د مرسلې پرسرستوري (ناول)/ ۱ برخه

لیکوال: ع. رشید

548

لومړۍ  برخه

الله گل دانه دانه ، دانه دانه

شوروي قارکده نمیره خانه

الله گل دانه دانه

*

*

**

***

****

********

*************

د مرسلې پر سر ستوري

(ناول)

(۱۹۸۰- ۱۹۸۶ ) کلونه

 

لیکوال

ع. رشید

الله اکـــــــــــــــــبر

ډالـــــــــــــۍ :

 زما ارواښاد پلار (څارنوال غلام سخي رشید)  روح ته،

چې د ده له برکته مې د مرسلې لویي وپیژندله !

رشید

(۱)

لـــــــو ګـــــــډ شو …

د ترخه ژمي ترخې ترخې ورځې وې، سږهم زموږ خلکود پسرلي راتګ ته دهیلو اوامیدونوسترګې نه وې نیولې، سږ دغاټولو دجشنونوهرکلی موږ دزلمو په وینو سره وکړ، ځکه نوهرې خواته دغاټولوترجنډوهم دزلمو شهیدانو د قبرونو جنډواوچتې وې. نور وختونه به موږ په پسرلو کې د تورواو سپینو زاڼود کتارونو په راتګ سره د خپل ملک د کال د نیکمرغئ او …زیري اوریدل، د واورو او بارانونو ، وچکالیو او سالیو تعبیرونه به موږ په همدغه وخت کې چې زاڼې به راپورته شوې کول.

خوسږ ټول له هرڅه لاس په سرشوي ول، سږ موګرد سوچ موچ په دې کې و چې څنګه ژوندي پاتې شو، څنګه به د ژوند له دښمنه ځانونه دامن غیږې ته رسوو، څنګه به اوښکې اوښکې ژاړواو څنګه به د وینو باغ ته د نامراد هوس او نامرادوهیلود جنازو له کاروان سره بدرګه کیږو ؟

سږ پسرلیو موږته کوم سلامونه اوپیغامونه نه درلودل،هو،سلامونه…  چا به راوړي وای ؟ غرونو که سیندونو، ونو که شنلیو؟ وریځو که بارانونو؟هیچا، په دې خاطر چې سږ هرڅوک اوهرشی اوټول وطن په خپلوغموکې ډوب وو… یوازې اناګانې وې چې په لړزیدلوآوازوکی به یې ماشومانوته ترژبولاندې ترغوږو ورتیروله چې :

خدایږو لالیه بي ننګۍ ته دساتینه …

دغرونو سرونه په ژمنیو واورو پټ وو،په پسرلي کې هم هلته لاهم هغه ژمنۍ سړه سیلۍ لګیده،سیندونه هم له مستۍ لویدلی وو،ځکه چې دغرونو پرسروتوروسیلیو له لمراود هغه له پسرلینو تودو تودو وړانګو سره ترخې اووحشیانه مقابلې درلودې …ونې هم لکه په لابراتوارونوکې اسکلیتونه په ګرد وطن کې بې سیکه ولاړې وې،شنلي اوچمنونه ګرد په دوړو پټ وو اود باران اوبوته یې په ګردو پټې ژبې وچې کلکې نیولی وې …بارانونه هم کم وواو وریځې داسې قهرجنی او کرکجنې شوې وې چې پراوږو باندې یې یوازې تندرونو خولې لګولې شوای اوبس …

         سږ تندرونه لیونی شوی وو، په غرهاراو دربهارکې یې هغه مستي او دبدبه نه وه پاتې،هغسې لکه چې دپخوا په شان به چې موږترې ویریدواوپه هرځل دربا اوکړسابه یې زموږزړونه ترتلو تیرول.سږموږ بدو ورځو پسې اخیستي وواودهغه دربا او تڼا هم نه شوای ډرولای.ځکه چې اوس زموږ ژوند ګرد سره یوتندرواوموږهم یو پرسره توپان اوښتی ملت !

هسې چې ګرد ژمي درنې درنې واورې راباندې و اوریدې،همداسې ګرد اوړی هم اورونه اوتوپونه را باندې و اوریدل، ګرد اوړی موملاوي کړوپې وې اوګرد اوړی مو په سنګرجوړولو سره تیرشو… ټول اوړی مو سترګې د شوبلو د   ځنځیرونوپرپټوباندې نښتې یوې اوبلې خواته تلې اوراتلې اوهمدغه چینونه اوپټې وې چې زموږ په ارادوراختل،زموږزړونه یې ماتول اوزموږ دکلیو یوپربل پسې نښتي کورونه یې له زمکې سره دم په دم یو کول.

زموږ کلیوالوهم سږان په لوونواو درمندو کې دخپلې خوارې خوارۍ  سندرې پورته نه کړې اونه یې لکه د پخوا په شان په مزو مزو سره وویل داځکه چې دا څووم کال و چې دوی دماتم او غمیزې میلمانه شوي وواو دچا خبره داسې عزت داري کوله چې د یوې شپې لپاره یې هم یوازې بې درده نه پریښودو. زما ښه په یاد دي، چې په نورو وختو کې به زموږ بزګرو کلیوالو په لوونو کې اشرونه کول او په ډله ییزه توګه به یې اوچتې اومستې سندرې ویلې، نجونو به وږي ټولول اود لو شویو غنموله سره به یې خپلې زمزمې په مینه مینه داسې پورته کولې :

لوګډ شو، ګډ شو د غنمو لو ګډ شو

چې غنم لوشو یاره تا به راولمه

او لو ګډ شو …. ګډ شو د …

خو سږ داسندرې نه وې او نه یې چا زمزمې هم له لرې لرې اوریدې، اوس دغنمو اولونګو دواړو لوونه دخلکو له یاده وتلي وو، یوسورماتم پرملک را او ښتی و،له ورانوکلیو به په ژمنیواوږدو شپوکې دخلکو کاروانونه او بهیرونه وتل، روان به وو،خو منزل اومقصد یې هیچا نه شو په ګوته کولای…اوکورونه به په وینولړلو جسدونو ډک تر شا ترې پاتې کیدل،دګرد ملک پرهسکواوټیټوباندې د شوبلو او ټانکونو پولادي ځنځیرونه غوړیدلي وو،هو چینونه اوځنځیرونه اوهغه هم درانه درانه …

کاروانونه او بهیرونه روان ول … زمانه ستړې ښکاریده، د زمانې د زابلي رستم اراده سرو وحشی پوځونو ماته کړې وه، انسان خوارشوی او زبون شوی و، په ګرد وطن کې د مات زړه بهیر برلاسی و،کورونو ژړل ، غرونو ژړل  او زموږ د نیکونواو پلرونو له هدیرو دمرګونو ژړاوو غږونه اوریدل کیدل… زموږ د کلیوالوآرامې شپې  په درنو او ډارونکو شیبو باندې اوښتې وې…

  او سږ زموږزخمي زړونو دغنمودلوونو دفصلو سندرې له نا چارۍ په سره ژمي، سره پسرلي اوسره اوړې کې پټې پتې چې غږونه موڅوک وانه ورې له اوښکو او وینوسره یوځای ورو ورو پورته کړې …

لوګډ شو ، ګډ شو ، د غنمو لو ګډ شو …

 چې غنم لوشو یاره …

(۲)

روســــان په انسانیت نــــه پوهــــیږي …

                    دا لومړی ځل وچې کرچکوف، له یوه داسې افغان سره په پوځي عملیاتو کې ملګری شوی وچې هغه په روسي ژبه پوهیده، تردغه وخته دکرچکوف له راتګه په یوه حساب شپږ میاشتې تیرې وې او په بل اووه میاشتې،ځکه یوه میاشت خو دوی یوازې د کابل پرشاوخوا اوخپله د کابل په ښایسته ښارکې په اوږدو ګزمواو پیروتیره کړې وه…. تردغې ورځې پورې د دوی د پوځیانو تلوسه دې ته وه چې نن به دخونړۍ امریکا اوچیناني پوځونو سره چې افغانستان یې له خطرسره مخامخ کړی مخامخ کیږي او یا سبا … کوم چې یوهم نه و،دوي په دې اووه میاشتو کې نه امریکایی ټانک ولید اونه هم امریکایي الوتکه، ځکه دایوه هسې یوه روسي تبلیغاتي خبره وه چې دوی ته شپه اوورځ ویل کیده:موږبایدهره ورځ له امریکایانوسره جګړې ته تیاروو… تیار…

کرچکوف ښکلی زلمي و، له څیرې یې نه ښکاریده چې دا به یو ساده روسي سرتیری وي ، په دغو شپوورځو کې شوروی اودولتی سرتیري د پوځي عملیاتو لپاره سره ګډ شوي وو،نادرجان هم له دوی سره په یوه خوا کې د دندې لپاره ګمارل شوی و… دهغه روسي ژبه ډیره ښه زده وه،ځکه چې هغه پوره شپږکاله په روسیه کې تاریخ لوستی و،خو اوس چې سم کابل ته رارسیدلی و،هغه یې دخلقی تو ب له امله کارته نه و پریښی او نیغ یې له راتګ سره سم عسکري ته استولی و.

کرچکوف اودهغه ملګري له نادرجان سره په لومړۍ کتنه کې په دې سره پوه شول چې د هغه روسي ژبه زده ده،اودیوه بل په خبره سره پوهیږي، دا د دوی لپاره هم ترهرڅه په زړه پورې وه ، ځکه  دوی پردې پوهیدل چې له ده سره به دوی لکه نا بلده غل پرکاه دانې نه ورننوزي .

په روسي سرتیروکې یوازې کرچکوف بل شان سرتیری و، ده به تل هڅه کوله چې په هرځای اوهره خبره کې ځان دخبرو په رمزاو رښتیا باندې پوه کړي اونن سبایې زیاته هڅه دغه ته کوله څو پردې باندې پوه شي چې دوی دلته څه کوي ؟ له چا سره ؟ دچا په خاطر ؟… خودوی ته چې څه ویل شوي ول،هغه اوس په افغانستان کې نه لیدل کیدل ، ځکه نو داسې ښکاریده چې د دوی نامعلوم سفرهم دنامعلوم منزل پرلوري دی …او دوی لاهم پردغه ټکی سم نه پوهیدل چې دلته پرکومه خوا روان دي …

په هغه ورځ چې کله د دوی پوځیانو دجګړې پرلور په لومړي ځل حرکت وکړاو دوی هم ځانونه پردرنو شوبلې باندې کلک نیولی روان وو،کرچکوف په چینګه خوله  له نادرجانه پوښتنه وکړه :

ـ  چیرې روان یو،داشوبلې موږ چیرته وړي ؟ ته خو ددې وطن یې،بلد یې ، خبربه هم وې،چې موږ له چا سره د جنګ میدان ته روان یو ؟

نادرجان دکرچکوف دا خبره په پیل کې دومره جدي اومهمه نه انګیرله ځکه یې وارد واره ځواب ورکړ :

ـ ته نه پوهیږې چې موږ چیرې روان یو اوکه له ما خبرې اخلې ؟  جګړې ته ، ویل کیږي چې ستاسو غونډ باید په غزنی کی ځای پرځای شي… وایې چې هلته بسمچي خورا زیات شوي …

ـ بسمچي؟ دوی امریکایان دي ،که چینایان اوکه پاکستانیان ؟

نادرجان سره له دې چې له سینې توند زلمی و، خود روسي سرتیرو پردغې ناخبرې اوساده ګی هم ښه پوهیده،ځکه یې په یو څه تونده او تروه څیره ورته وویل :

–  بابا ته تراوسه بسمچي نه پیژنې … دا زموږ خپل خلک،چې له تاسو او کارمل سره یې جګړه  پیل کړې…د بخارااو سمرقند اومرکزي آسیا خلکو چې کلونه کلونه  له شورویانو سره  ډغرې ووهلې،هغوی له کومه راغلی وو، له امریکا، له چین اوکه له پاکستانه …

ـ داچې موږ ته ویل کیږي چې پرافغانستان امریکا یرغل کړی،هغوی چیرې دي ؟

ـ دڅه شي امریکایان؟امریکایان خو تردغه دمه په امریکا کې خپل خوبونه کوي، تاسې تراوسه هم فکرکوئ چې هغوی افغانستان نیولی دی ؟

ـ هو، موږ ته خو تراوسه هم دا ویل کیږي چې امریکایان دلته راغلي اوداملک یې نیولی دی …

ـ څومره ساده خلک یاست،هرڅوک چې هرڅه درته ووایې هغه په پټو سترګو منئ،خو موږ افغانان دا ځانګړتیا نه لرو،دهرچا په خبرو تیروځو هم نه،زموږ سرتیري هم لکه تاسې غوندې په سترګوتړلي چرګان نه دي،، وبه یې وینئ ، او وبه یې پیژنۍ ! امریکایان خو تراوسه نه دي راغلی، اوس خودم ګړۍ  ستا اوزموږ خبره ده،دهغو وار زیات فکرکیږي چې له تاسو به وروسته وي…

د نادرجانه دغې خبرې لکه چې کرچکوف دفکر تیاروته یوڅه درڼایئ څرک ورورساوه ، خو لاهم په دوه لارې کې و، ډیرې آزادې پوښتنې یې دشوبلي پرسرځکه نه شوې کولای ، چې داډول پوښتنې اوګرویږنې د قوماندانواویوشمیرنورولپاره په زړه پورې نه وې،په دغه ډله روسانو کې یوازې کرچکوف داسې ښکاریده  چې په زړه کې څه نه لري،اویاداچې د دندې له مخې یې ځان همداسې عیارکړی و،خو داسې ښکاریده چې دده زړه هم په درواغوسره شین شوی و … له بلې خوا نادرجان هم پرده دومره زیات باورنه شو کولای ، ځکه هغه بیا له ده ډاریده اودایې هره شیبه ترسترګو سترګو کیده چې دی یې دکومې سرې بلا په خوله کې ور نه کړي …همداوجه وه چې یو پربل باندې دومره زر ترزره باوری کیدل هم څه آسانه کارنه و،خولاتراوسه په باطن کې یوه اوبل ته سره غله وو …

 د دوی پوځي کتارپه هغه ورځ دغزني پرلورروان و،کرچکوف د پغمان د درې ښکلا او د چونغردلړیو ښامارانو ته په حیرانتیا سره کتل او ترلمرین شینکی آسمان لاندې دغو زړه وړونکو انځورونو، دغوهسکواو ټیټو درواودغوړنګوبنګو له خټو جوړو شویو مستطیل، مربع ډوله کورونو،د پراخو دښتو په پراخو لمنو کې دکوچیانو کیږدیوبه هره شیبه د اکراین دکیف طبعی ښکلا، ښکلې ماڼۍ، سمسوربڼونه، داورګاډي ښاماري تاوراتاو پټلۍ، د خپلو خلکو آرامۍ ، خنداوې په پرتلیزه توګه وریادولې…

کله یې چې د بی سروپایه دښتو پرپراخو سینو باندې دکوچیانو مینې ولیدې نویې واردواره پرنادرجان غږ وکړ :

ـ  دا خلک په ژمي کې خامخا ښارونو ته ځي ،او هلته به په بنګلواو کورونو کې اوسیږي ؟

–   نه ، نه  ، دهغوی ژمی او اوړی په همدغو کیږدیوکې تیریږي ، په همدغو تورو کیږدیو کې پید اکیږي، په همدغو توروکیږدیو لویږي او په همدغو تورو کیږدیو کې له ژوند سره وروستی خدای پامانی هم کوي … دوی له ښاري ژوند سره عادت نه دي اونه یې خوښوي،د دوی میرمنې چې یوه بلې ته ښیراوې کوي نورورته وایي:« خدای دې د تورکوټو بندۍ کړه … »

هغه ته د ویرژلوخو میړنیو کوچیانوژوند دحیرانیتا وړو،هغه پردې باندې نه پوهیده چې هغوی مالونه او څاروي ساتي اوهغه د دوی دژوند داوږده بهیر بیړۍ د مرګ تر پولې پورې بدرګه اولارښونه کوي .

    کرچکوف فکر کاوه چې کواکی دوی هم د دده دملک خلک په فابریکو کې کارکوي ،او کار به یې د ژوند زیرمه جوړوي، خو چې نادرجان داخبره ورته وکړه،چې هغو نه فابریکې پیژني، نه ماشین اونه هم کارګر،دوی تراوسه په ډیرساده کاریانی دخپلې ژبې په لیک او لوست نه پوهیږي،هغو قلم او کاغذ پیژني خو کارولی یې نه شي،هغوی پرخدای کلک ایمان لري خو په دي لږ پوهیږي چې دخدای لاره اودهغه دخوښئ ترلاسه کولو لپاره ترعقیدې زیات څه ترسره کړي. یوازې ساده لمونځ او پربسم الرحمان الرحیم  دعقیدې کلک مسلمانان دي ، دکلکي ارادې اومینه ناک زړه خاوندان دي، په پښتو خبرې کوي، پښتانه دي، شمیریې ترملیونو اوړي.دهغو پښتنوزامن دي چې دکالنجرپراوسپنیزو کلاوواود سومنات پرلوړو په  باندې برلاسی ول،هغوی چې بیا د لوی مغل په زمانه کې پر دوی باندې باورکول ګناه وه او له هم هغې ورځې را په دیخوا د دوی ژوند د لیلې او مجنون د افسانې پرسیمو باندې تیریږي اودهغوی په یاد تراوسه پورې  تورنمري د دوی په تنو کې توره ځلا کوي…

… هنوزمردم صحرانشین سیاه پوشند…

د نادرجان دا خبرې لاپای ته نه وې رسیدلې چې دشوروي سرتیروله منځه رینسکي سررا اوچت کړاو په وچو لمروهلو شونډویی داخبره راغبرګه شوه :

ـ  د تاریخ ماسترزه یم اوتاریخي خبرې تاسې کوئ ، له ماپوښتنه وکړئ زه افغانان ( پښتانه ) ترتاسوټولوښه پیژنم،دوی بل ډول خلک دي ،څوڅوځلې یي په آسیاکې پاچاهۍ کړې،لویی ارادې یې دافغانستان تردغواوچتو اوچتو آسمان څوکو غرونو هم اوچتې دي،خواوس افسوس چې زمانه بدله شوې ده ،اوس داخبرې له دوی سره نه ښایي ،اوس په نړۍ کې ترموږ(شورویانو ) میړنی،باتوراواتل خلک نشته ، اوس لویي زموږ ده… وګوره دا ده د پښتنو د غرور ماڼۍ مو د سترګو په رپ کې رانسکوره کړه،امین اوګلبدین هم افغانان ( پښتانه )وو،غوښتل یې چې امریکایان راولي ،څه یې وکړای شول؟اوڅه یې له وسه پوره شول ؟ د رینسکي ددغو خبرو له اوریدو سره سم ټولویوه اوبل ته سره وکتل،رینسکي په دغه غونډه کې دیوه زغره وال کندک سیاسی مشرو،کرچکوف مخکې ترمخکې نادرجان ته ور پیژندلی و،ځکه یی د نادرجان په ځواب کې په ډیراحتیاط سره دومره ویلي وو چې:

ـ  ستا سې په لویۍ اوهیلو باندې نه پوهیږم،تاسې خووایاست چې ګرده نړۍ به سوسیالستی شي ،خو چي پرته له تورې او ټوپکه شي،دا به یې لویي وي،پښتانه یومتل لري چې وایې:« په زور کلي نه کیږي » ستاسې سوسیالیزم هم باید لکه پسرلي چې پرطبعیت باندې خپله لوړتیا او وړتیا غوړولي هغسې وي،نه داسې لکه د ژمي په شان،موږخوسوسیالیزم داسې پیژنوداچې ته وایې دامین اوګلبدین دغرور ماڼۍ مودسترګو په رپ کې رانسکوره کړه،اول خو داسمه نه ده، ځکه تاسې وران پوه شوي یاست،بله داچې ګورئ پښتانه متل لري زه یې درته وایم هغه داچې،«  داد پټي سردی، پټی وروسته سور ور دی »  وبه ګورو چې خدای څه کوي ؟

د امین  دنامه له اوریدو سره سم پتروفسکي هم دمخابرې غوږۍ له خپلوغوږو پریوه خوا کړه ، اوله نادرجانه یې وپوښتل :

ـ  امین د سی آی ایې جاسوسی و؟ هغه د ګلبدین څه و ؟

نادرجان په موسکۍ څیره  ورته وویل :

ـ  په دغه اړه زه ډیرمعلومات نه لرم،خو دومره پوهیږم چې کوم شی  چې په دغه باره کې تاسوته ویل شوي هغه رښتیا نه دي،امین اوګلبدین که څه هم پښتانه وو،خوزموږ په ټولنه کې دواړه بیل بیل کسان دي .

ـ  موږ ته خو اوس هم ویل کیږي،چې افغانستان یې د امریکې په اډه اړاوه،که موږ نه وای راغلي افغانستان خو به د نړۍ په نقشه کې نه و…

نادرجان ته ورته موسکی شواوله خند اسره یې ورته وویل :

ـ  افغانان تراوسه هم ستاسې داخبره نه مني اونه پرې باوري دي،هغو په دغه برخه کې له تاسوپوښتي او وایي چې که زموږ هیواد ددنیا په نقشه کې نه وای نو چیرې به وای ؟

د رینسکي خولې بیا بخار وکړ، ځکه یې وویل :

ـ  په دې خبره کې دشک ځای نشته،که هغوی دسیا ګوډاګیان نه وای،موږ به دلته نه راتلو،پرون دغونډ قوماندان هم داخبره وکړه،هغه څه چې قوماندانان وایي هغه رښتیا دي ، هغه زموږ لپاره مهم دي،هرڅوک چې زموږ په مقابل کې مقاومت کوي ،هغه دامین اوګلبدین پلویان دي،هغوی ته له امریکې وسلې راځي،موږ باید هغوی له منځه یوسو لکه چې یومووړل…

نور چا د دغې خبرې په مقابل کې څه ونه ویل،دغه لړۍ،همدلته پای ته ورسیده اوپوځي  کتار روان و داسې لکه افسانوي ښامارچې سراو بریې له خدایه پرته بل چا ته نه ښکاریده …

په بله ورځ د کتاریو سر د سالارو پرچینه باندې ودرید،دغه ښکلی چینه اودمه ځای دی ،هغه مساپراو موټرونه چې دغزني ،کندهار،هرات اونورولویدیزو ولایتونو پرلور ځي او راځي،هغوی به دلته خامخا دمه کوي ، یخې اوبه ،خوږې میوې ، اوترټولو مهم دیوې لنډې آرامۍ احساس به همدلته ستړومساپروته ورپه برخه کیده اوکیږی …اوس دکتار سرهمدلته را رسیدلی واوهمدلته پروته و… له لرې لرې دنریو ګولیو ګوزارونه هم پرې کیدل، له بیګا راهیسې دوه تنه دهغو له امله ټپیان شوي هم وو، همدغه خبرونه کښته اوپورته کیدل چې یونا څاپه دتوپونوخولې ورخلاصې شوې،هلته وړاندې په پراخو کروندواود کلیو پراوږدو او لنډوباندې تورګرد اوخړ تورتم را خورشو،په یوڅو شیبو کې له دواړو خواوو یو پربل باندې درنې ډزې پیل شوې، هو، درنې اومرګونې ډزې … له دواړو خواوو یو پرباندې زړه سوی نه و، وروڼو وروڼه ویشتل اوخپلو خپل،ځکه چې دوی یې یوه او بل ته ورمخامخ کړي وو، کتار ته هم زیان ورسید خو بسمچیو ته چې رینسکی د امین او ګلبدین پلویان بلل نه یوازې د سرتاوان بلکی کلي او کورنه هم یې په کې ړنګ و بنګ شول …

د خړ تورتم لمنه دکتا راوږدې لمنې ته وار په وار رانژدي کیده ، په پیل کې خو د کتار بولندویانو داسې فکرکاوه چې ګواکی یرغل یوازې له لویدیز لوري  د دوی پرلور را نژدې کیدونکی دی ، خو وروسته روښانه شوه چې  دا برید له یوې خوا نه و،  بلکی دکتار پرمنځ او پای هم درانه ګوزاونه په یوه وخت کې پیل شوي وو.

په هغو شپو ورځوکې خلک د شورویانو پرضد په ډیروعصري وسلو نه وو سمبال شوي ، په هغه ورځ هم پردغه لوی کتار باندې یرغل دخالی لاسو یرغل و،خلک یوازې دجهاد له نامه سره جنګ ته راغلي وو، خلکو او سرتیرو ته برابر تاوانونه ورسیدل ، په کتار کې زیات موټرونه او ټانکونه وسول،دوی د ټانکونو دسوځولو لپاره ساده  وسله جوړه کړې وه ، دغه وسله نه د امریکې وه، نه د چین اونه هم دعربی هیوادو،دغه وسله یو ساده بوتل و چې په هغه کې به یی  پترول  اچول، د هغه پرسرباندې یې  داسې یوه ماده ایښوده چې  کله به په ټانک او یا بله وسیله ولګیده،هغه به لمبه کوله او پترولو به اور واخیست ځکه یې په دغو بوتلو باندې زیات ټانکونه وسول، خلکوبه ویل چې داوسله ماما شریف چې لوی  امینی خلقي افسرو اونوی د روسانو له ښکیله را تښتیدلی و جنګیالیو ته ورښودلې وه… داکه  څه هم دومره مهمه وسیله نه وه، خو یوڅه چې له بوتل سره به خلکو ملګري کړی و، هغه غږ و چې هغه له زړو راووت او دباور فرښتو ترزړونو پورې په خپل شان اوپرتم سره رساوه چې  الله اکبر ..  الله اکبر … الله اکبر …

****

تور ګردونه نوي دمځکې له مخې پورته شوی وو،پرکتار باندې هم ګوزارونه کم شوي وو،  ټولو ته ښکاریدل چې شاوخوا کلیو ته زیات زیانونه ورسیدل،په دغه لنډه ګنډه جګړه کې پرکلیو باندې درنې درنې ګولۍ په خورا بې رحمئ سره لکه درنې ټکې  واوریدې،ماشومانو،ښځواوسپین ږیروته ترهرچا زیات تاوانونه ورسیدل، ځکه چې هغوی خالي لاس وو، نه جنګیدل اونه هم دجنګیدو پرچل پوهیدل، زیات شمیرترخاورلاندې شول اوهم په ګولیو سوري سوري، په کورونو کې زخمي لویدلي پراته وو، درنه جګړه وه، او درانه غمونه یې په هغه ورځ په زیاترو کلیوکې بې اسرې کلیوالو ته پاتې شول …

لاهم یوڅو شیبي دحرکت لپاره پاتې وې، دنادرجان اوکرچکوف دوی شوبلې ته کوم زیان نه و رسیدلی، دهغو شوبلې دسړک کیڼې خوا ته څو( سنګر) نیولی واو پرلرې لرې سیمواو کلیو باندې یې درنې او قهرجنې ګولۍ اورولې او اورولې…

 په یوڅو شیبو کې قومانده ورکړه شوه چې باید دحرکت لپاره ځانونه تیارکړي،په همدغه تیاري کې وو چې هلته يي په شنه کرونده کې پریوه سپین ږیري باندې سترګې ولګیدې  چې دکتار پرخوا لکه لیونی را روان واوله ډیردرانه قهرسره سره یې دا ترخوله راوزی :

ـ چیرې ځۍ  ؟ زما کور خومو را وران کړ…  زما ماشومان خوموتر دیوالو لاندې کړل ،  والله که رانه ولاړشئ ، هو ، په والله  … په والله   او په …

ګرد پوځیان هغه ته ځیرشول ، ټول پام یې دهغه پرلورشو،شکیدلی ګریوان،لوڅې پښې ، ژړغونې سترګې ، لویدلی آواز،اوسپنیزه چا رچاخه په لاس د شوبلي درانه قد اندام ته ودرید  او پرهغې درانه درانه ګوزارونه پیل کړل او له هر ګوزار سره یي بیاهم هغه یوغږ ملګری و، الله اکبر…ترسترګو یې تپه تیاره وه،دشوبلی ټولې ډلی دسپین ږیرې دلته لیونتو ب ته کتل او ټول ورته په غاښ شوی ول،کومې خبرې چې دده له خولې راوتې،هغه ټولې نادرجان روسانو ته په هم هغې مزې چې  دده له خولي راو تلې یوه یوه ژباړلې … که څه هم دده هرګوزار پرشوبلې باندې د فیل او ماشې خبره وه ، خو کرچکوف بیا اریان دریان ورته کتل،هغه لکه رینسکی اوپتروفسکي غوندې د سپین ږیرې( لیوني افغان ) دغه حالت ته نه خندل اونه یې هسې په سرسري توګه ورته کتل،دچارچاخې په تیرو ښاخونه یې د شوبلې ټولې هندارې سره دړې وړې کړې، دلته همدغه معرکه روانه وه چې دحرکت قومانده ورکړه شوه … دنادرجان دوی شوبله هم وغریده او پرحرکت شوه، دوی ټولو فکر کاوه چې خبره دتګ تګ شوه سپین ږیري به هم ځان یوې خواته کړی وي ، خو داسې نه وه ، هغه د شوبلي تر توپ خپله غیږه راتاوکړې وه ، داسې چې هرچا ورته کتل ورته حیرانیده ، په همدغه وخت کې یې هم لا همدغه نارې ترخولې راوتې :

ـ چیرې ځئ ،  زما کورمو را وران کا ،  زما ماشومان خو مو تردیوالو لاندې کړل ، والله که رانه ولاړشئ ،   هو  والله …

نادرجان څوڅوځلې ده ته  دده په خپله ژبه ویلي ووچې له شوبلې راکوزشي، خودهغه دخبرو پروایې هم نه وه ساتلې،آن لاپه ځواب کې یې داخبره هم ورته کړې وه :

ـ  چپ شه سپیه، که رښتیاهم دومره نارینه یې یوځل خو له دې قبره (شوبلې ) راووځه ،  هو، یوازې یوځل …

 د نادرجان جان لویه ځوانه داوه چې هغه یې دشوبلې د ننه شورویانو ته دلیوني په نامه ور پیژندلی و،همداوجه وه،چې تراوسه  یې په ګولۍ نه ویشت،خو تردوی وروسته روسي بیردیم والاوو،هغه په همدغه حا لت کې لیدلی و، هغوی د نا درجان دوی دشوبلې له سره د دشکې، په پرله پسې، اورسره کښته را والوزاوه اولکه ښکارشوی مرغه د شوبلي څنګ ته لکه  دیوال پرمځکه راپریوت ،خولایی هم له خولې همدا راوتل :

ـ زما ماشومان خوموتردیوالولاندې کړل، والله که رانه ولاړشئ … هو  والله … 

هغه لیونی ساده او پاک زړی بزګر، پرځمکه راو لوید،په وینوکې لیت پیت و، هم هلته یې د سړک پرسریوه څنګ ته د ژوند وروستۍ سلګۍ هم له همدغه غږ ، هو والله … سره مل وي …

او کتا رد لویدیز په لورلکه ښامار روان و، پرهغه لورچې هیچا ته یې هم پته نه لګیده … د نادرجان اوکرچکوف لپاره بیا یوه بله دحیرانیتا وړ خبره پیداشوه، په همدغه سوچ کې وو چې رینسکي د نادرجان سترګو ته ګوته وښوروله،اوپه تانه یی غږکې یې ورته وویل :

ـ ستاسې خلک خورا وروسته پاتې دي، وحشي دي،ځانته مرګ په لوی لاس وربولي، موږ خپله لاره وهو،دغه لیونی ته ګوره، دی نه پوهیږي چې موږ نن په دنیا کې څوک یو ؟  دریغه چې موږ دومره لوی ځواک تراوسه پورې دغو خلکو ته چانه یو ورپیژندلي،هو،داهم دامین کارو، دایوه لویه تیروتنه ده،داسې چې زموږ دځواک پرځای اوس هم دوی په خپلو تیروکې په خپلوتیرو پرتموکې ډوب دي… خوهغه تیرې خبرې دوی اوس په خوب ووینې … داسې باید نه وي ، دوی ته باید وویل شي چې نن سبا موږ څو ک یو،دوی باید نور دخپلو تیروهرڅه چې وو خوبونه ونه ویني ، ببرک دهمدغه ټکي په خاطرموږ راوستی اوکه نه …

نادرجان به ددې خبرې په وړاندې څه ځواب ویلی وای؟یوازې یې یوواکمن،یوه څیره شاه شجاع  سترګو ته کلک ودرید،هغه په خپل تاریخ کې دغه واکمن دیوه منفی کرکتر په توګه پيژانده او ورته ویل شوي وو چې هغه د انګریز نوکرو،خو دې ټکی ته یې پام نه و،چې که د شاه شجاع پرخای هرڅوک وای،له هغه خامخا شاه شجاع جوړیده …د رینسکي دغې خبرې چې ګواکي ستاسې خلک وحشي دي، دی هم ډیرخواشینی کړ،ځکه یې زموږ دخلکو په وینا حالت ورته بدل شو،دهغه خبره یې بی ځوابه پرینښوده ځکه خویې په خورا نرمه خو دردونکي ژبه  دده خبره ورغبرګه کړه :

ـ هو،ته رښتیا وایې،زموږ خلک وحشي دي،داد وحشت پړاو، پرهرچا راځي، هغه مهال چې نازي پوځونه د شوروي دیوشمیرښارونو شاوخواته راورسیدل، هغوی هم داسې وحشیان شوې چې انسان ورته اهمیت نه درلود،اونه یي سترګې له ځان پرته پربل چا ډکیدې،پرهغه مهال به نازیانو تاسې ته هم کټ مټ خبرې کولي :

« روسان په انسانیت نه پوهیږي …» داسې حالات کله کله پرهرچا راځي ، پرهرملت باندې راځي، اواوس دادی پرموږهم راغلي دي…لکه چې تاهم دا اوس ووې …

ددغې خبرې په اوریدو سره په رښتیا هم د کرچکوف او رینسکي غوږونو انګازي وکړي،  کرچکوف سپین زړې روسي ښکاریده،خو رینسکي بیا روان سیاست په زغرده چلاوه ، دده په وینا په تاریخ هم ښه پوهیده،ځکه یې په موسکانه څیره نادرجان ته وکتل، اوپوښتنه یې ترې وکړه :

ـ ته خو به پښتون نه یې ؟

ـ یم،ځکه زما وطن دپښتنو دوطن په نامه یادیږي،په انفرادي توګه موږ ځانوته افغانان هم وایو،ددې وطن هراوسیدونکي ځان د افغان په نامه یادوي ، په دي توګه خوزه پښتون یم،ستا سې په نظر پښتون یاني څوک ؟

ـ زموږ په نظر پښتانه یاني شوروي ضد او فاشست، آیا ته شوروي ضد او فاشست یې ؟

 ـ شوروي ضد یاني څه ؟

ـ  هرڅه چې فکرکوئ،دوی فاشستان دي،موږ ته دوی اوامریکایان توپیرنه لري،ځکه دوی  ګرده د امپریالزم له خوا دې ته ګمارل شوي چې په افغانستان کې شوروي ضد نظام رامنځ ته کړي …دوی امین غواړي او دوی ګلبدین مني …

د دغې خبرې په اوریدو سره  دچا خبره د نادرجان له ماغزو شین دود پورته شو، ځان یې کنترول کړ، ځکه یې داخبره له ځان سره زمزمه کړه چې :

ـ  ستاسې ګناه نه ده ، موږ خپله احمقان یو، ځکه داخبرې هم ستاسې نه دي، موږ خدای داسې بدمرغه کړي یو چې زموږ یوشمیرلاسپوڅي داشان خبرې ستا سې په خولو کې درکوي… په موږ کې خوستاسې نوکران لږ نه دي، که هغوی چې ستاسې د اوږو بازان دي ، داخبرې نه کولی، ستاسې یې له دغو خبرو سره څه وو؟ په موږ کې متل دی چې څیړۍ رښتیا ویلي چې که دتبرلاستي زما له خپل ښاخه نه وای ، زماملا به کله هم چا نه وای راماته کړې …

دویمه ورځ وه چې درندې شوبلې، دمارپیچې لارې اوږده تنابونه دغزني پرلورلنډول ، ماسپښین لوړو،چې کتار دغزني د ښار په ختیزه څنډه کې ودرید،  دکتار یوې اوبلي خوا ته  امنیت ونیول شو، په دې خاطر چې کتار ته له نژدي سمسور او ښکلي کلی څخه دزیات خطر خبرونه را رسیدلی وو، داکلی له پخوا د سمسوروباغو،پاکو اوبواو یوې بلې خواته دنریو نریو ویالو له امله نامتوو،اوس یې هم په تنګو تنګو ویالو کې پاکې اورڼۍ اوبه یوې اوبلې خواته روانې وې ،هلته دکلي پربره خوا دبت شکن محمود غزنوي دمزار ګومبزه له ورایه اوچته اودنګه ښکاریده چې تراوسه هم ترې دیوه پیاوړی پرتم احساس کیده …

دروسانو له ډلي یوهم رینسکی وچې دکتار په منځ کې یې یوې اوبلې خواته بیړنۍ ګزمه کوله،هغه بدغونی روسی و،ده دافغانستان دخلکو په باب یې داسې فکرکاوه،چې ده فکرکاوه، داهم دشوروي اوچکوسلواکیا په شان عادي خلک دي… په خپل بي ځایه غرورباندې خورا زیات نازیده، کله به چې نورو روسي پوځیانود رینسکی جدیت اوکلانکاري اواصولیت لیده،نوپه خپلو کې به یي یوه اوبل ته د ټوکو په ترڅ کې ویل :

ـ مه یې کوئ ، سیاسي پوهه یې لوړه تللې ده …

هغه په دغه ورځ دچا خبره کلانکاري وکړه، دکلي منځ ته یې ځان ورساوه …ماشومان له یوې اوبلط خواپرې را کواړه شول،له هغوی سره یې په ګونکۍ ژبه په اشارو خبرې اومسخرې کولي،له یوه ماشوم سره يې دهغه په لاس کې دغزني مڼې ولیدې،دی لاسم ورته ځیرشوی نه وچې هغه ماشوم ورته ونیولې،یوه یې له هغو واخیسته، نورو سرتیرو فکرکاوه چې رینسکی له ماشومانو سره په کونګو خبرو بوخت دی،همداوه چې هرڅوک په یوه ګوښه کې سره وغزیدل، دغه سمسورکلی روضه نومیږي،چې دغزنی کندهاردلویې لارې پرسر پروت دی،هره ورځ به چې پردغه لاره باندې پوځي کتارونه تلل، ددغه کلي خلک اوس ترزیاتې کچی د روسانو په ځانګړو باندې بلد شوي وو،اوس ددغه ځای کلیوال  ان چې ماشومان هم د دوی پر کمزور ټکو،غوښتنو اواړتیاوو باندې ښه پوهیدل،رینسکی لامڼه نه وه خوړلې چې یوه ماشوم دتومانچي دوې ګولي  ورته راوایستې په اشارو اشارو یې هغه په دې پوه کړ چې ګواکي دی غواړي ګولۍ د ده په تمانچه کې وډزوی او نښه پرې وولي ، داچې رینسکي دده لورینه لیدلې وه اوهغه یې په سترګوکې وه،له بلې خوا ډاډه و چې شاوخوا یې نور پوځیان شته، خپله تومانچه یي په ډیرجرآت سره ورکړه ، ما شومانو دی په ګونګی خبروکې سره بوخت کړ، پرده یې خپله دایره راتنګه کړه،اودده پرشاوخوایې شورماشورراجوړکړ،هغه ماشوم چې تومانچه یې له ده اخیستې وه ، ځان په همدغه شورماشورکې له دغه ځایه دباد وزرکړاوووت… په یو څو شیبو کې د سترګواو بڼوترمنځ شو، نه نښه وه اونه تومانچه، د رینسکي تومانچه یې ترې په هوا کړه ، رینسکي یوې او بلې خوا ته منډې رامنډې  وکړې،خودما شوم لوری او لودن یې ونه موند ،نورو ماشومانو هم ځانونه ناګارکړل  چې ګواکي موږ نه پوهیږو،تا ولي داکاروکړ… او د رینسکي تومانچه یې په همدغه شان ترې یووړه …

تیرماسپښین وچې کتارته بیا دتګ قومانده ورکړه شوه،رینسکي هم له ګزمې سپیره غوږونه بیرته خپلې شوبلې ته راستون شو، خواشیني او اندیښمن ښکاریده،او له ماشومانو سره یې خپله کیسه هم له چا سره شریکه نه کړه…کتارحرکت وکړ،لاهم له دغه سمسوره کلي پرلویدیز لورروان وهغه ماشومان چي پرینسکي پسې له شا را روان وو، کله چې دی پرشوبله باندې وخوت اوشوبلي هم حرکت وکړ، هغوی اوس ټول دسړک  پرڅنډه پریوه لیکه کې ولاړوو، په خندا خندا کې یې ده ته  دتانه په چل لاسونه ښورول او دده پرسادګۍ اوکه بې عقلۍ یې په کړیس کړیس پرده پسې خندل اوخندل …  !! ؟

پاتې لري ….

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.