پیشو غواړي کبان ونیسي / – تشیو تشین لین

0 4,608

د ماشومانو لپاره یوه لنډه کیسه

د ماشوم ادبیات

د ماشوم ادبیات، د ادبیاتو هغه برخه ده چې د هغو د مخاطبانو د خوښې سره سم هغوي ته د هغوي په ژبه او کچه  لیکل کیږي دا ځکه چې ماشومان نشي کولای  د لویانو لپاره نثر اونظم  ولولي. دغه ادبیات هم شفاهي برخه لري چې له پېړیو راپه دېخوا تر ننیو ماشومانو رارسیدلې او هم لیکلې بڼه چې له بده مرغه زموږ په هېواد کې دغې برخې ته ډېره پاملرنه نده شوې او هڅه نده شوې چې د دوي ادبیات راټول ، پیاوړي او تر ټولو ورسول شي .دهغو  لیکوالو دې کور ودان  وي چې په دې برخه کې یې یو څو ګامونه اخیستي خو زما په اند  په هېواد کې دننه د  دې برخې د لیکوالو ترڅنګ که بهر کې اوسېدونکي افغانان هم یو یو کتاب په دې باب ولیکي او یا ځینې کیسې راوژباړي  نو ددغه شان څېړنو او د  ماشوم د ادبیاتو آثار به هم پرېمانه شی .  مننه

****************************************************************************************************************

پیشو غواړي کبان ونیسي                                 د ماشومانو لپاره  یوه لنډه کیسه                          لیکوونکی : تشیو تشین لین

پښتو کوونکی : یوسف هېواددوست

یوه ورځ یو کب نیوونکي ، یو ډېر غټ کب نیولی و، هغې پيشو چې خوا کې یې ناسته وه ، په حیرانتیا سره ، ورته وویل : (( دا کب نیول څومره آسانه کار دی  ! )) .

کب نیوونکي ورته وویل : (( د ا څه دې وویل ؟ تا وویل چې کب نیونه کوم آسان کار دی ؟ که ته داسې ګومان کوې ، نو راځه چې ویې آزمویو .)).

پیشو وویل : (( ولې نه ، همدا اوس یې باید و آزمویو .))

وروسته بیا نو پیشو د ویالې څنګ ته راغله  او خپله لکۍ یې  اوبو کې غوپه کړه .لږ وروسته چې له دغو اوبو څخه یو غټ کب تېرېده ، نو د پیشو لکۍ یې ولیده او فکر یې وکړ چې ګواکې دا یو ښه غټ چینجی دی .کب ډېر خوشاله شو او د پیشو لکۍ یې وچیچله .پیشو له ځان سره وویل چې (( څومره غټ کب دی ! )) .ویې غوښتل خپله لکۍ له اوبو څخه راوباسي ، خو احساس یې وکړ چې لکۍ یې درد کوي  او ډېره درنه شوې .هرڅه یې وکړل چې لکۍ له اوبو راوباسي ، نه یوازې  ویې نشو کولای ، چې کب هغه دننه اوبو ته ورکاږله .پيشو په نارو سورو بیل وکړ او چیغې یې وهلې .کب نیوونکی د پیشو څنګ ته ورغی چې ویې ژغوری او په خندا یې ورته وویل : (( و دې لیدل .کب نیونه هغومره هم آسانه نده لکه چې تا یې ګمان کاوه . څنګه  ؟))

سره له دې چې نږدې و چې پيشو ډوبه شی ، خو بیا هم لا تر اوسه  به دې نه ده پوهېدلې .نه ګورې چې پیشو تل  د دېوالونو پر سر کېني او خپل باڼه یو پر بل اچوي اوسترګې پټوي ، ځکه فکر کوی او له ځان څخه پوښتنه کوي چې : (( ولې ځینې کارونه اسانه تر سترګو کیږي ، خو کله چې غواړمه ترسره یې کړم ، ډېر ګران او سخته شي …؟))

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply