په روژه کې څنګه د سردردۍ مخنیوی وکړئ؟

ریاض احمد

405

سردردي یو له هغو روغتیایي ستونزو څخه ده چې له استثنا پرته نږدې هر کس پرې اخته کیږي، او د همدې لپاره هر څوک کوښښ کوي له ریښتیني علت معلومولو پرته سمدلاسه د درد وژونکي درملو اخیستلو ته مخه کړي، په دې فکر چې په درملو سردردي له منځه وړل تر ټولو غوره لار ده، خو دا په بشپړه توګه ناسم فکر دی.
د نورو وختونو په پرتله په روژه کې هم یو شمېر خلک له سردردۍ شکایت کوي، د روژې سربېره له عبادت کولو هم خوند نشي اخیستلی چې له سترې ستونزې سره مخ وي.
د هغه کسانو لپاره چې له داسې یوې ستونزې سره مخامخ دي، روغتیا پوهانو په روژه کې د سردردۍ مخنیوي لپاره ځینې لارښوونې ښودلي، چې ممکن د یادې ستونزې په مخنیوي کې مو مرسته وکړي.
دا لارښوونې په لاندې ډول دي:
له رواني او فزیکي فشار څخه بشپړ ډډه کول
غوره روغتیایي رژیم تعقیب کړئ
په لوړه کچه مایعات وکاروئ
بشپړ خوب وکړئ
منظم تمرین وکړئ.
د یادو لارښوونو سربېره ځینې خواړه هم شتون لري چې د سردردۍ له منځه تلو کې مرسته کوي، په دې کې مستې، کېله، وچه مېوه، تور چاکلیټ/کاکو، هندوانه، کافي او پاڼه لرونکي سبزیجات شامل دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.