Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

له پرون راهيسې ګونګ غوندې یم/ نجیب ننګیال

0 962

له پرون راهيسې ګونګ غوندې یم. نه پوهېږم، څه وليکم، څه ووايم. له يوه شي چې سخت په وېره کې وم هغه دا چې د خاکرېزوال خرتوب او د شريفي عکس العمل به ټولو پښتنو ته په تاوان تمام شي. کټ مټ هغسې لکه د ډاکټر نجيب الله سره چې وشو. وېل وګوره خپل پښتون تڼي در باندې کودتا وکړه، خپلو پکتياوالو کافر وبللې او خپل خوستی حقاني درسره سوله بيخي نه کوي. همغه و چې ډاکټر نجيب د فاشيستي کړيو لکه فريد مزدک، نبي عظيمي… او نورو په جال کې ګير شو. په هغوی يې تر پښتنو ډېر باور وکړ. انجام يې د نظام سقوط شو. د ملت بربادي شوه.
ولسمشر غني چې په څومره سختو شرايطو کې را ګير دی. څومره ډېر وطندوسته او ژمن ولسمشر دی، له ډاکټر نجيب سره يې کم توپير ليدل کېږي. څومره ډېرې داخلي او بهرنۍ دسيسې يې چې خلاف روانې دي، د ډاکټر نجيب خلاف هم کټ مټ کيسه وه. هغه وخت هم دوستم خپه شو، لاره يې بېله کړه. دا ورځې هم د دوستم د خپګان اوازې دي. د ډاکټر نجيب سره يې متحدين (شوروي حکومت) مخلص نه و، او د ډاکټر غني سره هم امريکا مخلصه نه برېښي. ډاکټر نجيب هم د تلپاتې سولې لپاره تر وروستي حده تلاش وکړ، غني يې هم کوي. هغه ورځ هم د بدو جګړو شاهده د پښتنو سيمې وې، دا ورځې هم دي. هغه وخت هم پاکستان د حکومت سره د سولې نغاره غږوله او ډاکټر نجيب ورته خوشبيني ښودله، دا ورځې هم هماغه کيسه ده. هغه ورځ هم ولسمشر يواځې شوی و، دا ورځې هم کيسه هغې خوا روانه ده. هغه وخت هم مجاهدين (!) څو ډلې و، دا ورځې هم څو ډلې شوي دي. هغه وخت هم د غرب زون د جګړې مسئول جبار قهرمان و، دا ورځې هم په هلمند کې د جګړې مسئول جبار قهرمان دی. هغه هم احمدزی و، دا هم احمدزی دی.
ارګ يو وار بيا د پښتنو په مرګ تمامېږي. يو ولسمشر بيا په پرېکړو کې عجله کوي او له خپل لوی “ټبر” څخه ځان لرې کوي. يو څوک بيا خپلې پښې په تبر وهي. يو سړی بيا د يوه فاشیست فريد مزدک (عبدالسلام رحيمي) په لومو کې راګير دی.
پاچا له خپلو ناسمو پرېکړو وژغورئ. پاچا ته وواياست چې دا يې لاره نه ده. خلک مه سره لرې کوه، خلک سره جوړ کړه. پاچا ته وواياست هغه سړی چې تا د خپل دفتر مسول ټاکلی، تاريخ به يې درته بيا ټول جريان ووايي چې په څومره مهارت يې ستا د ناکامۍ لپاره کندې کيندلې. پاچا ته وواياست چې په خپل چپ و راست دې بيا فکر وکړه.
* زه خوب وينم، يو ډاروونکی خوب، خدای دې خوب پاتې کړي. ما د دغه بد خوب له امله وبښئ. خو خوب د سړي په واک نه وي. خوب اندېښنې وي، د يوه لوی ملت د بقا اندېښنه…..

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply