بایکاټ ( Boycott )
موږ یې اعتصاب، مقاطعه، پریکون او داسې نور بولو. ډیری وخت
د افرادو، ټولنو، تجارتي، سیاسي، ټولنیزو اونورو جوړښتونو په مقابل
کې وي تر څو د مالي، حیثیتي، اخلاقي او نورو خسارو له لارې
د یو څه منلو ته اړ شي!
ځینې مھال دولتونه ھم د نورو ھیوادونو یا بنسټونو لخوا بائیکاټ کیږي
خو چې کله بائیکاټ د یوې حقوقي (!) پروسې په پایله کې عملي شي
بیا یې Sanctions ( تعذیرات ) بولي، لکه د صدام د پاچاھۍ پر مھال پر عراق
اقتصادي بندیزونه او اوس پر افغانستان، ایران، پاکستان او نورو.
د بایکاټ تاریخ
په نولسمه پیړۍ کې په آیرلینډ کې د لارډ ایرن په نوم یو خان و.
ھغه ډیر مال، جائداد او پراخې زراعتي ځمکېلرلې چې کروندہ گرو
ته به یې په اجارہ ور کولې.
لارډ ایرن پخپله ھلته نه اوسیدہ. ځمکې یې بزگرانو د اجارې په
بدل کې کرلې او د انتظام چارې یې کپتان چالرزبایکاټ سمبالولې.
څرنگ چې په کال ۱۸۸۰ م کې د ځمکو حاصلات د موسمي افتونو
له امله ډیر خراب شوي و، لارډ ایرن خپلومزارعینو ته د اجارې
په اداء کولو کې د لس سلنې تخفیف اعلان کړی و خو بزگرانو
د ۲۵ سلنې غوښتنه کوله.
له ھمدې ځایه د کپتان چارلز بایکاټ او بزگرانو تر منځ تاوتریخوالی
و ټوکید چې په پایله کې یې بایکاټ د لسو پهشاوخوا کې بزگران د
ځمکو څخه بې دخله او له کار څخه وشړل.
د بایکاټ دې ناروا عمل نه یواځې د بزگرانو بلکې د ټولو کارگرو
غصه را وپاروله.
د کارگرو ټولنې، ھغه ته د سبق ورکولو په پار داسې فیصله وکړہ
چې د ھغه سرہ به ټول پریکون کوي، ھیڅوک بهورسرہ ھیڅ رنگ
تعامل او راشه درشه نه پالي.
د مقاطعې په سھار د بایکاټ د کور نوکران یو ھم د کار لپارہ نه و
ورغلي، شیدو والا شیدې او اخبار والا اخبارنه و ور وړی.
کپتان د کور څخه د بازار په لوري لاړ. ھیچا په لارہ سلام پر ونکړ
او نه یې چا سلام ته وعلیک وویل.
قصابي او بیا د ترکارۍ دوکان ته ورغی، خو قصاب پر غوښه او
ترکارۍ والا پرې ترکاري خرڅه نکړہ.
ھغه په سوچ کې و، ھیڅ نه پوھیدہ څه چم شوی، ځکه ھیچا ورسرہ
خبرې نه کولې.
څو ورځې پس له کورہ را ووت، سلماني ته لاړ، خو ھغه یې ھم د
ږیرې او ویښتانو له اصلاح کولو څخه انکاروکړ.
کپتان بایکاټ یو څه وخت ھمداسې گډوډ، سر وھلی، بر وھلی گرځیدہ.
لارویانو به د شرابي، یا پوډري گومان پرکاوہ. خو آخر یې له دې
حالت څخه د خلاصون په ھیله سیمه د یوہ نامالوم منزل په طرف
پریښودہ او پاته ژوندیې له خپلې سیمې څخه ډیر لیرې په غربت او
گُمنامۍ کې تیر کړ.
دا واقعه مشھورہ شوہ، نړیوالو رسنیو ته را ووتله.
د بایکاټ کلمه د لومړي ځل لپارہ د نیویارک ټریبون او د ټایمز
اخبارونو د مقاطعې او بندیز په مانا وکاروله اواوس دا کلمه دومرہ
عامه شوې چې یواځې په انگریزۍ کې نه بلکې په نورو ژبو کې ھم
د پریکون او مقاطعې پرځای کاریږي.
د بایکاټ ډولونه
بایکاټ ډیر ډولونه لري، خو ستر او مھم یې دا دي:
لومړي: کله چې کوم ستر ھیواد، نړیواله ټولنه او یا کوم نړیوال
سازمان یو ھیواد بایکاټ کړي.
د داسې نړیوالو بندیزونو بلھاریان تر ډیرہ ولسونه وي. په نویمه لسیزہ
کې، کله چې امریکا او نړیوالې ټولنې دصدام پر حکومت بندیزونه
ولگول، عراق خپل تیل د تیر پشان په نړیوال منډوي کې په آزاد مټ
نشو خرڅولای،ھمداراز یې ډیر درمل ھم نشو را واردولای چې په
پایله کې د عراق ولس ډیر زیات متضرر شو.
د ھغو بندیزونو په نتیجه کې تر سل زرہ زیات عراقي ماشومان
ضروري درملو ته د نه لاسرسي له امله تلف شول!
دویم یې ھغه قسم دی چې ، سیاسي، ټولنيز، دیني او یا نور
جوړښتونه کومه تولیداتي کمپنۍ بایکاټ کړي لکهپه ځینو اسلامي
ھیوادونو کې چې د یھودي کمپنیو تولیدات بایکاټ شوي.
دریم یې ھغه ډول دی چې ولسونه خپل دولتونه بایکاټ کړي.
دا بایکاټ د حکومتونو پایښت له خطر سرہ مخ کوي. د دې رنگ
بایکاټونو ضرر نیغ په نیغ بایکاټ شويو حکومتونو ته رسیږي.
دا بایکاټ داسې وي چې ولس حکومت نور خپل نه بولي او اعتماد
پر نه کوي.
د بایکاټ دریم ډول د حکومتونو لپارہ پخپله لمنه کې د مرگ پیغام لري.
په ۱۹۷۱ م کې په بنگله دیش کې د پاکستان فوځ د ھند سرہ په
جگړہ کې داسې شرمناکه او ذلیله ماته وخوړہچې د نړۍ په نظامي
تاریخ کې کم سارې وہ.
د مغربي پاکستان نژدې سل زرہ فوځیان ھندوانو ته ژوندي تسلیم شول.
د دې یومخیزې تسلیمۍ ستر لامل دا نه و چې فوځ جگړہ نشوہ کولای
بلکې دا و چې بنگالي ولس پاکستانیفوځ خپل نه باله، تر شا یې نه و
ولاړ او بایکاټ کړی یې و.
د غني ادارې تر نیم میلون زیات مجھز فوځ، پولیس او امنیتي
پرسونل درلود. ټوله نړۍ یې مرستندویه وہ، فوځيځواک یې ھم تر
ملا صیبانو څو برابرہ زیات و، خو ولس یې تر شا نه و ولاړ،
بایکاټ کړی یې و نو ھماغه وہ چېد بھرنیانو د وتنې پروسه لا نه
وہ بشپړہ شوې چې ادارې سقوط وکړ.
پایله
حکومتونه د ولسونو د خدمت لپارہ جوړیږي او تر ھغې ادامه پیدا
کوي تر څو ترې ولس راضي وي.
ھغه حکومتونه چې پریکړې یې د خپلو ولسونو د دین، کلتور او
مزاج خلاف وي، که ھر څومرہ په ولس کې محبوبیت ولري، د مقبولیت کچه
یې لوړہ وي، بیا ھم په نتیجه کې لومړی ترې ولس گیله من او ناراضه کیږي،
بیا ورو ورو ترې واټن نیسي او په پایله کې یې داسې بایکاټ کوي چې نور
یې بیا خپل نه بولي، د پریکړو تر شا یېنه ودریږي، او بیا که له دننه
یا بیرون څخه کومه بلا پر نازله شي، بایکاټ شوی حکومت، له
بدې ورځې، داسېحیثیت ځانته غورہ کوي لکه د گیدړ په مقابل
کې بې څښتنه چرگ چې یا به تیښته کوي او یا به خوړل کیږي!
که موږ له انگریز څخه د استقلال گټونکي اتل امان الله خان محبوبیت
او مقبولیت له اوسنیو اتلانو سرہ چې لهامریکا څخه یې ازادي اخیستې،
مقایسه کړو، نو و به گورو چې په ولس کې د غازي امان الله محبوبیت
تر اوسنیوپه مراتبو ډیر و خو چې کله یې پریکړې د ولس د دین،
کلتور، رسم و رواج او عنعناتو خلاف شوې، ولس بایکاټکړ او بیا
ھماغه محبوب اتل چې د انگریز سترہ امپراطوري یې ماته کړې وہ،
د شمال څخه د را پورته شویو یوڅو لنډہ غرو سقاویانو د مقابلې
توان ھم نه درلود او وتښتید!
فاعتبروا…… زړہ ته نژدې ا ما ر ت ہ!!!!
جانان زما په سر جانان دی
که لاس ترې واخلم د دوھۍ ملنگ به شینه
___________________________
د سپتمبر ۱۵/ ۲۰۲۳ م
لندن
***************************************
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.