د افعان کرکېټ نېمګړتیاوې/ عبدالواحد رضوانزی

0 1,380

هره لوبه ګټل بایلل لري، یو اړخ خامخا ګټوونکی او بل بایلوونکی وي، ډېرې کمې لوبې داسې وي چې بې پایلې پای ته ورسيږي هغه هم د کوم عارض د پېښېدو له کبله، د هېواد کرکېټ لوبډله په دې وروستیو کلونو کې ډېره ځلېدلي، د نړیوالو او د کرکېټ د نړیوالې شورا پام یې جذب کړی دی. د کرکېټ نړیوالې شورا د دې شورا د دوهمې درجې کرکېټ لوبډلو تر منځ د افغانستان د کرکېټ لوبډلې ته د یوې مشرې او غښتلي لوبډلې په سترګه ګوري او په همدې پار ترې د ښې لوبې کولو تمه هم لري.
د هېواد د کرکېټ لوبډله د ۲۰۱۶ کال د اسیا جام له سیالیو پاتې شوه، لوبډلې ښه لوبه وکړه، په ځانګړې ډول د هانګ کانګ خلاف چا چې څو ځل زموږ لوبډلې ته ماتې ورکړې ده، بدبختانه چې د متحده عرب اماراتو پر وړاندې یې وبایلله او له همدې کبله له اسیا جام څخه هم پاتې شوه. ډېری مینه وال په دې غوسه دي چې د عرب اماراتو کمزورې لوبډله یې ولې له افغانستانه وګټي؟ ما مخکې هم وویل چې ګټل بایلل د لوبې برخه ده، ډیری وخت کمزوریو لوبډلو له غښتلو لوبډلو لوبې ګټلي، تاسې شاهد یاست چې په تېر نړیوال جام کې د کرکېټ د نړیوالې شورا دوهمې درجې لوبډلې آیرلینډ د کرکېټ غښتلي لوبډلې انګلینډ په ګونډو کړ. د بنګله دیش نسبتا کمزوري لوبډلې د هند په څېر غښتلي لوبډلې ته ماتې ورکړې دي، آن د کینیا نوي ټوکېدلې لوبډله په نړیوال جام کې تر نیمه پایلوبې رسیدلې وه.
کرکېټ یواځنۍ هغه وسیله او لوبه ده چې د هېوادوالو په وچو او چاودلو شونډو موسکاوې خپروي، د څو شېیو لپاره یې د غمونو له ګردابه رااوباسي او نوې هیلې وربښي. ګټل خو هسې هم د هر چا هیله ده، نو چې کله لوبه وبایلو نو څه کول په کار دي؟؟
د هرې لوبې له بایللو وروسته باید لوبډله هغه نېمګړتیاوې پیدا کړي چې له کبله یې لوبه بایللې، په نورو لوبو کې یې د تکرار مخنېوی وکړي، او له تېرې لوبې لا ښه کارګردګي وښیي، دا مهمه ده چې لوبډلې څومره ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه.
که نړیوال جامونه، نورو هېوادونو لوبډلو سره د لوبو لړۍ او یا کورنی کرکېټ وي او که نه وي، ملي لوبډله باید د تمریناتو خپل مهالوېش ولري، بدبختانه زموږ لوبغاړي چې له سیالیو هېواد ته راستانه شي بیا د کرکېټ اکاډیمیو ته تمرین لپاره نه ځي. د ملي لوبډلې د تکړه توپ اچوونکي شاپور ځدران په اړه مشهوره ده چې چا ترې پوښتنه کړې وه چې ولې په عادي ورځو کې تمرین ته نه ځي، هغه ورته ویلي وو: تمرین په درد نه خوري پته به یې په میدان لږي. پخوانې روزوونکي کبیرخان هم د لوبغاړو له ناراستۍ او په تمرین کې د فعالې ونډې نه اخېستو څخه ناخوښ و او په دې اړه یې څو ځل اندېښنه هم ښودلې وه، د هغه په وینا چې لوبغاړې د تمرین په وخت کې خوبونه کوي.
کبیر خان همدا ډول د لوبغاړو له بې پروایۍ سر ټکوه، هغه ویل: په میدان کې لوبغاړي هغه لارښوونې او هدایات په نظر کې نه نیسي چې د روزوونکي لخوا ورکول کېږي او هر سړی پخپله خوښه لوبه کوي، چې څه یې زړه غواړي هغه پر مخ وړي، د کپتان او لوبغاړو تر منځ همکاري او هماهنګي کمه وي.
لوبغاړي باید په ټینس بال لوبه ونکړي، دا چاره ورته ښه نه تمامیږي، د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي له محلي کرکېټ لوبډلو سره لوبیږي او په ټینس بال لوبه به کوي، دا یې په نړیواله کچه شخصیت زیانمنوي او په نړیوالو لوبو کې پرې بد اغېز لري.
کرکېټ بورډ او د سلیکشن یا انتخاب کمیټه باید وړ او با استعداده لوبغاړي انتخاب کړي، د کرکېټ ډیری مینوال د کرکېټ په مشرتابه او د کرکېټ بور‌ډ په اجرایوي رئیس نیوکې کوي چې کوښښ کوي خپلوان او دوستان ملي او نورو لوبډلو ته ننباسي، ژوندۍ بېلګه یې د کریم صادق ده، هغه نور کرکېټ نه شې کولی، خو په لوبډله کې د خپل ورور تاج ملوک عالم په سترګو اخېستل شوی دی. د کرکېت مینوال وایې د هغې پر ځای یې باید تکړه او ذمه وار توپ وهوونکی شفیق الله شفق لوبیدلی وای، د کرکېټ بورډ دا تبعیض یواځې په ملي لوبډله کې نه بلکې د زونونو په سطحه او کچه روان دی. دا چارې د مینه والو زړونه ځوروي او د کرکېټ بورډ سره یې د نفرت لامل ګرځي.
په کرکېټ بورډ کې باید مسلکي کسان وګومارل شي، چې ټول تمرکز یې په کرکېټ او په لوبغاړو وي، له کرکېټ سره یې سر او کار وي، د لوبډلې نېمګړتیاوو او مثبتو اړخونو ته متوجه وي، نه د تاج ملوک په څېر کسان چې د لوبې پرمهال هم خپل تبلیغ کوي، د هر شي خپل ځای مالوم وي، تاسې لږ د تاج ملوک د فېسبوک اکاونټ ته سرښکاره کړئ متنازع موضوعاتو باندې غږیږي. تاج ملوک داسې انګېرې چې په هېواد کې کرکېټ د هغه په برکت روان دی.
دا او دې ته ورته نورې ګڼې ستونزې دي چې کرکېټ بورډ ورته باید د کرکېټ د پرمختګ او د لوبغاړو د ځلېدو په پار ډېره پاملرنه وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply