د کندهار د کرکټ لوبغالي جوړولو پروژه له ځنډ سره مخ ده

0 1,135
بشيراحمد نادم

کندهار (پژواک، ٢٤ لېندۍ ٩٤): چارواکي وايي، که په کندهار کې د کرکټ لوبغالي جوړولو چارې ژر پيل نه شي، نه يوازې مرسته شوې پيسې له لاسه وځي، بلکې د دغه لوبغالي لپاره ځانګړې شوې ځمکه هم بيرته ګرځول کېږي.

ټاکل شوې وه په کندهار ښار کې پر ٤٠ جريبه ځمکه د هندوستان په يو ميليون ډالر مرسته د کرکټ نړيوال لوبغالى جوړ شي، خو شاوخوا څلور کلونه تېرېږي چې لا هم د دغې لويې پروژې کار نه دى پيل شوى.

په دې اړه د ليندۍ په ٢٤مه، په کندهار کې يوه احتجاجي غونډه جوړه شوې وه چې په کې د ولايتي شورا استازو، مدني فعالانو، ځوانانو او د کرکټ مينه والو برخه اخيستې وه.

د کندهار کرکټ بورډ مسوول محمد مسعود رحماني پژواک خبري اژانس ته وويل، څلور کاله مخکې په کندهار ښار کې د “افکو” کمپنۍ د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني مشر حضرت عمر زاخېلوال ته ٤٠ جريبه ځمکه ورکړل شوه، څو هغه ورباندې لوبغالى جوړ کړي.

هغه زياته کړه، هماغه مهال په کابل کې د زونونو په کچه د کرکټ سيالۍ تازه پيل شوې وې چې د يو شمېر هېوادونو سفيران هم ورته راغوښتل شوي وو، دا چې په يادو شوو سياليو کې کندهار لومړى مقام تر لاسه کړى و، د هند سفير ژمنه وکړه چې په کندهار کې به د کرکټ د نړيوال لوبغالي جوړولو لپاره يو ميليون ډالر ورکوي.

د ده په خبره، يو نيم کال مخکې دغه پيسې د هندوستان له سفارت څخه د اقتصاد وزارت ته ولېږدول شوې او دغه پروژه اعلان شوه چې د ١٧ شرکتونو له ډلې يوه شرکت وګټله، خو بيا يې هم عملي چارې پيل نه شوې، تر هغه چې په دې وروستيو کې د ملي تدارکاتو په نوم کمېسيون جوړ شو او دغه پروژه همدې کمېسيون ته ولېږدېدله.

دى وايي، دغه کمېسيون له تېرو اتو مياشتو په يوه او بله بهانه دغه پروژه ځنډوي، په داسې حال کې چې د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې په وار وار بېلابېل مکتوبونه ورلېږلي دي.

رحماني وويل، په اصلي علت دوى هم نه پوهېږي چې ولې دغه پروژه ځنډول کېږي، دى وايي که تر راتلونکو څو ورځو پورې د دغې پروژې کار پيل نه شي، نو پيسې او ځمکه دواړه به له لاسه ووځي.

نوموړي پر مدني فعالانو، خبريالانو او په ولسي جرګه کې د خلکو پر استازو غږ وکړ چې د يادې شوې ستونزې د هواري په موخه اقدام وکړي.

د ده په خبره، که په کندهار کې د کرکټ نړيوال لوبغالى جوړ شي، نو دا به د افغانستان د کرکټ بورډ او د کرکټ د مينه والو لپاره لويه بريا وي.

ده يادونه وکړه چې د کابل د کرکټ نړيوال لوبغالى په ١٣ او د ننګرهار د کرکټ لوبغالى په ١٩ جريبه ځمکه کې جوړ شوي، په داسې حال کې چې د کندهار د کرکټ لوبغالي لپاره ٤٠ جريبه ځمکه ځانګړې شوې چې د هېواد په کچه به تر ټولو لوى ميدان وي.

هغه دا هم وويل چې د هندوستان تر څنګ په خپله د کرکټ نړيوالې شورا هم ژمنه کړې چې که دغه لوبغالى ورغول شي، نو هغوى حاضر دي پر دغه لوبغالي ميليونه ډالر نور هم ولګوي.

د کندهار د ولايتي شورا غړي حاجي نعمت الله شېردلى هم وايي، دا د زغم وړ نه ده چې په دې ولايت کې دې د کرکټ د نړيوال لوبغالي لپاره ځانګړې شوې پيسې او ځمکه له لاسه ووځي.

هغه وويل، دغه ستونزه به د کندهار له ځوانانو سره يو ځاى تر ولسمشره رسوي.

د ولايتي شورا بل استازي حاجي عطاء الله عطا وويل، داسې ښکاري چې مرکزي اداره له کندهار سره د ميرې مور چلند کوي.

خو هغه وويل، دا د هغوى دنده ده چې دغه ستونزه به حل کوي او په بشپړ يووالي به خپل غږ پورته کوي.

د کندهار د مدني ټولنې په استازيتوب ګل کمين وويل، کندهار او سوېلي زون په تېرو څوارلسو کلونو کې په هره برخه کې سترې قربانۍ ورکړي او تل يې د ناخوالو پر وړاندې زغم کړى، خو له بده مرغه چې ځينې کړۍ له دې زغم څخه ناسمه ګټه اخلي.

دى وايي، د کرکټ لوبه په سمت او ځينو کړيو پورې تړل لويه جفا ده، خلکو وليدل چې په ننګرهار کې دوه لوبغالي جوړېږي، خو په کندهار کې د يکې يوه لوبغالي د جوړلو چارې هم له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي.

د ده په خبره، په کندهار کې د لوبغالي په جوړولو سره به د کرکټ بورډ اداره ډېره اقتصادي ګټه تر لاسه کړي، د دې تر څنګ به د دې ولايت د کرکټ زرګونه مينه وال چې دا مهال په سپېرو دښتو کې کرکټ لوبه کوي، يو منظم ميدان ولري.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک په دې اړه پژواک اژانس ته وويل، چې ولايتي ادارې هم د دغې ستونزې د حل لپاره اقدام کړى او ستونزې له مرکزي ادارې سره شريکه کړې ده، چې هغوى يې د حل په تمه دي.

د يادونې ده چې دوه کاله مخکې په کندهار کې د کرکټ د نړيوال لوبغالي اړوند تاسيسات د افغانستان د کرکټ بورډ په ٦٠ زره ډالره مالي مرسته جوړ او ګټي اخيستنې ته وړاندې شول.

د دغه لوبغالي اړوند دفتر چې پکې دوه کاري خونې، دهلېز، تشنابونه او نور شامل دي او دغه راز د لوبغالي شاوخوا اوسپنيزه پنجره، د کرکټ لوبې لپاره د لومړني ګام په توګه يو پېچ او نور جوړ شوي دي.

دغه لوبغالى به په نړيواله کچه وي او له ١٠ تر ١٢ زرو نندارچيانو د ځايولو وړتيا به ولري او دغه راز په دغه لوبغالي کې په اړوندې ودانۍ، د روزنې اکاډمۍ او که يو کمپليکس جوړ شي.

په کندهار کې کرکټ ډېره وده کړې او دا مهال په کې لسګونه لوبډلې شته، خو هومره اسانتياوې ورته نه دي برابرې شوې لکه په ننګرهار، خوست او يو شمېر نورو ولايتونو کې چې برابرې شوې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply