روژه والې لنډۍ، لسمه برخه

راټولونکی: ګل آغا احمدي وردګ

657

روژه د خدای ده په خدای ګرانه

خدای پاک پخپله روژتی خوشحالوینه

روژه د خدای لپاره نیسم

په روژه ماتي دعا تا لره کومه

روژه د خدای میاشت ده مومنه

خدای د مومن اجر پخپله ورکوینه

روژه د سولې علامه ده

جنګ  او جګړه دې په نړۍ نه وي مینه

روژه د صبر خدای ته نیسم

زه د غمونو په انګار شپې تېرومه

روژه د صبر مې اوږده شوه

میاشتې شوې تېرې اوس یې شمارمه کلونه

روژه د صبر مې نیولې

د ورک جانان په ملاقات افطار کومه

روژه د صبر ورته نیسم

د یار دیدن ته د عمرونو تږی یمه

روژه د صبر، صبر میاشت ده

د صابرانو اجر خدای پاک ورکوینه

روژه د صبر د باغ ونه

د صبر ونه په ثمر رسي مینه

روژه د کور کلي مزه کا

په پردي ښار کې څه روژه څه ماښامونه

روژه راغلې مېلمنه ده

د مېلمنې ځای د لېمو محل کې مینه

روژه رحمت د ذوالجلال ده

په روژتیانو ذوالجلال رحم کوینه

روژې زما شفاعت وکړه

 په جنتي لاره جوړه درسره ځمه

روژه زما زه د روژې یم

که په جنت مې خرڅوي ورسره ځمه

روژه که هر څومره اوږده وي

 آخر ماښام شي په خوښۍ یې ماتوونه

روژه کې خلک صدقه کړي

 تا د دیدن صدقه و نه کړه مینه

روژه کې دوې خوښۍ دي ګله

یو روژه ماتی، بل د پاک خدای دیدنونه

روژه کې زموږ په ماښام راشه

د سرکو شونډو روژه ماتی درکومه

روژه کې مه راته غږېږه

زه مې روژه د خدای په ذکر تېرومه

روژه کې هر یو سوال قبلېږي

زه به الله ته ستا د مینې سوال کومه

روژه له یاره سره خوند کړي

د پردېسۍ روژه بې خونده وي مینه

روژه منو حکم د خدای دی

خو د ظالمو خلکو نه منو امرونه

روژه مومن امت ته راغله

له هر جومات د عبادت آواز راځینه

روژه یې تېره په خدمت شي

د ویاړ مېرمنې روژه ماتی پخوینه

روژه، بوزه ورته یو شان وي

خوار خلک خوار دي همېشه یې روژه وینه

روژې په ستړي امت راشه

سخت ګنهګار دی، لږ نجات ورکړه مینه

روژې ته ځکه خوشحالېږم

چې مرور آشنا به ووینم مینه

روژې ته ډېر خلک خوشحال وي

په زړګي خوښ وي وایې کله به راځینه

روژې ته شاته شاته ګورم

لکه بایللی جوارګر چې کور ته ځینه

روژې خبره یې که نه یې

زه د ریان په دروازه ولاړه یمه

روژې دا ستا له برکته

خدای شیطانان په ځنځیرو تړلي دینه

روژې د خدای روی مې دروړی

زما په تږي یار به نه کوې ظلمونه

روژې لږ رحم خو پرې وکړه

په خېټور جانان آسانه شه مینه

روژې د خدای لپاره راشه

د جګړه مارو زړونه نرم کړه مینه

روژې د وصل مې زړه شین کړ

نه دې لاس راکړ، نه دې راکړل ځوابونه

د پاملرنې وړ ټکی: د رمضان مبارکه میاشت، د روژې نجات بښونکی عبادت او د روژې کلمه په پښتو لنډیو کې په پراخه پیمانه کارول شوې او زیاتره دغه لنډۍ تر دې مهاله یوازې د ټولنې په شفاهي ادبیاتو کې حضور لري. ضروري ده چې د پښتنو له هرې سیمې څخه روژه والې لنډۍ را غونډې شي، تدوین شي، لیکلې بڼې ته واړول شي، خوندي شي او مینه والو ته وړاندې شي.

د (روژه والې لنډۍ) د سلسلې یوولسمه برخه به ژر خپره شي، له موږ سره اوسئ.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.