د سینه بغل علامې او لار ښودنې / ډاکتر عماد الدین پژمان

0 1,475

tokhi

سینه بغل په ماشومانو کې یوه خطرناکه ناروغي ده، چې ډېر ځله مور او پلار بې له دې چې د ناروغۍ نښو ته متوجه شي، ناروغي یوه خطرناک پړاو ته ننوځي، چې بیا يې درملنه خورا ستونزمنيږي او د ماشومانو د مړینې لامل هم ګرځي.

په دې ناروغۍ کې سږي له چرک څخه ډکېږي او بدن ته د اوکسیجن په رسېدو کې ستونزې پيدا کېږي، چې له امله يې د ماشوم رنګ او یا شین بخن ګرځي.

سینه او بغل په ټولو عمرونو کې پيښیږي، خو تر ډېره ماشومان په تېره له دوو کلو د کم عمر ماشومان پرې زيات اخته کیږي، چې د هغوی د مرګ لامل هم ګرځي.

د سینه بغل نښې نښانې له دې امله چې سینه بغل لومړنۍ علامې عادي ریزش او ذکام ته ورته دي، ډېر ځله دا ناروغۍ سره نه توپير کېږي او د ناوړه پيښو د را منځته کېدو لامل ګرځي.

په یوه دقیقه کې د ماشوم تنفس له ۵۰ ځلونو ډېرېدل، د بدن په تېره د خولې دشا او خوا او نوکونو شنه کېدل، تبه، له تنفس سره د سینې کشش، بلغم لرونکی ټوخی یا د سینې ډکوالئ چې حتې ماشوم له تنفس سره یو ډول آواز لري. د سینې د ډکوالي په صورت کې تنفس د سینې د سخت درد لامل هم ګرځي.

هېڅکله پورتنۍ علامې بابیزه مه ګنئ، ځکه که په دوو ورځو کې د ماشوم په حالت کې ښه والئ را نشي، نو خدای ناخواسته د مړینې احتمال يې ډېریږي.

د ماشومانو د بدن مقاومت ډېر کم وي، له همدې امله باید تود وساتل شي، خو اړینه ده، چې په هوا کې د اوکسیجن فیصدي هم کمه نه وي، بلکې په کوټه کې تازه هوا بايد وچليږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply