Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

د نورجهان تر سر ليک د اغلې زرلښت حفیظ نوی کتاب د چاپه ووت/ سمیع الدین افغاني

0 970

د هیواد دتکړه شاعرې او لیکوالې اغلې زرلښت حفیظ د نورجهان تر سر ليک ناول په اړه چې نوی دچاپه راوتلی دی يو څو لنډې خبرې۰

درنو هیواد والو!

دا یو څرګند حقیقت دی چې ښځه د هرې جامعې نیمایي  بدنه تشکیلوی او  د اسلام مقدس دین د ښځومقام او منزلت ته دپوره ارزښت په ورکولوسره دښځو دحقوقواووجایبو درناوی  په نارینه واجب او یا هم فرض ګرځولی دی ۰

 ښځه مور ده ،ښځه خور ده، ښځه لور ده او بل اخره ښځه د ژوند هغه شریکه ده چې د ژوند په هره برخه کې په غم او خوښي کې د نارینه سره اوږه په اوږه د ژوند مختلف پړاوونه تیروي اوښځه د ټولنې  د بقا اساسي رکن  تشکیلوي۰

  ددې تر څنګ څنګه چې  د اسلام مقدس دین او بشري تولنې  دښځو حقوقو او ویجایبو ته په درنه سترګه ګوري مګر په ډیره خواشني سره باید ووایو چې  په اکثرا جوامعو کې په خاصه ټوګه په ورسته پاتې هیوادونو ګې نه تنها د ښځو حقوق ته ارزښت قایل نه دي بلکه د ښځو  سره تر لویه بریده زور زیاتی اوبد چلند کیږي  چې دا بده چلند بیا  د هغو د حقوقو نه د سرغړونو علاوه دښځو  د تحقیر مرګ او ژوبلې او نورناوړو  ناملا یماتو موجب هم ګرځیدلي دي ۰

 درنو دوستانو !

 اغلې زرلښت حفیظ چې د هیواد تکړه او با احساسه شاعره او لیکواله ده  د هیواد څخه بهر د کانادا په هیواد کې د مهاجرت شپې او ورځې تیروي  هغې د ښځو په مقاپل کې د بیعدالتیو سره د مبارزې په موخه د نور جهان تر سرلیک یو کتاب لیکلی چې د ناول په بڼه  د چاپه راووت ، دغه اثر چې زموږ په معاشرې کې  د ښځو سره د بې عدالتیویو  څخه پر ده پورته کوي او دیوې زویدلې ښځې د زړه راز او د ژوند  داستان د جامعې د خلکو   سره شریکوي  چې په حقه  دا اثر زموږ په ټولنه کې د   بې عدالتیو  یوه ژوندۍ او با ارزشه تشه  په ګوته کوي ۰

 پدې کتاب کې د اغلې  نور جهان د ژوند هغه  داستان را سپړي  کوم  چې د ژوند په اوږدو کې ور سره لاس او ګریوان ده چې اغلې زرلښت ددغو تراژیدیو اونا ملایماتو سلسله  د یو ناول په بڼه  د ادب مینه والو ته  وړاندې کوي ۰ 

د نور جهان ناول نوی د دانش د کتاب پلورنځې او مطبعې څخه  په ښکلي ډیراین او سقافت په۲۰۱ مخو کې دچاپه راوتلي دي چې دغه اثر یوبل ګام دي د ښځو د حقوقو د اعاده کولو په مقصد زموږ په بیرته پاتې ټولنې کې ۰

 اغلې زرلشت حفیظ لکه د هیواد ډیرو نورو  ښځو په شان هغه با احساسه لیکواله او شاعره ده چې یواځینی ارمان یې په هیواد کې سوله او هوساینه ده چې پدې لاره کې د هغې هلې ځلې او لاسته راوړنې د ستاینې او یادولو وړدي ۰

 زه اغلې زرلشت حفیظ ته ددې کتاب مبارکي وایم او هغې ته د دې بریا تر څنګ د لوی خدای د درباره څخه د لا بریاوو هیله کوم تر څو هیواد والو ته په خاصه توګه د د ادب  مینه والو ته   نور هم داسې با ارزشه او کره مطالب ډالۍ کړي ۰

 د اغلې زرلشت حفیظ بشریار د لا بریاوو په هیله۰

په ډیره مینه

سمیع الدین افغاني

۱۳/۳/۲۰۱۴

م۰ کال

جرمني  

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply