خوښه چي چاته کوم نوم ورکوی . مسلمان، گناه کار، خای ین، درواغجن، منافق، قهرمان، بابا، شهید او که بل څه. پرلاره برابر یا بی لاري ورته وایاست.

د څلرمي برخي پای.

 

/////////////////////////////////////////////////

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.