۱۰/ ۳۰ / ۲۰۲۳
څه موده مخکښی ما د افغان – جرمن انلاین د نظر سنجی او د دعوت په ملی ویب سایت کی یوه کوچنی لیکنه د خپل سفر د خپلو سترګو لیدلی حال تشریخ کړی و. البته هاغه څه چی ما په خپلو سترګو ولیدل، حس او لمس می کړل ولیکل ، خوشبختانه زما په لیکنه کی څه چی ما لیکلی وه هیڅ یوه منتقد ، یو جمله هم رده نشوه کړای.
هاغه څه چی ما لیکلی وه ټول حقیقت و مبالعه نه وه، له بده بخته زما هاغه کوچنی لیکنه زما یو پخوانی دوست جناب عبدالباری جهانی صاحب او ځنو خود غرضه افغانانو د خپلو سیاسی او حزبی موخو د دریځ له مخی سبوتاژ کړه ، دوی پر ځای ددی چه د خپل هیواد په ابادی خوشحاله شی، خوابدی شول زه یی د طالب د طرفدار په نامه و باللم ، در حالیکه زه نه د طالب په اصول برابر یم او نه طالبان زما په اصولو برابر دی، پهر صورت .
دا چی د قندهار کابل د سرک روغونه پیل شوی او که نه ، دا هاغه چا ته ښه معلومیږی کوم څوک چی پدی لاره تګ راتګ کوی. . دا هاغه چا ته معلومیږی چی د وطن دابادی سره مینه ولری .
نو ګران منتقده : لطفآ یو ځل یوتوپ ته ور شه هلته په ژوندی بڼه ددی سرک د روغونی چاری وګوره ، ډاریږم چی راته ونه وایی د قوش تپه کانال جوړونه هم خیالی بابولالی دی.
محترم منتقده. زما د راتګ نه دوه هفتی مخکښی د چوکی ارغندی د منطقی څخه نیولی بیا د میدان وردګ د ولایت تر مرکزه پوری د کابل – قندهار پر سرک کار پیل شو ، دا چی خلکو تا ته په تلیفون کی څه ویل دی دا زما اشتباه نده. دا د دروغ ګویانو اشتباه او ګناه ده.
کله چی زه په کابل کی وم زما یو تعداد دوستان د امریکا او لندن څخه کابل ته راغلل ددی ګروپ په مابین کی زما د ورور کاکا خسر جناب عبدالهادی دولت زی ، هاغه څوک چی د جناب داکتر صاحب عثمان روستا تره کی سره یو ځای قندهار ته تلای و شامل و، کله چی جناب داکتر عثمان روستا تره کی او جناب دولت زی قندهار ته تللی وه دوی د دو ورځو انتظار وروسته د ااا د رهبر سره لیده کاته شوی وه ، دا چی په هاغه لیدنه کتنه کی روستا تره کی او د امارت مشرتابه څه وویل په هغی نه پوهیږم او تبصره هم نشم پری کولای. خبره رانه اوږده شوه .
زه به په همدی لیکنه کی زما د دوستانو او هاغه خپلوان چی د جناب داکتر صاحب عثمان تره کی سره قندهار ته تللی عکس نشرکړم تر څو حقیقت پوره واضح شی. . په هر صورت.
ما او دی کابل ته راغلو میلمنو دوستانو به په کابل کی په هفته کی یوځل دوه ځله سره لیدل ، زما دا دوستان کابل ته د خپلو وطنوالو د خدمت لپاره راغلی وه نه د چوکی او اقتدار د پیدا کولو پخاطر. دوی د خپل اقامت په موده کی د یو شمیر دولتی لوړ رتبه اراکینو سر لیدنه کتنه وکړه دوی زما څخه هم په ډیر محبت غوښتنه وکړه تر څو زه هم ددوی سره پدی لیدنو کتنو کی برخه واخلم . زما ځواب دوی ته دا و، چی ورونو زه نه د طالب په اوصولو برابر یم نه هغوی زما په اوصولو ، امارت هاغه څوک چی د دوی د تحریک څخه بیرون وی خبرو ته یی غوږ نه نیسی ، نو ښه داده چی ما ددی ملاقاتو څخه معذور وګنی او همداسی می هم وکړل.
منتقیدینو ، زه هیڅ وخت ښو اعمالو ته بد نه وایم بدو ته می همیشه بد ویلی او وایم. .هیله ده ازرده نشی.
https://www.facebook.com/photo/?fbid=6645283322213919&set=pcb.6645307438878174
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.