Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

د هېواد په اوسنیو نازکو شرایطو کې د اوسني ګډ حکومت ثبات او دوام د هېواد او خلکو په ګټه دی

0 1,116

د هېواد په اوسنیو نازکو شرایطو کې د اوسني ګډ حکومت ثبات او دوام د هېواد او خلکو په ګټه دی.

د افغانستان او پاکستان د استخباراتي اړیکو ګډ تفاهم لیک د هېواد او خلکو په زیان بولم.

داعش هم د پاکستاني استخباراتو یوه بله دسیسه ده چې غواړې طالب په داعش بدل کړي.

                                                 د مشرانو جرګي ریس الحاج فضل هادي مسلمیار

دغه خبري د افغانستان د مشرانو جرګي ریس فضل هادي مسلمیار د افغان ایکسپرس سره په يوې ځانګړې مرکه کې وکړي، نوموړی وویل په هېواد کې د ادارې او اخلاقي فساد سربېره د د اوسني ګډ حکومت د مشرانو ترمنځ ګڼ مخالفیتونه ددې لامل شوې دي چې په هېواد کې د ناامنیو لمن پراخه شي، ده وویل ناامني اوسمهال د هېواد ټول لوی او واړه ښارونه ګواښي او خلک په خپلو کورونو او د کار په ځایونو کې ډاډمن نه دي.

نو د افغان ایکسپرس ددې پوښتنې په ځواب کې د هېواد په دغسي حالاتو کې به دغه ګډ حکومت راتلوونکې ولري او کنه؟ د مشرانو جرګي ریس وویل موږ او تاسي باید ددغه اوسني ګډ حکومت ننګه او ملاتړ وکړو ترڅو ثبات پیدا کړي او موږ پخوا هم د بې حکومتيو تجربي لیدلي چې عام ولس د ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ وو نو په دغسي حساسو شرایطو کې د حکومت دوام اړین او د هېواد او خلکو په ګټه بولم او په ګده باید کوښښ وکړو چې د اوسني نظام د ثبات ستني پیاوړي شي ترڅو له شته ستونزو څخه خلاص شو.

د افغانستان د مشرانو جرګي ریس فضل هادي مسلمیار د افغان ایکسپریس د دې پوښتني په ځواب کې چې په دې وروستیو د افغانستان او پاکستان د استخباراتو د ګډ تفاهم لیک په اړه خبري ګرمي دي ستاسو نظر په دې اړه څه دي وویل د استخباراتي اړیکو ددغه ګډ تفاهم لیک مخالف یم ځکه پاکستان تر اوسه په نورو ورته سوداګریزو، ترانسپورتي ،کډوالو او نورو قراردادونو کې خپل رښتنیوالي نه دې ثابت کړي او نه هم کوم مثبت ګامونه  اخیستي دي او ټول یې همداسي نیمګړي پرېښي دي نو دا چي ګډ استخباراتي قرارداد تر ټولو مهم او له هرپلوه مهم  دي نو کوم ضمانت شته دي چې په دغه قرارداد کې پاکستان رښتینې اوسي.

 مسلمیار د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې په هېواد داعش په نوم خوځښت هم مخ په پراخیدو دي وویل دا هم د پاکستاني استخباراتو یوه بله لوبه ده او غواړي په افغانستان کې یوه لسیزه د داعش په نوم هم د خلکو ویني تویی کړي ،ده وویل هماغه پخواني طالبان دي چې په داعش کې فعالیتونه ترسره کوي او له طالب څخه دغه پروژه اوس مهال غواړي داعش ته اړوي ترڅو اوبه خړي او خپل کبان پکې ونیسي . دیادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په ننګرهار کې او فراه ولایتونو کې هم د اعش او طالبانو د خپل منځی شخړو له کبله په لسګونو کسان ټپیان او وژل شوې دي.

د افغان ایکسپرس له خپرونی څخه په مننې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply