بنـیــاد

سلطان جان کلیوال

272

زمونږ دنیا  د  انسانانو  دنیا

آباده  ده  د محـبت په  بنیـاد

هـله تبـاه  هـله بربـاده  شـي

چی متکي شي د نفرت په بنیاد

د با با دم  او د حـوا له وخـته

ولاړدی ژوند صمیمیت په بنیاد

کله تقــدیر هم پکی برخـه اخـلی

 مخ ته که درومی د قدرت په بنیاد

د ښه ژوندون بیل تعبیرونه به وی

دی خوندور ولاړ د پت په  بنیاد

په خپل وطن کی به جنت غوندی وي

خو شی بی خونده د هجـرت په بنیاد

په دښمنیو کی چی تیریږی اور دی

د ګلو باغ شي د وحــدت په بنیــاد

د کلیوالو دی وحـدت نصیب شي

اوږد دی نه شي د غُربت په بنیاد

جنوری/۲/۲۰۲۴

تورنتو – کاناډا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.