د محمد گل بابا شخصیت، د پوهاند زیار له نظره

محمد داؤد مومند

416

د نړی هر ولس که د انسانی فرهنګ له مخی، ډیر وروسته پاتی هم وی، یوه سرغنه او مشر، یا په بله وینا، یو لارښود او سمونوال لری او دا مشری او سرغندویی، ان تر دولتی اداڼی هم رارسیږی چی د قانون په چوکاټ کی ټبر او ولس د ښیګڼی لپاره هلی ځلی کوی.

بد مرغه ټولنه به هغه وی چی په یوه ټاکلی چاپیریال کی د ځینو لاملونو له کبله له داسی یو لارښود او سرغندویه بی برخی پاتی شی او ورسره پری یو زورواک دولت واک چلوی.

په روانه پیړی کی پښتون ولس دوه پیاوړی مشران درلودل، په لره پښتونخوا کی پاچا خان (خان عبدالغفار خان) او په بره کی مومند بابا (محمد ګل مومند).

دوی هر یوه په خپله خپله برخه کی د پښتنو د مشرتابه نقش پرغاړه درلودلی او لکه څنګه چی ښایی، په پوره مخسورۍ یی دا نقش لوبولی دی.

په ښکاره خو داسی بریښی چی د پاچاخان رول سیاسی او د مومند بابا فرهنګی وُ، خو که په ځیر سره وکتل شی، د دواړو د هلو ځلو – ونډو فرهنګی وه.

مومند بابا (محمد ګل مومند)

که د پاچا خان د خدایی خدمتګارۍ غورځنګ د سیاسی ویښتابه توله، یو څه درنه وه، خود فرهنګی برخی توله یی هم دومره څپکه نه وه، خو د مومند بابا او بیا په ځانګړی توګه د پښتو ژبی غورځنګ خو هر پښتانه بچی ته څرګنده ده.

مومند له امانی، بیا نادری او ظاهری دوری پوری، یو پیاوړی سیاسی او پوځی بولندوی پاتی شوی او په همدا واک او ځواک یی، پښتو ژبه د یوه ملی پیژند نښی او سمبول په توګه، پر افغانی حکومت او دولت منلی او هغه یی له نورو نړیوالو ژبو سره د سیالۍ جوګه کړیده.

د مومند بابا له نامه سره، یوه داسی پرتمینه پښتنی تاریخی څیره سترګو ته نیغه دریږی چی د پښتنی، یا به بله وینا، افغانی فرهنګ وروستۍ اویا کلن (اوس مهال ۹۴کلن – مومند) څپرکی، ورسره نه شلیدونکی اړیکی لری.

مومند بابا له ټولنیز ( عام، نړیوال دیموکراتیک دود سره د «ډیرخت» آر او اصل پر بنست د افغانی ټولنی ملی وکړ (هویت) په پښتنی ډیرخت کی لیده او پر همدی بنسټ یی، پښتو ، پښتونولی او پښتون او بیا په ټینګه او څپیڅلی خو پراخ لیده، اسلامی ګروهه ددی ملی وکړ او هویت تاکنده پیژند نښی ګنلی.

ددی دیمکراتیک آر، له مخی ورته تولنیز افغانی کولتور له پښتنی فرهنګ (هڅابه) پرته نور څه کیدای نشو.

د دی لیاری انګیزه:

ویل کیږی چی مومند بابا په کوچنیتوب کی له پلار سره شینوارو ته تللی وُ، دده شینواری ماماګانو ورته پیغور ورکړی وه چی ولی یی پښتو ژبه نده زده؟

هماغه وه چی کابل ته د ستنیدو سره یی پښتو ژبه زده کړی ته یی ملا وتړله او دومره په کی مخ ته ولاړ چی ټول برخلیک یی ور تر غاړی شو او ټول اندو ژوند یی ورته وقف کړ.

زما په اند په ترکیه کی یی پوځی زده تحصیلی استوګنه ددی لیاری تر هر څه ستره انګیزه وه.

ده له نږدی څخه د مصطفی کمال اتاتورک، فرهنګی سمونواله (ریفورم) لیدلی وُ، چی څنګه یی چی خپل تورک ولس او تورکی ژبه له عربی او غربی، اغیزه آزادوله او څنګه یی لدی لیاری د یوی نوی او پرځان متکی، ترکیی د بنسټ پخولو ته مټی راغښتی وی.

او په زړه پوری بیا داچی، په توره سقاوی دوره کی یی د ایران د استوګنی هم، ډیر څه زده کړل- هغه مهال ایران غوښتل، د ترکیی په پیښو، د خپلی پارسی په سپیڅلتیا او پیاوړتیا خپل ځانګړی ملی هویت څرګند کړی.

مومند بابا د سقویانو نه د نجات په جګړه کی د یوه پاخه پوځی جنرال په توګه، داسی غوڅ نقش ولوباوه چی د نادر خان او دهغه د ورونو تش په نامه پوځی ورونو خپل شپږم ورور وګاڼه (پداسی حال کی چی د شوری په اوومه دوره کی شاه محمود خان، غبار ته د وکالت رأی  ورکړه او ټول انقلابی عناصر لکه داکټر محمودی، شوری ته لار پیدا کړه ولی د محمد ګل بابا، شوری ته د انتخاب، په کلکه مخنیوی وشو- مومند)

مومند بابا لمړی د کندهار تنظیمیه مشر شو، او بیا د کورنیو وزارت تر څنګه د شمالی ولایاتو تنظیمیه مشری تر لاسه کړه چی د (ترکستان) د (افغانی کولو) پلان ورسره غوټه وُ.

مومند بابا د قطغن او بدخشان د یوه تکړه نائب الحکومه شیرخان خروټی او داسی نورو همکارانو په مرسته وکړای شو، په څو کلونو کی ترکی او افغانی توکم سره داسی مدغم کړل چی بیا چا د (ترکستان او پان ترکیزم) نوم هومره هم وانخست.

له تازه دمو میښتو پښتنو، هزاره وو، بلوڅو، پشه یانو او د جنوبی افغانستان نورو ټپرونو سره د ترکستان جبی نوری پر شولګرو او غنمګرو، پالیزونو او پر میوو بدلی شوی او له دی سره سره زموږ پیاوړی سمونوال مومند بابا په هغه نا افغانی سیمو کی د افغانی ورورولۍ داسی ډیوه روښانه کړه. چی دا دی نن سبا په کی د تورک او تاجک، مغول او پښتون توپیر په آسانه کولای نه شی، مړی ژوندی یی سره ګډ دی او یو د بل پر ژبه لکه د یوی کورنۍ غړی پوهیږی. ( متأسفانه د ثور د کودتا او مخصوصا د دوهمی او دریمی سقاوی دولتونو د استقرار نه وروسته دا ملتی او افغانی بافت له مینځه ولاړ – مومند)

دا تاریخ بیا، په خپله سینه کی خوندی کړی ده چی د افغانی ټولنی په هویت ټاکنه کی د لوی مومند بابا، ونډه څومره اغیزمنه وه.

دده په غوښتنه او نوښت پښتنی ملی اتڼ او د بیرغ غوندی دری رنګه پښتنی کالی، افغانی ملی کالی ومنل شول.

په ژمی کی چی به ننګرهارته راغی، خلک په پری رامات شول، څرنګه چی یوه شاعر ویلی وه:

راغی ننګرهار ته ننګیالی محمد ګل خان

مومند بابا هم خلکو ته د خوراک پوشاک، مړی ژوندی او ښو ښو دودونو او رواجونو او بیا د نوی ژوند تبلیغ او لار ښونی کولی، ژبه یی تری زده کوله او ژبه یی ور زده کوله.

د ننګرهار او کڼړ خلکو تر مومند بابا تر مخه له سبو «سبزیجات» او ترکارۍ سره دومره مینه نه درلوده او نه له ونی میوی دانی سره.

جومات ته چی به ولاړ ملایانو ته به یی د دینی لارښونو تر څنګ د خلق الله د خدمت ډیر ټینګار هم کاوه. د طالبانو او چټیانو اتڼونه به یی هم ورسمول او د دی لپاره چی تقلیدی اتڼ یی ورته ملی کړی وی، په خپله به پاڅید، لستوڼی به یی وایستل او پر اتڼ به یی ورته پیل وکړ.

معیاری کره او نږه پښتو:

مومند بابا لمړی مخکښ او په پشتو مین لیکوال وُ چي حه دمخه د «یوی یوازینۍ کره او نږه پښتو» ربړی ته پوره ځیر شوی وُ.

موږ د وزیر بابا، همدی هلو ځلو ته له نویو ژبپوهنیزو آرونو سره سم پایښت ورکړ او تر هرڅه دمخه مو د «د یوی یواځنۍ کره لیکنی» پښتو ربړه رامخته کړه. د پوهنی له پلوه د «منځنۍ» د پښتو معیاری ګرځول بیا هم له مومند بابا څخه راپاتی دی.

په تیره د (سه – حرف ایکس انګریزی) او (ر- حرف جی انګریزی) په برخه کی، سره لدی چی د ویی رغاونی له آرونو سره یی کومه سیستماتیکه پیژندګلو ندرلوده، خو ډیری لری رغاونی (نیولو جیزمونه) یی له ویی رغاونی سره ناباندی وو، لکه تکرست «ورزش» توپن «نری» توبنوی، تبنی «سیاح»…. هڅوب «کولتور» له بیلا بیلو ټکو (ه، ح، و، ب) څخه رغولی وه. ( چی انګریزی (متأسفانه از داخل ساختن حروف و کلمات انګریزی معذورم بدانید- مومند) ورته بریښی.

د ژبپوهنی په برخه کی یی د «پښتو لیار» او «پښتو سیند» د نوی علمی ژوند له ګتورو پیلامو څخه ګڼل کیږی.

دمومند بابا د نا پایه هلو ځلو – او بریاوۍ پر ۱۳۱۶(۱۹۳۷) کال د هیواد د ملی او رسمی «ډیرکۍ» په توګه د پښتو رسمی کیدلو سره پیل کیږی او پښتو ژبو سیمو کی د دفتری، مطبوعاتی او تعلیمی ژبی په توګه د پښتو دود کیدنه د همدغو هلو ځلو له نتائجو څخه شمیرل کیږی.

په راډیو، ورځپاڼو او نورو ټولینیزو مطبوعاتو او علمی خبرونو لکه د (آریانا دائرۀ المعارف او جغرافیایی قاموس) کی د پښتو ژبی ور کډیدل د مومند بابا له نامه سره ټینګ تړون لری.

پر پښتو ټولنی سربیره یی په تاریخ ټولنه او نورو علمی او تحقیقی څانګو کی د پښتو ژبی ونډه هم همداسی درواخله.

مومند بابا ۱۳۴۳ (۱۹۶۴) اساسی قانون به ارتباط د ایبکو څخه یی اعلیحضرت محمد ظاهرشاه ته تیلفون وکړ او هغه سره یی د پښتو ژبی د ملی او رسمی کولو په اړه د اعلیحضرت غازی محمد نادر شاه وعده ور په یاده کړه.

پادشاه ورته وویل: (چی په همدی منظور می په کمسیون کی پښتانه پوهان لکه سید شمس الدین مجروح، محمد موسی شفیق ډاکټر عبداصمد حامد او داسی نور ور ګمارلی دی.)

هماغه وه چی په نومړی اساسی قانون کی، د دری ژبی سره بر سیره د رسمی ژبی په حیث، په یوه ځانګړی ماده کی (د ملی ژبی) په توګه و پیزندل شوه. «د یادونی وړده چی دا ماده د جمهوریت او بعدی اساسی قوانینو که د ستمی عناصرو په تحریک حذف شوه. – مومند»

میاشت، دوه ورسته دا فرهنګیالۍ ستر پښتون د تل لپاره له نړۍ څخه سترګی پټی کړی.

یاد دی یی تلپاتی وی.

تبصره: در مقاله گذشته و این مقاله نظریات و تلقیات دو دانشمند بزرگ تاریخ معاصر یعنی علامه عبدالشکور رشاد و پوهاند زیار که یک زبان شناس و متخصص زبان ملتی افغانی پشتوست، در مورد مفکر و زعیم بزرگ پشتون تبار خدمت تقدیم گردید که تصمیم ادامأ آن را دارم.

هیچ دانشمند و نویسنده و سیاست مدار، پشتون تباری را در دو طرف خط دیورند یافته نمیتوانیم که سر تعظیم خود را به عظمت علمی و سیاسی محمد گل مومند خم نکرده باشد.

البته ما پښتون تباران از عناصر ستمی و فارسیست و سقوی، شکایتی نداریم بلکه شکایت ما از دانشمندان و نویسندگان و مؤرخین و دنباله روان کژ اندیش و متعصب کسانی و بخصوص سادات عرب نژادی است که تحت نام و خطاب روشنفکرو مؤرخ و نویسنده و دانشمند و محقق، علیه این زعیم بی بدیل پشتون تبار و عاشق و مجنون انکشاف زبان ملتی پښتو و معزز ساختن قوم بزرگ پښتون تا دم گور، نالید و تپید، با اتهامات متعصب، به افرازات معده پرداخته اند.

کذا شکوۀ ما از به اصطلاح روشن فکران بی ننگ و بگیل پښتون تباری است، که تلخۀ پښتونولی و حمایت از بزرگان خود را ندارد و با بی تفاوتی کامل نظاره در موقف خنثا و نظاره ګر قرار دارند، تا مبادا از طرف عناصر ستمی و فارسیست متعصب، قلمداد گردند.

شاعر، نویسنده و شخصیت ملی، مرحوم عبدالله غمخور، درشعر مطنطن خود عنوانی محمد گل بزرگ در دور جهادی در پیشاور، در مورد چنین اشارتی دارد:

د پښتو پلاره په پو ښتنه د پښتو راشه

محاکمی ته د بی ننګه پښتنو راشه

با عرض حرمت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.