د قرآن ختم، که تدبر د قرآن؟

مولانا وحیدالدین خان - ژباړه: هیله تبسم

847
د رمضان په شپو ورځو کې هر ځای د قرآن د ختم اهتمام نیول کېږي. روزانه په تلاوت د قرآن ختمول، تراویحو کې د قرآن ختم او داسې… د دې وروستی صورت دا دی، کوم ته شبینه ویل کېږي. یانې په یوه شپه کې د قرآن ختمول.
د قرآن دا ډول ختم په یقیني ډول د رسول (ص) او اصحابو په زمانه کې شتون نه درلود، همدا واقعه د دې خبرې ثبوت دی چې دا یوازې بدعت دی؛ نه کوم اسلامي مطلوب عمل.
له حدیث شریف ثابته ده چې د بدعت په ذریعه؛ هېڅکله د خیر ظهور نه شي کېدای. (مسند احمد، ٤ جلد)
همدا وجه ده چې په ټوله نړۍ کې د رمضان په شپو کې قرآن ختمېږي، لیکن د قرآن داسې ختم په هېڅ ډول د انسانانو دننه د قرآني تجمل ذریعه نه شي کېدای، د قرآنکریم په ٣٨ نمبر سورت کې الله تعالی فرمایي: یانې قرآن د یو برکت والا کتاب دی، کوم چې ما تاسې ته لېږلی دی، تر څو خلک د هغه په آیتونو کې سوچ او غور وکړي او د عقل واله له هغه نصیحت حاصل کړي. (ص: ٢٩)
له دې آیت په واضح ډول دا معلومېږي چې د قرآن د نزول مقصد د انساني ذهن متحرک کول دي، تر څو انسان فکر پکې وکړي او سمې مانا ته یې ورسېږي. دا ډول آیتونه په قرآن کې په کثرت سره راغلي دي؛ لیکن په ټول قرآن کې داسې آیت نشته چې پکې ویل شوي وي، چې قران د دې لپاره نازل شوی چې الفاظو ته زور ورکړه او هغه ختم کړه او په ډېر کم وخت کې د قرآن د ختم جشن جوړ کړه.
د رمضان مهینه، په قرآن کې د غور کولو مهینه ده. نه دا چې د هغه د الفاظو په تېزۍ سره د ختمولو مهینه!
قرآن د انسان لپاره یو رباني خواړه دي؛ نه د لساني محض د ورزش ذریعه. دا د قرآن تصغیر دی، کوم چې د شبینه ډوله خودساخته  رسمونو موضوع ده.
الرساله، اکتوبر ٢٠٠٨
مولانا وحیدالدین خان
ژباړه: هیله تبسم

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.