Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

روس سره د جګړې یا جهاد په اړه ګډوډ ترخه/ اجمل ستانکزی

0 1,069

دا دوه میلونه شهیدان چې مونږ وایو دا شمیره له کومه شوې؟ چا د دغو مړو لیستونه جوړ کړي او کوم آزاد تحقیق شوی؟
پاکستان او غرب خو د روسانو او افغان دولت پواسطه د مړو شمیره قصداً لوړه ښودله چې خلک نور هم جهاد ته وهڅوي. بل په دغو مړو کې یوه ډیره زیاته برخه پخپله مجاهدینو هم وژلي. خو دوی هر څه په روسانو او دولت اړوي ځکه نن دوی په قدرت کې دي او تاریخ هغه څوک لیکي چې په قدرت کې وي. که نجیب دا جنګ ګټلی وای نو نن به مو تاریخ بل څه ویل. یعني د ټولو وژل شویو افغانانو مسولین به مجاهدین وو.
د نن ټالیب د پرون مجاهد دی. پرون هغوی همدا وحشتونه کول. فرق دومره دی چې پرون عام افغانان په تیاره کې وو خو نن یې سترګې لږ خلاصې شوي. بل دا چې پرون میډیا کمزورې وه او د مجاهدینو جنایتونه یې نشوای نشرولای خو نن تر ډیره د ټالیب جنایتونه خلک ویني. که حقیقت ووایم د افغانستان بنسټونه خو ټول مجاهدینو وران کړل او ټالیب ته یې د ورانولو څه پرینښودل.
ټالیب او مجاهد دواړه د وطن ورانوونکي وو او دي. دا غلطه ده چې ټالیب د برق د یوې پایې په سر بد کړې خو مجاهد د زرګونو پایو په سر ښه. ټالیب د لسګونه زرو افغانانو په مرګ بد کړې خو مجاهد د لکونو افغانانو په مرګ ښه. لنډه دا چې نن ټالیب کوم وحشت کوي مجاهد دغه وحشت پخوا څو چنده زیات کړی.
کمونستانو په اوله څپه کې یو شمیر هغه افغانان چې له مجاهدینو سره یې خواخوږي درلوده ووژل یا یې بندي کړل. پدوی کې خامخا ځینې بیګناه هم وو. خو اکثریت یې د مجاهد خواخوږي وو. د مطبوعاتو پدې آزاد دور کې چې نن له ټالیب سره یو زیات شمیر خلک ولاړ دي نو فکر وکړئ چې د مطبوعاتو په نژدې نشتون کې به پرون له مجاهد سره څومره ډیر خلک ولاړ وو؟ نن مو ډیری ملایان ټالیب ښه ګڼي پرون یې مجاهد ښه ګڼه. نن مونږ وایو چې دولت دې د ټالیب پلوو په ضد اقدام وکړي. خو پرون دولت همدا کار کاوه چې نن یې نوم بد دی. ډیری خلک چې دولت نیول له مجاهدینو سره یې خامخا څه تړاو درلود.
شوروي ته مونږ څه چې امریکا هم شکست نشو ورکولای. دا خو یې اقتصاد له مینځه لاړ چې ورسره شوروي ټوټې ټوټې شو. د افغانستان جنګ یوازې مونږ ته تاوان را رسولی او بس. روس خو پخپل ټانک سپور راغی او پخپل ټانک سپور بیرته لاړ. ستا هغه جوړښتونه یې هم درته جوړ پریښودل. جهاد خو تا له خپل هیواد سره کړی چې په نتیجه کې دې لکونه خپل هیوادوال ووژل او افغانستان دې په کنډواله بدل کړ.
یو دلیل چې د مجاهدینو په وخت کې ډیر افغانان ووژل شول خپله د مجاهدینو شتون وو. لکه نن چې له ټالیب څومره جنګ اوږدوي دغومره د ډیرو افغانانو د مرګ سبب کیږي پرون د مجاهد جنګ اوږدول د افغانانو د مرګ سبب کیدل. نن له ټالیب سره په هر ځای کې افغانان وژل کیږي پرون له مجاهد سره په هر ځای کې وژل کیدل. لکه نني ټالیب پروني مجاهد له کلیو او کورو په اردو او پولیسو حملې کولې او د بیګناه خلکو د مرګ ژوبلې سبب کیدل. که مجاهد نه وای نه به دومره وژل کیدو، نه به مو میلونونه خلک له هیواده تلل، نه به هر هیواد د خپلو ګټو لپاره استعمالولو، نه به مو هیواد وران وو نه اردو. نه به دومره کمزوري وو. نه به مو لنډغر په سر حاکمان وو نه مذهبي افراطیان. لنډه دا چې دومره بد ژوند به مو نه وو.
خو ځینې خلک چې افغانستان یې تباه کړ نن په ډیره بیشرمۍ پخپلو وحشتو ویاړي او امتیازات غواړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply