موږ څنګه کودتا وکړه؟ (لومړۍ برخه)

ژباړه: بریال حبیبي

551
که بخت یاري کړې وای، نو نن باید د چارو واګې زموږ په لاسونو کې وای؛
خو په زغرده نه شي ویلی کېدلی چې دا نو ټوله د بخت کیسه وه؛ که رښتیا شي، موږ هم څه ناڅه ملامت وو.
ټول کارونه لکه د اوبو غړپ هغسې وشول؛ مګر افسوس، چې موږ ونه شو کولای ددغه بریالیتوب خبر هماغه ګړۍ تر خپلو وطنوالو پورې ورسوو!
له همدې امله کار پاتې او نږدې وو، چې زموږ غاړې دې هم د دار رسۍ واخلي.
بیا دې هم زرګونه ځلې شکر وي، چې زموږ د عمر پیمانه نه وه ډکه شوې او له دغې مهلکې نه روغ ووتلو؛
خو یوه لویه ګټه مو هم په برخه شوه:
(موږ پر دې وپوهېدو، چې یو ملت چې تر څو انقلاب ته چمتووالی ونه لري او د زړه له تله د رژیم په بدلون راضي نه وي،
کودتا هیڅ په درد نه خوري او که تر هر ځایه پکې وړاندې تللي یو، د یوه وړوکي خنډ له امله سمدستي خپل لوری بدلوي.)
 که مو باور نه کېږي، نو زموږ کیسې ته غوږ شئ.
موږ څو داسې خواږه و متحد ملګري وو، چې ژوند مو په ډېره خوښۍ و خوشحالۍ تېراوه؛
څرنګه چې مو مال و مقام او ښه ژوند درلود، نو تصمیم مو ونیو چې انقلاب رامنځته، قدرت ترلاسه او د خلکو په خبره له ځانونو نه هر کاره جوړ کړو.
د انقلاب لپاره مو ټول اړخونه وسنجول، پلان مو جوړ کړ، د ټولو ستونزو و خنډونو حللارې مو وکښلې او د هر یوه مسؤلیتونه هم وټاکلی شول؛
موږ هیڅ وړه خبره له پام نه نه وه غورځولې.
په پوره ډاډ سره ادعا کولای شم چې په ټول تاریخ او په هغو ټولو ملتونو کې چې تر اوسه پورې یې انقلابونه کړي، زموږ غوندې ګڼلی و له کومې تېروتنې پرته پلان یې نه دی جوړ کړی؛
خو موږ یوازې یوه وړوکې تېروتنه کړې وه او هغه هم د انقلاب ورځ وه.
که چېرته مو کالیزې ته کتلي وای او یا مو د راډیو د هوا د حالاتو راپور ته غوږ ایښی وای؛ نو د ژمي لومړۍ ورځ به مو چې د واورې او باران اټکل پکې کېدلای شي، نه انتخابوله.
ملګري هغومره بوخت ول، چې آن د هوا پېژندنې مدیر ته یې ددې لپاره یو زنګ هم ونه کړ، چې د هوا له حالاتو نه ځانونه خبر کړي.
نه پوهېږم،
معلومات به لرئ او که نه؟
خو په ټوله کې چې زموږ ښار کې فقط څو دقیقې واوره یا باران واورېږي، هر څه ګډوډېږي؛
تګ و راتګ ودرېږي، بې اوبو کېږو، برېښنا پرې، د راډیوګانو او ټلیفونونو سېګنالونه جړپړ او آن موټر و رېل ګاډي له ځای نه حرکت نه شي کولای.
له بده مرغه زموږ انقلاب په داسې ورځ ور برابر شو.
که چېرې موږ په انقلاب کې تجربه لرلای او څو ځلې مو  تمرین کړی وای، نو هرومرو به مو د ژمي د لومړۍ ورځې پر ځای د اوړي د مېنځ یوه اوونۍ ټاکلې وای.
د اوړي شپو ورځو کې زموږ ښار خورا بې غږ و غوږه وي؛ ډېری خلک کلیو و بانډو ته ځي، څو ټیټه رتبه مامورین په اداراتو کې او څو کاسبان په ښار کې پاتې کېږي؛ څرنګه چې دغه کسان د چا په کار، کار نه لري، نو د اداراتو او مؤسساتو تصرف هم خورا آسانه دی؛
په دغسې حالت کې که هر څوک آن د ساعت تېري لپاره هم وي، انقلاب ترسره کولای شي.
که مو پام وي؛
نو موږ هر څه ته ټکي په ټکي حساب کړی وو، خو فقط باران وو چې هېر مو وو؛ اوس چې مې هم هر کله را په یادېږي، له ستوني مې وښ پورته کېږي او له ځان سره وایم چې:
موږ څومره احمق وو، چې دا رنګه یو غوره موقعیت مو له لاسه ورکړ!
ما ـ ښاغلي ډګروال (ابوالحجاب) چې ښه غږ مې درلود، د ښاغلي جنرال (ابن وال) تر قوماندې لاندې د راډیو د تصرف لپاره مؤظف کړلی شوی وم.
ښاغلی (نوید حسین ادل)، ښاغلی جنرال (المات ذکي) او د دوی دری تنه نور سرتېري مؤظف وو، چې د (حسني لذت) رسټورانټ او ډګروال (مردباني) له څلورو نورو ملګرو سره په ګډه غوښتل، چې پُست خانه تر خپل کنټرول لاندې راولي.
د وسله تون تصرف د جنرال عاکف خیام په غاړه وو.
لنډه دا چې موږ تر انقلاب وړاندې هغه ښه ښه ځایونه او پر در آمده ادارې پخپلو مېنځونو کې وېشلې وې؛ (ړوند حمدالله) چې مخکې د څلورمې ټولۍ افسر او دوه کاله وړاندې تقاعد شوی وو،  ددې لپاره د زندان مسؤل وټاکلی شو چې که چېرې زموږ انقلاب تر بریا پورې ونه رسېږي او ونیول شو، موږ ته مخکې له مخکې په زندان کې نسبتاً ښه ځایونه چمتو کړي.
څو نورو د باور وړ ملګرو پسې وهم وګرځېدو، چې د پاتې نورو اداراتو د کنټرول لپاره یې وګمارو؛ خو جنرال (شهاب الجناب) وویل:
هغه ادارات چې په درد نه خوري، ولې یې بې ځایه نیسو؟
د مالیې و ښاروالي ادارې څه ګټه لري؟
د احصائیې د ادارې خو بېخي خبرې مه کوئ؛ ددغو اداراتو خو مې آن له نومونو لا بد کېږي…!
ټول موافق وو، یوازې جنرال (المات ذکي) وویل:
تاسو چې له دغو اداراتو تېرېږئ، بیا نو انقلاب ولې کوئ؟
خو چا یې خبرو ته غوږ ونه نیو او د جنرال (شهاب الجناب) وړاندیز په اکثریت رایو تصویب کړلی شو.
اوس نو تر بل هر کار وړاندې اړینه وه، چې د انقلاب په اړه د امریکایي مقاماتو نظر وپوښتو؛
په دې پوهېدو چې که چېرې امریکایان موافقه ونه کړي، زموږ زحمتونه به کومه ګټه ونه لري؛ له همدې امله مو یو هیئت وټاکه، چې د امریکا سفیر ته ورشي او د هغوی نظر معلوم کړي؛
زما نوم هم د هغو څلورو کسانو په ډله کې راغی، چې هغوی باید د امریکا له سفیر سره لیدلي وای.
نور بیا… .

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.