الله گل دانه دانه، دانه دانه – شپږمه برخه

لیکوال ع. رشید

492

شوروي قارکده نمیره خانه

الله گل دانه دانه

*

*

**

***

****

********

*************

د مرسلې پر سر ستوري

(ناول)

  

(۱۹۸۰- ۱۹۸۶ ) کلونه

 

(۷)

د زیـــــــړو مـــــــدالــــونـــه

 

                 د لوونو پای په درمنددونولګیدلی و، تودوخه تراوسه هم سخته چیچونکې وه ، په دغو ورځوکې زموږ خلک خورا سره ستړي وي همداده چې دغوشپو ته خلک د لواو لورستړې شپې ورځي وایي،نارینه،میرمنې،ماشومان اوان چی سپین ږیري ټول که دچا خبره په دغو ورځو کې ترپزې ونیسې،نو له زیاتې ستړتیایې دمه خیږي … دادکال یوازنی موسم دی چې ټول په کې ستړي وي،خوپه دغو دریوڅلوروکالوکې دغه ستړیا دوه برابره شوې وه، پردې چې اوس دجګړوغمونه اودردونه پرې ورزیات شوي وو،ځکه نواوس هرچاهغه دلوشویوشوتلواوشنلیومړاوي خوشبویۍ نه محسوسولې، هرچا به چې کوم څه کرلی وو،له هغویی نمایی هم نه ترلاسه کول،پوځونه چې به پرې برابرشول ،دهغوشوبلواو موټرونو به کروندې داسې سره غوبل کړې چې تا به فکرکاوه،دلته په کلوکلوچا کراوکرنې ته لاس هم نه دی وروړی،له بلې خوا په دغوکلونو کې خدای پاک غلوته ورکړې وه،په تیره بیاهغوغلو ته چې دخلکو فصلونه اوکښتونه به یې لوټل…دانورې طبعي ناروغۍ خو یوې خواته پریږده،زموږ دخلکو په ژوند کې داسې بدمرغه کالونه کله هم دخلکو په یادواو خاطرو کې نه ووپاتې…

په همدغوشپوورځوکې په کابل،غزني،لوګراوکندهارکې د درنوجنګونو آوازې خورې وې ، دکابل پوځي روغتونو ته هره ورځ په سلګونوزخمیان اوشهیدان راوړل کیدل،په کلیواو بانډوکې هم داسې حال و، داسې ورځ به نه وه،چې له هرکلي به یوه، دوی اولازیاتې جنازې او ټپیان دروغتونواوهدیروپرخواوونه تلل،داسې ورځ به نه وه چې د تورخم او میرانشاه پرلارو به دمجاهدینو پلونه دیوې شیبې لپاره هم پټ پاتې شوي وو…اودا اوږدې غمیزې وې چې دغو خلکو ته پا ک الله وردغاړې کړې وې …

      نژدې یوه اونۍ کیده،چې په لوګراوجنوبي ولایتونوکې دا آوازه وه،چې یوشمیرمجاهدین د روسي یرغملو په مقابل کې خوشي کیږي …د زیاتوخلکواوکورنیودا تلوسه وه چې ګوندې په دغه څپه کې به د دوی دکورنیوغړي،هغوی چې حکومت ژوندي نیولی اوپه نامعلومو زندانو کې په نامعلومو جرمونو ترنامعلومو مودو پورې پراته دي راخوشی کړل شی، په دغو کورنیو کې داسې کورنۍ هم وې چې دیوه غړي پرځای یې دوه او دری هم له کورونو ژوندي ایستل شوي وو،داسې کورنۍ هم وې چې یو شمیرغړي یې په خپل منځي جګړوکې وژل شوي او ورک وو،دوی هم فکرکاوه چې کیدای شي دوی هم د دولت له خوا بندي او زندانی شوي وې …

  د دوشنبې ورځ وه،چې افغاني جنګیالي اوروسي یرغمل دیوې اوارې دښتي په منځ کې چې دا دوې شپې اوربند په کې لګیدلی و،دواړولوریو ته وسپارل شول،په دغه ډله کې د لنینګراد دلوړرتبه چارواکي زوی هم و …کرچکوف د روسانو په ډله کې هلته ولاړو، دافغانی پوځونو مهم او لوړرتبه چارواکی هم هلته وو، نادرجان او کرچکوف هم دلته سره لیدلي وو،هغه دکابل کیسې اوڅه یې چې هلته لیدلي ووان د زندان ترکیسو پورې هغه یې ګردې  نادرجان ته ویلي وې،په دغه سفرکې چي کوم لیک یی مورده را استولی وهغه یې هم نادرجان ته ورښودلی و،هغه چې په ښکلي روسي خط یې ورته لیکلي وو:

«… کله چې دې همزولي ګورم ته رایادیږې،کله چې دې ښوونځي ته ورکږه شم،ستا ماشومتوب مې مخې ته تیک را ودریږي،ستاخوږه خندا اودبدمرغې جګړې کریږې څومره سره لرې وې،خوڅه وکړم،دابه هم دخدای رضاوه…زه پوهیږم چې په دغه جګړه کې یوازې دزیړوله مدالونو پرته بل کوم ویاړنشته اونه ترې ترلاسه کیدای شي،داپه دې چې زموږ پلرونو چې په جنګونوکې سرونه با یللي ووله هغوی هم موږ ته دزیړوله مدالو پرته نورڅه نه دي را پاتې،هغه چې څوک کله هم نه شي پرویاړلی.. ته باید دا خبره هیره نه کړې چې ستا په وړاندې هم انسان ولاړدی، ستاهم نوع اوهمداسې لکه تا غوندې …خلک وايي چې دروسانو دا تیری به بري ته ونه رسي،ځکه چې لمرله ختیزه راخیږي اوپه لویدیزکې لوییږي … یوازې سپوږمۍ کله کله سرله لویدیزه لکه بې زومه ناوې راپورته کوي چې د آسمان غیږې ته له لویدیزه د ورتلو توان له لاسه ورکوي،اولکه مات شوی پهلوان میدان پریږدي اوبیرته دلویدیز آسمان پرلورله سترګو،له خلکواو له جهانه پناه کیږي … هو، زویه، ویښ اوسه چې باید ژوندي پاتې شې،ما دا خوب لیدلی چې د نړۍ ګوډ لیوه به دا ځل خپل پوټکی ددغه ښکاري(افغان) دتخرګ میلمه کړي،بچیه نه مې هیریږې،یوه شیبه مې هم نه هیریږې … کله چې دې همزولي ګورم،ته رایادیږې … ستا خوږه خندا اوددغو بدمرغو جګړو ګردونه او فریادونه مې له دوو خواوو زړه راسوری کوي…هو موږ څومره له یوه او بله لرې یو… پام کوه، پام…  کوم څه چې ما ددغو خلکو په اړه درته ویلي هغه له یاده ونه باسې …ته باید له دوی سره مرسته وکړې او باید له دوی سره ځان یوشان وبولې … (موردې  انا ګریګوری  آزادو وا )

لمرهسک راغلی و،چې د دواړو خواوویرغمل یوه اوبل ته وسپارل شول،دری افغاني  یرغمل اودری روسان هغه نیکمرغه انسانان ووچې د دواړوخواوود قهراوغضب د توپان له منګولو ژوندي راووتل،په تیره بیا په دغه کال چې د روسانو دیرغل نږدې څلورکاله پوره شوي وو…هو،دا په رښتیاهم یوچانس واویوښه بخت…چې خدای دوی ته ورپه برخه کړی و…څومره په زړه پورې صحنه وي چې دیوه انسان په وړاندې دجبراو قهردزندان توره دروازه دخلاصون په هیله پرانستل شي اود لومړي ځل لپاره یې سترګې د مورپرسترګو ولګیږي … !

په هغه ورځ دروسانو په قرارګاه کې بل ډول خوشالۍ وې دومره روسان دلته راغونډ شوي وو چې تا به فکرکاوه ،ګردروسی پوځ دلته راغلی دی،هغوی ټولویوازې د یوه سړي د زوی دخوشالي اوخلاصون په خاطر دلته ځانونه را رسولي وو،دلته سړي ته ښه ښکاریده چې روسی نظام هم د خپل ماهیت له مخې،یوعادلانه نظام اوسستم نه دی… اودوی هسې دعدالت اوبرابرۍ اوسولې سولې چغې وهي …

ټوله صحرایی قرارګاه په څراغونه روښانه وه، ټوله شپه سازونه او سندرې ترسهاره پورې غلی نه شول،د ښکلونڅاګرونجونوپه سپینوکې سرو سینوبه سپینو څراغونو ته داسې لمبې کولې چې په هسې کتو به یې داحساس غرونه رانړول … اوچې کله به دکومې یوې په خندا خندا کې د سپینوروسیو ودکاووکوم ګوټ ترنرۍ غاړه په خطایي هم ورکښته شو،دسپینې ټنډې په ترخې خو آرامې نازولي شیبې کې به یې د زړونودڅړیکوخوځیدنوخپل خپل ګوزارونه په ناز نازسره ترهرچا پورې ورخورول …

دا شپه نه وه،یوه خاطره وه،په دې چې د لیننګراد د لوړ رتبه چارواکي د زوی دخلاصون په خاطرخو به خامخا یوزیات شمیر روسی منصبدارانو ته د زیړو یوه یوه بهادرۍ( مدال ) رسیږي . هو، د زیړو  زیړ مدال اومډالونه…. ؟ !

 په افغانی یرغملو کې دوه تنه خورانومیالي قوماندانان وو،دریم طاووس لوی مجاهد اولوی قوماندان و،هغه شهید شوی و،خو دغه دریم ځوان چې دهغه پرځای باید وژل شوی و،هغه ژوندی و، ځکه چې د دوی نومونه سره یوشان وو.دده کورنۍ ته دری کاله دمخه دده دمرګ خبررسیدلی و،ځکه نوټولوخپلوخپلوانودا خبره منله چې هغه شهید شوی … دی چې کله روسانو نیولی و،یوازې یې دومره کړي وو چې خپله ګوتې یې د خپل ژوندي نیولود نښې په توګه خپلې کورنۍ ،خپلې میرمنې ته دکوم چا په لاس رالیږلې وه ، له بده مرغه چې دده دغه نښه هم دده دمرګ د نښې په توګه کوم چا دده کورنۍ ته را رسولې وه،چې هغه هم تردوی پورې په خپله ژوندی نه ورارسیدلی . هغه هم روسانووژلی و،خو ګوته یې چیرې مجاهدینو ته په لاس ورغلې وه،ځکه نو دوی هم فکرکاوه چې هغه وژل شوی او یوازنې نښه یې همدغه ګوټه ترې پاتې ده …  یوه دووخولا داهم په رښتیا او درواغو سره ویلي وو چې:« موږ په خپلو سترګو ولید چې روسان پرې راغلل پنخه یې په زخمي حالت ترځان دمخه کړل … دی یې وواژه او مړی یې هم له ځان سره یو ووړ،کوم ځای غورځولی و، کومو خداي دوستو مجاهدینو ته یې چې غله نه وو،دغه ګوتي په لاس ورغلې ده … »

په دغه ورځ دده دموراوپلار او وروڼو پرخوا اوخاطرکې هم دده د ژوندیتوب خبره هم نه ورګرزیده ، ځکه چې دوی هم اوس منلی وه چې هغه نور ژوند دوی ته وربښلی اوپه دې دنیا یې شته شونی نه دی.یوازې  لکه چې پخوانۍ میرمنې یې بیا وروسته کیسه کوله چې په هغه ورځ یې دوه دری ځلي له لاسه الوتلي وواو یوځل یې هم دمورټکری پر پیڅکه شوی  و. لویه بدمرغي خو داوه چې کله دده دمرګ خبر کلي کورته راورسید ، ترډیرو پورې په دغه اړه چا فکرنه کاوه،ټول سره آرام ول،څوچې کلیوالو له ښه اوکه له بد زړه د طاووس پلار ته مشوره ورکړه چې ټوله دنیا شاهدي ورکوي چې  زوی دې مړدی، دهغه میرمن دې یوه بل زوی ته ورمبارکه کړه،ټولو پرهمد غه خبره امنا وکړه،چې دهغه شهادت خودخدای امرو وشو، باید چې په سترګو یې ومنو،هغوی دا کاروکړاودهغه میرمن یې په خپله خوښه خپل کوچني زوی ته ورنکاح کړه…

وروسته ،وروسته که به هلته اودلته د طاووس د ژوندیتوب خبره د چا له خولي راووته، نو مور به یې ټکرغاړې ته کړاو سرتورسر به یې دپاک الله دربار لاسونه پورته کړل او دا دعا به یې کوله :

ـ  یا خدایه دا آوازه خورښتیا مه کړې،که خدای مه کړې دا خبره رښتیا شي اوزموږ طاووس خان ژوندی وي،موږ خو ژوندی مرو،دا د دنیا شرم او دغه تورنوم به څنګه له ځانه لری کوو، یه خدایه ، یه پاکه ربه   ته خو دا آوازه دروغ کړې …

د طاووس خان په کورکې اوکلي کې اوس ده ته همدغه دعاوې روانې وې اوبس …

زیړی مازدیګرو چې د طاووس خان پرموراوپلار باندې له زندانه دهغه د راخلاصیدو زیری وشو،زیری،دغم زیری او دمرګ زیری …او دا زیری نه وتندرو، په پیل کې خو دا زیری ټول کلي او کورنۍ ته یو خوب و او یو خیال،خو کله یې چې دهغه زندان وهلی څیره او په بمبل ږیره کې دهغه روښانه سترګو ته وکتل، تردی دمخه چې د پلارلاسونه یې دده تر سر پورې راورسیږي همداسې په هواکې پاتې شول او ترده پورې دهغه خلاص لاسونه را ورنه رسیدل …  هغه را پریوت،راولوید ځکه هغه حیران و چې په کومو سترګواو کومه خوله هغه دخپل نومیالي زوی هرکلي وکړي …

په دغه شیبه کې دطاووس خان په کور کې بل ډول فضا جوړه شوې وه ، داسې چې ویل او بیانول یې په ژبه، په ژبو نه شوای کیدای، په دغه شیبه کې د کلی او کور،دلري اونږدي خلکو له یوه اوبل سره په سترګوکې خبرې کولي ، ټول ګونګي شوي ول، دوی ته دا پیښه په ژبه د ویلو وړ نه وه ،ځکه اوس ټولي هغه اورنۍ او تیرې ژبي چې په غلطه یې حکمونه او شاهدۍ ورکولې ټولي ګونګۍ شوې وي او یو ساده سپڼ هم نه ترې راووت … د طاووس خان راتګ و اود پلاریي وتګ ، اودغم یوبل شان بدمرغه وزر نن پردغه جونګړه باندې راخور شوی و… د طاووس خان پخوانۍ میرمنې ته هم په همدغه شیبه کې دننیو اوړو دوه ځلي الوتل نیغ سترګو ته ودریدل .. ځای پرځای ولاړه وه ، او نه پوهیده چې اوس دا  ددوو ځنځیرونودجبرپه درانه دام کې را ګیره  بې ګناه مرغۍ پرکوم لوري پرخپلي آزادۍ پسې څنګه والوزي ؟؟؟؟؟؟

پاتې لري

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.