د افغان لوبغاړو د تېرې شپې لوبې په اړه یو شمېر تبصرې

408

افغان لوبډلې د پرونۍ بریا په تړاو د کرکټ د ځینو مبصرینو او لوبغاړو نظرونه او مبارکیانې!

د انګلستان پر خلاف د افغان لوبډلې له پرونۍ سترې او تاریخي بریا وروسته د کرکټ ډېرو مبصرینو او لوبغاړو د افغان لوبډلې په تړاو خپل نظرونه شریک کړي او مبارکیانې یې ورکړي، د هغو له ډلې یې د ځینو خپاره شوي نظرونه دلته لولو:

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې افسانوي لوبغاړي «سچېن ټندولکر» لیکلي:

((د رحمن الله ګربز له خوا د یوې پیاوړې حملې مشري او د افغانستان له لوري یوه هر اړخیزه خوندوره هڅه!

د انګلستان کرکټ بورډ لپاره بده ورځ!

د داسې کیفیت لرونکو سپنرانو په وړاندې لوبه کې تاسو باید د هغوی لاسونه ولولئ! کوم  کار چې د انګلستان بیټسمینانو ونشو کولای، پرځای یې دوی یاد بالران عادي وګڼل، کوم چې زما په اند د دوی د ماتې لامل شو.

ماته هغې انرژي ډېر خوند راکړ؛ کومه  انرژي چې دوی لوبغالي کې پیدا کړه.

ښهٔ ولوبېدئ!))

د ټریناډیا د کرکټ مبصر او د وېسټ انډیز لپاره د ټېسټ او یو ورځینیو لوبو پخواني لوبغاړي «لان رافائل بیشاپ» لیکلي:

((د افغانستان له خوا په زړه پورې پېښې چې نن یې د اتلولۍ مدافعینو ته یوه په زړه پورې قانع کوونکې ماتې ورکړه. د یو ملت هيلې يې په اوږو کېښودې او د هغوی د ویاړ سبب شول.

آفرین!))

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني  چټک توپ اچوونکي او د کرکټ اوسني مبصر شعیب «اختر» لیکلي:

((دا افغان لوبډله ده، چې د نن ورځې مډرنه لوبه کوي، تاسو یې لوبه د لومړیو ۱۰ اورونو په توپ وهنه کې وګورئ! توپ اچونه یې هم همداسې. ډېر شیان دي چې باید ترې زده شي.))

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني الراونډر او د کرکټ مبصر «عرفان پټان» لیکلي:

‎ډېر ډېر دې مبارک وي افغانانو!))

‎تاسو د انګلستان پر وړاندې له هرې زاویې ښه لوبه وکړه.

‎ګوربازاااااااااااااااااا! ته ډېر عالي وې، اکرام علي خېل هم ښهٔ ولوبېد، په منځنیو اورونو کې د افغانانو توپ اچونه بېخي

‎فوق العاده ترسره شوه.))

لیکوال، ژورنالېست او د ارجنټاین د کرکټ پخواني روزونکي «نېک فرېنډ» لیکلي:

((انګلینډ ۴۳م هېواد شو، چې د یو نړیوال کرکټر په توګه د محمد نبي له اړخه مات شو. له بوتان، مالدیف، چین او ارجنټاین څخه له بریا وروسته تر دې دمه پورې، هغه واقعاً دا ټول لیدلي دي.))

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي «سورېش رېنا» لیکلي:

((د افغانستان لوبډلې نن په استثنايي لوبه کې د انګلستان پر وړاندې یوه په زړه پورې بریا خپله کړه، نن یې د لوبډلې هوډ او مهارت روښانه شو.

آفرین هلکانو!))

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني مشر روزونکي او د کرکټ اوسني مبصر «راوي شنکر شستري» لیکلي:

((خلک مو وویستل!

په نړیوال کرکټ کې یوه ستره ناهیلي!

که دا د لوبې داستان نه و.

درناوی!))

افغانستان پرون د یو ورځینیو لوبو په نړیوال جام کې د لومړي ځل لپاره انګلستان ته په ۶۹ منډو ماتې ورکړه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.