د ډیورن کرښي په اوږدو کې به د مېشتو قومونو د ژوند ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړم
د ډیورن کرښي په اوږدو کې به د مېشتو قومونو د ژوند ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړم
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل
ډاکټر نجیب الله د حکومت له نسکوریدو وروسته د ډیورن کرښي دواړو غاړو میشت قومونو ته د افغان حکومت پاملرنه زیاته کمه شوې ده او په دغه تېر دیارلس کلن د کرزی په حکومت کې هم د پام وړ پاملرنه ورته ونشوه او همداسي له ستونزو ډک ژوند یې پرمخ بیولو، ماشومان یې له زده کړو محروم او لویان او میشت قومونه یې د ژوند د سهلتونو لکه روغتیایې ستونزو، کرنیزو ستونزو، ښوونیزو ستونزو او نورو اساسي ستونزو څخه کړیدل، د ترهګري په نوم جګړي زیات قرباني هم شول، خپلي ستونزي یې په وار وار له محلي چارواکو سربېره مرکزي ادارو مسولینو سره هم شریکي کړي خو د چا پاملرنه یې نده خپله کړي.
د کونړ ولایت یو تن اوسیدونکي محمد جان وایی چې د سردار داود خان د حکومت پرمهال قبایلو ته د نورو ستونزو د حل سربېره میاشتنۍ تنخواوي ورکول کیدي ،دده په وینا د ډاکټر نجیب الله د حکومت پرمهال هم ورته کمه تومه پاملرنه کیده خو په دې وروستیو نظامونو کې هیڅ پاملرنه ورته نه کېږي.
خو د قومونو، قبایلو او سرحدونو وزیر محمد ګلاب منګل افغان ایکسپرس ته ویلی دی چې په هېواد کې به د قومي مخورو او شوراګانو په مټ وکړای شي دغو ستونزو ته د حل لارې چارې ومومي. دده په وینا هڅه کوي چې د قومونو ترمنځ د ستونزو په حل کې همغږي رامنځته کړو او د جرګو اوتګ راتګ په وسیله ددوی ترمنځ اړیکو ته پراختیا ورکړو، ترڅو دغه اړیکي اوهمغږي په هېواد کې دښوونې اوروزنې، روغتیایي چارو، ټولنیزو ستونزو د هواري، سولې او ملي یووالي په ټینګښت اوپیاوړتیا کې مثبت اغیز وکړي.
دده په وینا د ننګرهار، کندز اوهرات په ولایتونو کې به د قومي جرګو جوړولو، د هېواد دسرحدي اونا امنه سیمو بچیانو لپاره به د ښوونې اوروزنې دکیفیت، اړتیاو او اسانتیاو د برابرولو کې اړین ګامونه پورته کړي.
د سرحدونو او قومونو چارو وزیر محمد ګلاب منګل په وینا د کرښي په دواړو غاړو کې د کلتوري اړیکو او د ملي او علمي مشاهیرو د ساتنې په موخه به د مجلو او جریدو چاپولو له لیاري او په علمي اوفرهنګي شخصیتونو دسیمینارونو د جوړولو، د علمي او ادبي اثارو د چاپولو، دسرحدي څېړنو او د سرحدونو د څارنې په موخه د څیړنو ټیمونو پواسطه وکړاي چې د پولي په دواړو غاړو یو څه سړې اړیکي په تودو اړیکو بدلي کړي.
له افغان ایکسپریس څخه په مننې
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320