Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

“د ملي تاريخ فلسفه او پښتونولي” او “فلسفي درسي بنسټونه” چاپ شول

0 1,075

پېښور: د ساپي پښتو څېړنواو پراختيا د مرکز لخوا د پښتو ژبې د کتابونو د خپرېدو په لړ کې دا ځل د يو نوي نوښت له مخې د ارواښاد قدرت الله حداد د دويم تلين په مناسبت د نوموړي ارواښاد په قلم ليکل شوى “د ملي تاريخ فلسفه او پښتونولي” نومي کتاب په دريم ځل د لوستونکو د تاريخي زده کړې لپاره  وړاندې کړ، چې په دې کتاب کې د ملي تاريخ فلسفې او د پښتونولۍ پر بېلا بېلو اړخونو رڼا اچول شوې ده. په دې کتاب کې د پښتونولۍ په درې شپېتو آرونو په ځانگړې توگه څېړنه شوې چې  کام، کامولي، مشر، خان، سپين ږيرى، ميلمه پالنه، تيږه، روغه، ننواتې، شمله، ټکرى، پلو، گريوان، نارينه او نارينتوب او داسې نورې غوره بېلگې په گوته کولى شو چې لوستونکي ته د پښتونولۍ آرونه په ښه توگه روښانوي. دويم کتاب چې فلسفي درسي بنسټونه نوميږي قاضي حفيظ الله ښاد جبارخېل او ضياالله ازهري په گډه ليکلي دى او د ساپي پښتو څېړنواو پراختيا مرکز لخوا د پېښور پوهنتون د تدريسي کتاب په توگه چاپ او خپور کړى چې پښتانه محصلين ترې د فلسفې په برخه کې غوره معلومات ترلاسه کولى شي. نوموړى مرکز دغه دواړه کتابونه په وړيا توگه مينه والو ته وړاندې کوي.د ملي تاريخ فلسفه او پښتونولي” په لينک لوستلى شئ

دغه کتابونه په پېښور کې د ساپي له  مرکزڅخه ترلاسه کولاى شئ

گل حاجي پلازه، څلورم منزل ،٤٠٩ کوټه پېښور يورنيورستي روډ

book falsafi darsona

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply