د پنځه ویشت پیغمبرانو پیژندنه

939

د ټوټه ټوټه پر ځای مي دا غوره و بلل چي د ۲۵ پیغمبرانو ژوند لیک ټول پر یوه ځای درته پورته کړم، وې لولی او لیکنه در سره وساتی په هفته او میاشت کي ئې بیا بیا ولولئ، نو معلومات به مو ښه په ذهن کي کښېني. ان شاء الله
او د ملګرو سره شریک کولو کي ئې ستاسو هم ثواب دئ.
آدم علیه السلام
آدم علیه السلام لومړۍ انسان او لومړۍ پیغمبر دئ. د قرآن کریم په بېلو سورتونو کي د آدم علیه السلام د پیدایښت، د ملائکو د سجدې او د جنت څخه د ایستلو ته اشاره سوې ده. د روایاتو له مخي چي آدم علیه السلام ۹۳۰ کاله یا ۱۰۴۰ کاله عمر درلود او په تنه خورا جګ وو. شیث علیه السلام د آدم علیه السلام زوی وو

ادریس علیه السلام
د ادریس علیه السلام یادونه په قرآن کي دوه ځایه سوې ده؛ یو ځای ئې په هوښیاري یاد کړی او بل ځای ئې په صداقت یاد کړی. د معراج په شپه رسول الله صلی الله علیه وسلم په څلورم آسمان کي ملاقات ورسره وکړ

نوح علیه السلام
نوح د قرآن کریم یو اویایم صورت دئ او ۲۸ آیتونه لري. ددې سورت موضوع نوح علیه السلام او د هغه د قوم اړوند ده چي د الله تعالی او د هغه د پیغمبر ټولي خبري ئې درواغ ګڼلې. نوح علیه السلام د الله په امر یوه لویه کښتی جوړه کړل؛ هغه کي د نوح علیه السلام امت او یو څه حیوانات سپاره سول. د اوبو لوی طوفان ټول امت غرق کړ د نوح علیه السلام زوی هم پکښي غرق سو، له دې څخه معلومیږي چي د الله له عذابونو د پیغمبرانو اولادونه هم نه سي خلاصېدای. نافرماني به نه کوو.

هود علیه السلام
د هود علیه السلام نوم په قرآن کریم کي اووه واره ذکر سوی دئ. د قرآن کریم یوولسم سورت هم د هود په نوم دئ. د عاد و قوم ته واستول سو، عادیان د نوح علیه السلام سره په کښتی کي ژغورل سوي وه، خو اوس ئې د بتانو عبادت کوی، هود علیه السلام هغوی د الله و عبادت ته را وبلل، هغوی بیا هم و نه منل. درې کاله پرلپسې د الله عذاب (وچ کالي) پر راغله، وروسته ښه خلک وژغورل سول او پر کافرانو باندي ئې اووه ورځي او اته شپې د الله سخت عذاب راغلی، الله په قرآن کي فرمایي: د عادیانو جسدونه پر ځمکه داسي پراته وه لکه د خرما د درختو وراسته بېخونه.

صالح علیه السلام
صالح علیه السلام د ثمود قوم څخه وو. صالح علیه السلام زیات کوښښ وکړ، چي ټول خلک د الله و عبادت او وحدانیت ته را وبلي، هغوی و نه منل، حتی د صالح علیه السلام معجزه (اوښه) ئې هم ورته ووژل. دوی به صالح علیه السلام ته ویل: د کوم عذاب خبري چي ته کوې، هغه کومه دئ؟. یوه شپه جبرائیل علیه السلام راغلی او یوه چیغه ئې پر وکړه، د دوی د غوږونو پردې و شکېدې، زړونه ئې پکښي و چاودل، د الله تعالی لخوا تندر پر وسول او هلاک سول

لوط علیه السلام
لوط علیه السلام د ابراهیم علیه السلام وراره وو. خپل قوم ته ئې خورا زیات دعوت وکړ، خو قوم ئې د شیطان په جال کي سخت را ګیر وو؛ مخکني پیغمبران ئې درواغجن ګڼل او د لواطت په ګناه اخته وه. الله تعالی ډبري پر و اورولې او هلاک ئې کړل. قرآن کي لواطت بده ګناه یاده سوې ده. مفسیرین او علماء وایي، هلکانو ته په شهوت کتل، له ځان سره ګرځول، لاس ور وړل او هر ډول فعل لواطت کي شمار دئ او حتی که د کوم ږیره راغلې وي، خو یو څوک په شهوت ورته ګوري نو هم په ګناه کي حساب دئ. الله دي زموږ د ټولو ساتنه وکړي. آمین

ابراهیم علیه السلام
ابراهیم علیه السلام د کعبې جوړونکی دئ. د الله تعالی له خوا تر ټولو سخت او زیات امتحانونه په ابراهیم علیه السلام سوي دي؛ د زوی اسماعیل پر غاړه ئې د حلالولو لپاره چاړه راکش کړل، د کفار لخوا و اور ته واچول سو او د بېلو نورو سختیو سره مخ سو. د ابراهیم په نوم د قرآن کریم څوارلسم سورت سته، چي ۵۲ آیتونه لري. د ابراهیم علیه السلام یادونه په انجیل، تورات او قرآن کریم کي سوې ده په همدې خاطر یهودان او عیسویان هم ابراهیم علیه السلام د پیغمبر په توګه مني. او موږ مسلمانان خو درود او سلام هم پر وایو.

اسماعیل علیه السلام
اسماعیل علیه السلام ته ذبیح الله ځکه ویل کیږي چي د الله تعالی لپاره و ځان قرباني کولو ته اماده سو. الله تعالی د مکې په رېګینه ځمکه کي دده په پښو کي د زمزم څاه پیدا کړ، چي تر نن پوري ئې موږ اوبه څیښو. د اسماعیل علیه السلام نوم په قرآن کي ۱۲ ځله په ۱۲ بېلو آیتونو کي ذکر سوی دئ.

اسحاق علیه السلام
اسحاق علیه السلام د ابراهیم علیه السلام زوی، د اسماعیل علیه السلام ورور، د یعقوب علیه السلام پلار او د یوسف علیه السلام نیکه وو. قرآن کریم کي ئې نوم ۱۵ ځله ذکر سوی دئ. “اسحاق” معنی خندا کونکی، دده مور سارا علیها السلام د زیات عمر وه، ملائکه ورته راغلل چي ستا او د ابراهیم علیه السلام به زوی وسي، هغې وخندل.

یعقوب علیه السلام
د یعقوب علیه السلام نوم په قرآن کریم کي ۱۶ خله په ۱۶ بېلو آیتونو کي ذکر سوی دئ. د اسحاق علیه السلام زوی او د ابراهیم علیه السلام لمسی وو. یعقوب علیه السلام په خپل زوی یوسف علیه السلام پسې په سترګو ړوند سو.

یوسف علیه السلام
یوسف علیه السلام ته الله تعالی بیخي زیات ښایست ورکړی وو. و ښځو ته چاړې او میوه ورکړل سول، یوسف علیه السلام ئې مخته تېر کړل سو، هغوی د یوسف علیه السلام له ښایست څخه دونده متاثره سوې، چي خپلي ګوتي ئې پرې کړې. د یوسف علیه السلام مجزه د خوبونو تعبیر ویل وه. ددې ښایسته نبي سره وړونو ناځواني وکړل څاه ته ئې وغورځاوه، پر قافله خرڅ کړل سو او بندي هم سو، خو الله تعالی هغه ته خپل قدر ورکړ او د مصر باچا ئې کړ.

ایوب علیه السلام
ایوب علیه السلام په صبر کولو سره زیات مشهور وو. ډېره شتمني ئې درلودل، ځمکي، غلامان او اولادونه ئې لرل، خو الله تعالی هرڅه ځني واخیستل په خپل سخت امتحان کي ئې واچوی، ټول بدن ئې په مرض اخته سو، روایتو کي راغلي چي یوازي ئې خوله او زړه جوړ وو، چي په هغه ئې د الله تعالی ذکر کاوه. مېرمني ئې ورته وویل: چي له الله نه صحت و غواړه، خو ده به ورته ویل: الله تعالی اویا کاله د صحت او شتمنۍ ژوند راکړی وو، ایا اویا کاله د ناروغۍ او نېستی ژوند و نه زغمم؟ د الله تعالی شکر به ئې هر وخت ادا کاوه.
پدې باید پوه سو، چي ستونزي او ناروغۍ بدمرغي نه ده، بلکي که صبر پر وکړو، نو الله تعالی به ئې ښه بدله راکړي. ان شاء الله

شعیب علیه السلام
د شعیب علیه السلام نوم په قرآن کریم کي ۱۱ ځله ذکر سوی دئ، قوم ئې نافرماني کول؛ د الله تعالی لخوا ورباندي ګرم طوفان او اور راغلی، په تورو وریځو، برېښناوو او خطرناکو زلزلو باندي تبا سول.

موسی علیه السلام
موسی علیه السلام د لویو پیغمبرانو څخه وو، تر ټولو زیات د موسی علیه السلام نوم په قرآن کریم کي ذکر سوی دئ، یعني پوره ۱۳۶ ځله. د اسیې په کور کي را لوی، فرعون ته ئې د الله د وحدانیت عبادت ورکړ، هغه و نه منی. الله تعالی و موسی علیه السلام ته د لکړي معجزه ورکړې وه په همدې لکړه ئې د بحر اوبه دوه ځایه کړې موسی علیه السلام او ملګري ئې تېر سول، خو فرعون او لښکر ئې غرق سو.

هارون علیه السلام
هارون علیه السلام د موسی علیه السلام ورور وو. دده معجزه په فصاحت او غوره ډول خبري کول او پیغام رسول وه.
ذوالکفل علیه السلام
د ذوالکفل علیه السلام په اړه زیات معلومات نسته او تر ډېره پوري دې کي هم شک دی چي ایا پیغمبر وو او که نه. په قرآن کریم کي دوه ځایونه دده دوه صفتونه ذکر سوي، چي رښتینی او صابر انسان وو.

داؤد علیه السلام علیه السلام
داؤد علیه السلام شپارلس واره په قرآن کریم کي ذکر سوی دی. آسماني کتاب “زبور” پر ده نازل سوی دئ. دا پیغمبر د وخت باچا هم وو او د الله تعالی په وړاندي په هوښیاري، طاقت او عبادت مشهور وو. د زیات ښایسته آواز څښتن وو کله چي به ئې تلاوت کاوه نو مرغان به هم ورته غوږ وه. د حیواناتو په ژبه هم پوهیدی.

سلیمان علیه السلام
سلیمان علیه السلام د داؤد علیه السلام زوی او د بني اسرائیلو درېیم باچا وو. په قرآن کي اوولس ځایه و سلیمان علیه السلام ته اشاره سوې ده. الله تعالی په خپلو لویو نعمتونو نازولی وو، باچاهي ئې ورکړې وه، د حیواناتو په ژبه پوهیدی او پر انسانانو او پیریانو دواړو ئې حکومت کوی.

الیاس علیه السلام
الیاس علیه السلام په دعوت کي خورا تکړه وو. و خپلو خلکو ته ئې په ښایسته طریقه دعوت کاوه، خو هغوی نامردانو د الله لار نه منل، نو الله تعالی خپل عذاب پر راوست، هغوی باندي ئې سخته وچکالي راوستل، باران به اورېدئ خو ځمکي ته به نه رسېدی.

الیسع علیه السلام
د الیسع علیه السلام په اړه زیات معلومات نسته. قرآن کریم په دوو آیتونو کي اشاره ورته کړې ده. د الله تعالی غوره بنده او ډېر ریښتینی وو.

یونس علیه السلام
د قرآن کریم لسم سورة د یونس په نوم دئ. د یونس علیه السلام نوم په قرآن کي څو څو ځله ذکر سوی دئ. ماهي ژوندی تېر کړ، همدا دده معجزه وه چي د ماهي له نسه بیرته الله ژوندی را وایستی.

ذکریا علیه السلام
الله تعالی و بني اسرائیلو ته زیات پیغمبران را ولېږل، د هغوی له جملې څخه یو هم ذکریا علیه السلام وو. دی د سلیمان علیه السلام له نسل څخه وو، دنده ئې نجاري وه. دده یوه معجزه دا وه، چي الله تعالی په ډېر بوډاتوب کي له وچي (شنډي) مېرمني څخه اولاد ورکړ. د حضرت مریم ساتنه هم دده په غاړه وه.

یحیی علیه السلام
یحیی علیه السلام پر حیواناتو او انسانانو خورا مهربانه پیغمبر وو. ارام دماغ ئې درلودی او ژر نه غصه کېدئ. یحیی علیه السلام ته له ماشومتوبه الله تعالی په خپل دین د پوهیدو او د خلکو تر منځ فیصله کولو نعمتونه ورکړي وه.

عیسی علیه السلام
عیسی علیه السلام د حضرت مریم زوی دئ. اسماني کتاب “انجیل” پرده نازل سوی دئ، په قرآن کریم کي دده یادونه پنځه ویشت ځله سوې ده. معجزه ئې د ړندو خلکو بینا کول او د مړو ژوندي کول وه. کله چي ئې خپل قوم د قتل اراده وکړل، نو الله تعالی ژوندی و اسمانونو ته پورته کړه، چي تر قیامت مخکي به راکښته کیږي، خو د پیغمبر په توګه نه، بلکي د رسول الله صلی الله علیه وسلم امتي به وي. ځکه دا زموږ ایمان او عقیده ده، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم اخري پیغمبر دئ، بل پیغمبر نه راځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.