اميرخان متقي: په ښځو مو ځکه بنديزونه لګولي چې نړيوالو په موږ بنديزونه لګولي

سيد حسين پاچا

566

اميرخان متقي :

په ښځو مو ځکه بنديزونه لګولي چې نړيوالو په موږ بنديزونه لګولي

د فيض حميد له لوري ټاکل شوي پخپله منښته وکړه

د دوی ادعا خو خپله تر پوښتنې لاندې راغله چې موږ د زده کړو مخالف نه يو، بلکې د تعطيل خبره مو کړې، خو اوس دا دی په زغرده جوته شوه چې ولس يې د خپل رسميت پېژندنې او خپلو مشرانو بنديزونو له امله له ځان سره يرغمل کړی

اسلامي ارزښتونه

رسول مقبول مبرور صلی الله عليه وسلم د دين د خپراوي وپرمختګ او د ټول اسلامي امت په تېره بيا د هغه وخت د ولسونو او ټولو قبيلو لپاره ډېرو سختو خبرو ته تن ورکړ، د بېلګې په توګه :

  • بسم الله الرحمن الرحيم يې په هماغه زړه طريقه په ((باسمک اللهم)) وزغمله. ځکه چې سُهيل بن عروة الثقفي وويل چې زه په رحمن و رحيم نه پوهېږم.
  • له خپل نوم يې د ((رسول الله)) وران او ((محمد بن عبدالله)) يې وزغملو. ځکه چې سُهيل وويل ((که موږ ته د رسول په توګه منلې، نو بيا مو جنګ درسره نه کولو او د دې کار د مخنيوي لپاره ټول عربي قبايل راغوښتي ول او ان له حبشيې يا نننۍ ايتوپيا يې هغه تور حبش هم راوستي وو، خو د سولې په ټپه ولاړ حالت يې مات کړ،
  • د أم سلمة (رض) مشورې پر بنسټ يې څاروي حلال ((ذبحه)) او ناهي (سلماني) يې راوغوښت او خپل سر يې وخرييلو.
  • نسيبة بن کعب الأنصارية او اسماء بنت عمرو الأنصارية يا [أم منيع بنت عمرو] هغه صحابيانې وې چې په بيعة العقبة کې يې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره بيعت کړی وو او هم يې ترې زده کړې کړې وه. ام عمّارة او أم منيع هغه مېرمنې وې چې عملاً يې په أُحد، حديبيّة، خيبر او حُنين کې برخه اخېستې وه. عمر (رض) زياتوي چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم به ويل : ((هر کله به چې زه په أُحد کې ښي او يا کيڼ لوري ته راتاو شوم، نو نسيبة به هلته وه او له ما يې شخصًا دفاع کوله.)) دوی دواړه په بيعة العقبة کې له نورو ۷۳ صحابه وو سره يوځای شهيدانې شوې. زوی او ورور يې له بدريينو څخه ول.

فصل يتضمن أسماء من شهد بيعة العقبة الثانية ثلاثة وسبعون رجلا وامرأتان

نسيبة بنت کعب رضی الله عنها

[[دا هغه زړه وره او سرشاره صحابيه ده چې په أحد کې يې له رسول الله صلی الله عليه وسلم له هر اړخه په ډېره مېړانه ساتنه ((دفاع)) کړې ده. ما به چې کله ښي او يا کيڼ لورته وکتل، نو نسيبة به هلته وه او له ما به يې ساتنه کوله. دولس ټپونه يې خوړلي وو او لاس يې په جهاد کې غوڅ شوی وو. دا هغه مېرمن ده چې زوی يې حبيب مسيلمة الکذاب د رسول الله صلی الله عليه وسلم د شهادت په پار ټوټه ټوټه کړ او د هغه غوښتنې ته به يې ((نه اورم)) ځواب ويلو. ان تر دې چې بيا د حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه په مشرۍ د مسيلمة الکذاب پسې د مسلمانانو په لښکر کې په شپېته کلنۍ کې ووته او زوی عبدالله هم ورسره وو چا چې په بدر کې هم برخه اخېستې وه. له کتيبة الأنصار سره يوځای چې زوی يې هم ورسره وو له مسيلمة الکذاب سره ډېره سخته جګړه وکړه تر دې چې په پای کې هغه ته ورورسېدل او زوی يې عبدالله مسيلمة الکذاب پخپله توره وواژه.]]

اعلام سير النبلاء/أم عمارة نسيبة بنت کعب

هي نسيبة بنت کعب بن عمرو بن عوف الأنصاريّة الخزرجية، شهدت بيعة العقبة الثانية هی وابنها حبيب وزوجها زيد. وعادت الی المدينة تبعث في ابنائها روح التضحية والاقدام، وشهدت أحدًا وحديبيّة، ويوم حنين، ويوم اليمامة.

مواقفها الجهادية :

دفعت نسيبة بأبنائها الی الجهاد، فکان ابنها عبدالله من البدريين، وکذلک أخوها بعدالله بن کعب.

وفي غزوة أحد، عندما انهزم المسلمون، وانکشف الناس عن رسول الله صلی الله عليه وسلم، رمت سقائها واستلت سيفًا وأخذت تقاتل دون رسول الله صلی الله عليه وسلم، في نفر ما يتمون العشرة، وکان معها ابناها وزوجها، وقتلت نسيبة يومئذٍ أشد القتال وانها لحاجزة ثوبها الی وسطها.

قالت أم عمّارة : ((رأيتني وقد انکشف الناس عن رسول الله صلی الله عليه وسلم فما بقی الا نفرًا ما يتمون عشرة، أنا وابناي وزوجي بين يديه نذب عنه ولاترس معي، والناس يمرّون منهزمين. فرأی رسول الله صلی الله عليه وسلمرجلاً موليًا ومعه ترس، فقال لصاحب الترس :

((ألق ترسک الی من يقاتل، فألقاه. فأخذته، فجعلت أترس به عن رسول الله صلی الله عليه وسلم، …. وأقبل رجل علی فرس، فضربني، وتترست له، فلم يصنع شيئًا، فولی، فضربت عرقوب فرسه، فوقع علی ظهره فجعل النبي صلی الله عليه وسلم يصبح : يا ابن أم عمّارة، أمک، أمک، فعاونني عليه حتی أورثته شعوب [أی قتلته])).

وهجم المشرکون هجومهم الأخير لقتل النبي صلی الله عليه وسلم واستئصل شأفة الاسلام، وصيرت نسيبة تحت لواء رسول الله صلی الله عليه وسلم وأقبل ابن قميئة يقول : ((دلوني علی محمد لانجوت ان نجا)). فاعترضته نسيبة مع مصعب بن عمير، فقتل معصب، فوقفت نسيبة في وجهه فضربها ضربةً شديدةً وأصابها في عنقها بجرح بالغ، ولکنها ما ضعفت، بل ضربته ضربات، وکان لعدو الله درعان، وکان هذا الجرح من أعظم جراحها استمرّ علاجه سنةً کاملةً.

وکان رسول الله صلی الله عليه وسلم في أحد يقول : ((لمقام نسيبة اليوم خير من مقام فلان وفلان – رحمکم الله أهل البيت)).

وسمعت نسيبة قول رسول الله صلی الله عليه وسلم وهو يدعو بهذ الدعاء، والدم ينفجر منها فصاحت : ((أدع الله أن نرافقک في الجنة)).

فأجابها رسول الله صلی الله عليه وسلم : ((اللهم اجعلهم رفقائي في الجنة)). قالت : ((ما أبالي ما أصابني من الدنيا)).

وقد قاتلت نسيبة في أحد دون رسول الله وابلت بلاءً حسنًا حتی اڼ رسول الله صلی الله عليه وسلم قال : ((ما التفت يمينًا ولا شمالاً الا وأنا أراها تقاتل دوني)). وجرِحت نسيبة  في أحد اثنی عشر جرحًا.

وقعدت نسيبة في البيت قانعة راضية، تدفع بولديها الی ساحة الجهاد مع رسول الله صلی الله عليه وسلم حتی نادی منادٍ بالعمرة، فخرجت نسيبة، ولکن منعت قريش المسلمين من دخول مکة، وکادت أن تقع الحرب، فبايع المسلمون رسول الله صلی الله عليه وسلم بيعة الرضوان التي شهدتها نسيبة فما وهنت، ورافق ابناها رسول الله صلی الله عليه وسلم في کل الغزوات، فأرسل ابنها حبيب بن زيد الی مسيلمة الکاذب، فلم يراع مسيلمة حرمة الرسل. فقطع مسيلمة جسد حبيب بن زيد عضوًا عضوًا. وهو يقول له أتشهد أن محمد رسول الله؟ فيقول حبيب نعم، أشهد أن محمد رسول الله. وعند ما يقول له أتشهد أني رسول الله، يقول حبيب في سخرية ((لا أسمع)). ولما علمت نسيبة ما أصاب ابنها صبرت واحتسب، ونذرت لربها أن تشهد مقتل مسيلمة وتشارک فيه.

وخرج جيش أبوبکر الصديق رضی الله عنه الذي أرسله لقتال مسيلمة الکذب، وخرجت نسيبة رضی الله عنها وهي محجبة في هودجها ومعها ابنها عبدالله، وقد سمح لها المسلمون بالخروج لتقی بنذرها.

وعند ما التقی الجيشان، وتراجع جيش المسلمين في أول المعرکة، حتی صاح فيهم خالد بن الوليد رضی الله عنه ((وا محمداه)) فارتفع لواء رسول الله صلی الله عليه وسلم استلت أم عمّارة رضی الله عنها – المجاهدة القدية التي بلغت الستين من عمرها – سيفها، وهجمت مع کتيبة الأنصار التي فيها ابنها، وقاتلت نسيبة قتالاً شديداً، حتی وصلت الی مسيلمة الکذاب، فانتقض المسلمون ومعهم ابنها عبدالله علی مسيلمة الکذاب وقتله عبدالله بسيفه.

***      ***      ***

همدارنګه الشفاء أم سليمان رضی الله عنها هغه صحابيه وه چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې په مکه کې له هجرت مخکې بيعت کړی وو. ان تر دې چې عمر رضی الله عنه به تر هر څه مخکې د دې رايه (خوښه/نظر) اخېسته او د دې په خوښه به يې هغه کار کولو او وخت ناوخت به د مارکيټ/اقتصاد چارې ورسپارلې.

الشفاء أم سليمان رضی الله عنها

هي الشفاء بنت عبدالله بن عبد شمس  القرشية العدوية.

کانت الشفاء من المبايعات لرسول الله صلی الله عليه وسلم بمکة قبل أن يخرج واسمها ليلی وغلب عليها اسم الشفاء. وهي من عقلاء النساء وفضلياتهن وکانت من المهاجرات الأول.

کان رسول الله صلی الله عليه وسلم يأتيها ويقبل عندها في بيتها، وقد اتخذت له فراشًا وازاراً ينام فيه. فلم يزل ذلک عند ولدها حتی أخذه منهم مروان.

والشفاء من النساء الفللائل اللاتي کن يعرفن القراءة والکتابة، وکانت لها رقية ترقی بها في الجاهلية. ولما هاجرت الی رسول الله صلی الله عليه وسلم بالمدينة قالت له : دخل علی رسول الله صلی الله عليه وسلم وأنا عند حفصة فقال لي : ((ألا تعلمين هذه رقية النملة کما علمتيها الکتابة)) أخرجه أبو داود.

وأدرکت الشفاء خلافة عمر بن الخطاب رضی الله عنه الذي کان يقدمها في الرأي وبرضائها وبفضلها، وربّما ولّاها شيئًا من أمر السوق.

اميرخان متقي او ډله يې د خپل ځان رسميت پېژندنې پسې دي او ټول ملت يې له ځان سره يرغمل کړی. له نجونو او مېرمنو يې د زده کړې او کار حق په دې پار اخېستی چې نړيوال يې په رسميت وپېژني او په مشرانو يې بنديزونه ليرې شي. د خپل ځان پېژندنې او بنديزونو ليرې کولو لپاره د نورو حقوق پايمالول درسته خبره نه ده.

اسلامي ارزښتونه دا ايجابوي چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم د هغو ټولو سختو او ننګينو شرايطو لاندې هغه نامننونکې سولې ته تن ورکړ او د ام المؤمنين اُم سلمة په مشوره مخته ولاړ. هماغه وو چې په لاره کې د بريا ((فتحې)) زيری وشو چې ((انا فتحنا لک فتحا مبينا)) عمر رضی الله عنه او ټول خپه وپرېشانه صحابه هم خوشال شول. يو څوک چې ځانته متقي هم وايی، نو د ده ايمان همدا ايجابوي چې دا څه يې ويلي‌دي؟

Umm Ammara & Umm Manee

The two women who witnessed this momentous event were Naseebah bint Kaab, known as Umm Imarah, and Asma’ bint Amr of the Sulaym clan of the Ansar. Asma’ is the lesser known of the two. She converted to Islam in its early days in Madinah. In fact, the first Muslims from Madinah accepted Islam only two years earlier, when six of its people met the Prophet during the pilgrimage season in Makkah and he presented Islam to them. Asma’ was a young lady, married to Khadeej ibn Salamah. Theirs was still a young family, but both husband and wife were eager to meet the Prophet. So, they traveled with their people to perform the pilgrimage during which that pledge of protection was given to the Prophet.

By normal standards, Asma’ was an unlikely traveler because she was advanced in pregnancy. However, her eagerness to meet the Prophet made her overlook the problems that she might encounter on her journey. It so happened that she gave birth to her son, Shabab ibn Khadeej, during the day preceding the night when the Ansar met the Prophet to give him their pledge. However, having just given birth was not to deter Asma’ from attending that meeting. She wanted to be among those who witnessed that momentous event.

All those from Madinah who attended the meeting gave their pledges of loyalty to the Prophet, making clear that they would defend him like they would defend their own women and children. How did the two women give their pledges? The other lady, Naseebah, reports: “The men placed their hands on the Prophet hand when they gave their pledges at Aqabah. Al-Abbas, the Prophet’s uncle, was holding his hand. When I and Umm Manee’, i.e. Asma’, were left, my husband, Ghuzayyah ibn Amr, called out, saying to the Prophet: ‘Messenger of God, here are two women who have attended with us to give you their pledges’. The Prophet said: ‘I accept their pledges on the same terms as I have accepted yours, but I do not shake hands with women.’

Asma’ bint Amr, Umm Manee’, was very true to her pledge. She served Islam well. When the Prophet traveled to Makkah for his first umrah, 1400 of his companions were with him. However, the Quraysh, the unbelievers who lived in Makkah, tried hard to stop them. Eventually, the Al-Hudaybiyah peace agreement was signed by the two parties. Prior to negotiating the terms of the agreement, the Muslims gave the Prophet another pledge, to fight to the finish, should there be a battle. Asma’ was with the women who gave that pledge. She also joined the Prophet on his expedition to Khaybar, which took place a couple of months later.

We do not know when Asma’ died, but it was enough honor for her to witness these two momentous pledges.

اسماء خيبر ته د تګ په وخت کې له رسول الله صلی الله عليه وسلم شا ته پر اوښ ناسته وه او له هغه به يې زده کړه کوله.

ايا دا به بې انصافي نه وي چې الله تعالی ادم عليه السلام ته په جنت کې وايی چې ((يا ادم اسکن انت وزوجک الجنة وکلا منها رغدا حيث شئتما …)) ادم عليه السلام به د رب العالمين په خبره پوهېده چې څه يې ورته وويل او حواء عليها السلام به نه پوهېده او رډ رډ به يې کتل. هغه خو پوهېده چې څه ورته وويل شول، نو دا حکم خو د ژوند پورې تړاو لري چې هلته د دواړو حق په مستقله توګه تثبيت دی. هيله ده چې د لوړو زده وزارت اوسنی واکمن له هر اړخيز پلوه سوچ وکړي نه دا چې له خلکو او ولس سره د خپلې لنډې انډۍ له انګله سلوک وکړي.

د حديبيې د سولې (صلح) د شرايطو په ليکلو کې سُهيل وويل چې ((رسول الله)) وران کړه.

خو علي رضی الله عنه وويل چې دا کار هېڅکله نه کوم.

نبي صلی الله عليه وسلم سُهيل ته وويل چې :

((اني رسول الله، وان کذبتموني اکتب محمد بن عبدالله)).

زما دې د الله تعالی پر ذات قسم وي چې زه د الله تعالی رسول يم. د الله تعالی پر ذات مې دې قسم وي چې زه د الله تعالی رسول يم، اګر چې تاسې مې نه منئ، خو زه د الله تعالی رسول يم.

علي رضی الله عنه د ((رسول الله)) توري نه ورانول پېغمبر صلی الله عليه وسلم ورته وويل چې ښه، ما ته يې راوړه / راکړه!

نبي صلی الله عليه وسلم خو په خط (ليک) نه پوهېده. ورته يې وويل چې ما ته يې وښيه! نو هغه ورته هغه توری (ټکی) وښوول، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه پخپل مبارک لاس وران کړل او خط يې پرې راوکښ او علي رضی الله عنه ته يې وويل چې وليکه :

((محمد بن عبدالله)).

[[هذا ما قاضی عليه محمد بن عبدالله]]

دا هغه دی چې محمد (ص) د عبدالله زوی پرې پرېکړه وکړه.

دوه خطونه يې وليکل چې يو يې هغوی ته ورکړ او بل يې له ځان سره پرېښووه.

زموږ نننی اسلامي امارت د کرنيل د خپل کتاب ((د افغانستان د جهاد داستان)) له مخې د هغه دغه څرګندونو ته توجيه لري؟

مونږ سره په د آی ايس آی په يو بل ګروپ کې ځينې افسران ملګري وو چې د هغوی مجاهدينو سره په ((ديني)) او د هغوی د ((ذهن جوړولو)) برخه کې کار کولو.

داسې کسان چې ماښام کې به مونږ کله کله د مشرانو لخوا د شپې ملسمتيا برابرېدله، نو دوی به شراب هم څکل او سهار به بيا د کار په ځای کې داسې ول چې سم پاخه ملايان به ښکارېدل، ما به ورته ويل چې دومره دوه مخې ژوند کول به تاسو ته تجربه کيږي چې څومره ګران دی خو هغوی خندل او ويل به يې چې بس اوس مونږ ملايان يو.

نو هلته مې د يو غټ افسر نه د دې پوښتنې د حواري له پاره پوښتنه وکړه هغه يو ساده مثال راکړ او دا بيا زما دې ډلې بيخي قبول کړ.

هغه ويل چې ورته وايه د خدای لاره کې جهاد له پاره هرڅه روا دي کله چې ته دخدای (ج) د دين ساتنه کوې، نوهغه بيا ستا داسې وړو وړو غلطيو ته نه ګوري.

د هغه د خولې يوه عربي جمله خدايزده چرته يې ياده کړې وه اوس هم راته ياده ده او دا مجاهدين پرې راضي شول. هغه جمله څه داسې وه. (

الضروريات تبيح المحضورات) يعنې ضرورتونه بنديزونه رفع کوي.

ځينې نور ټرينګونه مو هم دوی ته ورکړل يعنې څنګه د يو اسلامي نظام رامنځ ته کولو له پاره دوی کار وکړي او يو ماډل نظام جوړ کړي چې هغه په ټوله معنی ښه وي.

زموږ د لوړو زده وزارت چارواکی چې په نړيواله کچه علماء ننګوي چې په قرآن کې د ښځو عصري تعليم نشته. نوموړی خو به د کرنيل امام د دغه ډول ملايانو له ډلې نه وي چې د آی ايس آی افسرانو به ورسره د د دوی د ديني او د ذهن جوړولو برخه کې يې کار کولو؟

ايا دا شرم نه دی چې دوی په دې شلو کلونو کې د کرنيل امام کتاب ونه لوسته او نه يې هغه بېګانه جاسوس وپېژندلو چې د څه لپاره يې له دوی سره کار کولو؟

متقي او د لوړو زده کړو وزير که چېرته په رښتيا علماء وي، نو دوی بايد له هر څه مخکې د کرنيل امام په دغه ډول څرګندونو کې سوچ وکړي چې دا اسلامي ارزښتونو سره اړخ لګوي او يا نه؟

پايله

زده کړه او کار او مصؤون چاپيريال د ولس د ټولو نارينه وښځينه وو حق دی چې اسانتيا ورته برابره شي نه دا چې هر څه له يوې څلمې بند او ولس د خپل رسميت پېژندنې او د خپلومشرانو د بنديزونو لپاره له ځان سره يرغمل وساتل شي او امارت اوس همدغه چاره پلمه نيولې ده. له دې کاره بايد لاس واخلي او ټول علمي بنسټونه او د زده کړو مرکزونه ښوونځي او پوهنتونونه خلاص او اسانتياوې برابرې کړي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

اميرخان متقي : په ښځو مو ځکه بنديزونه لګولي چې نړيوالو په موږ بنديزونه لګولي

/////////////////////////////////////////////////

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.