له ځوان شاعر او ليکوال جيلاني جلان سره مرکه

0 3,862

مرکه: عزت الله ذکي

جلان صاحب ! که ځان زموږ درنو لوستنکو ته ورمعرفي کړي که څه هم ستاسو دنامه سره زيات وګړي اشنا دي خودادمرکي يو دود دي

سیدجیلاني جلان د هیواد یو شاعر، لیکوال او ژورنالیست ، د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو د سندریزي سیمي د خیرمینې  اوسیدونکي  چې دم ګړی په کابل کښي د ژوند د سفر په لاره مزل کوي. کابو ۸ کاله کیږي چې د مطبوعاتو به بیلا بیلو برخو لکه  تلویزیونو، راډيوګانو، مجلو، ورځپاڼو، انټرنیټي سایټو سره  يې کار کړي په کابل کښي د افغان ادبي بهیر او رشاد ادبي کره کتنې غړی هم دی،  او اوس مهال د  سبا تلویزیون او نوا راډيو سره د پښتو په برخه کښي  ادبي خپرونې پر مخ وړي .

جلان : تر ۱۲ټولګي پوري زده کړې په لرې پښتونخوا کښي کړي او اوس د کابل د ښوونې او روزني پوهنتون د  شپې لخوا د پښتو ادبیاتو د څلورم ټولګي محصل دی .

د نوموړي  دوې شعري ټولګي چاپ سوي چي لومړی شعري ټولګه يې (د ګلپاڼو اتڼ) په ۱۳۸۶ کال چاپ سوې او په ۱۳۸۷ کال ددوهم ځل لپاره چاپ سوه  او په ۱۳۹۰ کښي يې  دویمه شعري ټولګه ( د هېندارو دره) په دوه زره ټوکونو کښي له چاپه راووته . او دوې شعري  ټولګي يې نوري هم چاپ ته تیارې دي خوپه وينا يې زر ئي د چاپولو اراده نلري . ټاټوبی اوونيزي دا اوونۍ له ښاغلي جلان سره د شعر بېلابېل اړخونه شاربلي، چي تاسي درنو لوستونکو ته يې د ادبي تندي د خړوبولو لپاره وړاندي کوو.

ټاټوبی: تاسو يوازي شعر ليکی او که نثر هم ليکی په دې اړه مو لوستونکوته معلومات څه دي ؟

جلان: شعر مې ډیر خوښیږي ځکه یې ډیر لیکم خو کله کله لنډي کسې، فلکلوریکي لیکني، ټولنیزي لیکني او په ځیني ورځنیو موضوعاتو هم کله کله یوه نیمه مقاله ولیکم او نورې ادبي لیکني هم د خپل وس مطابق کوم .

ټاټوبی: که نثر هم ليکي تراوسه مو په نثر کښي څه شي ډير ليکلي دي او دټولګي دچاپ تکل لري که يا ؟

جلان : نثري لیکني کوم خو کومه ټولګه مي د نثري لیکنو نه ده برابره کړه بس خورې ورې پراتي دي . که ژوند و؟ ولي نه ، د نثر په برخه کي به هم کتابونه ولرم

ټاټوبی: نثر ليکل اسان دي او که شعر ليکل اسان دي او ولي علت ئي څه دي

جلان :  څوک چي په کوم شي کښي استعداد لري او خپله طبعه پکښي ازمویلي سي همغه ورته اسان دی

نثر داسې دی چي یوه موضوع راخلي خو تا نه وزان  نه غواړی بس د موضوع پیغام او محتوا ته به ګورې او مخکي به ځي خو شعر کښي  ډيري خبري دي زما په نظرد شعر لیکل ډير ګران دی

ټاټوبی: دښه شعر ځانکړتيا وي به څه وي که ئي زموږ درنو لوستونکو ته معلومات ورکړي

جلان : ښه شعر هغه شعر دی چې د لوستونکي او اوریدونکي په  زړه خوله ولګوي او راښکون ولري

ځانګړني ئي ډیري دی ښه شعر باید  دموسقیت ، راښکون، شعریت ،  نوښت ، پیغام،وزن او محتوا  له اړخه جوړوي  او ټولنې ته يي ګټه ورسیږي تر ټوله مهمه خبره ده چې ادبي ذوقه باید وروزي او د ادبي ذوقونوتنده ماته کړي  او د ښه شعر تخیلي او فکري اړخ باید ډیر پیاوړي او نوی وي.

ټاټوبی :شعر څنګه تعريفولای سو

جلان : یوه لنډۍ ده : د هر چا خپله خپله خوښه – ما ته یې خوند د بڼو سیوري راکوینه

زه خو خپله شعر د درد ، احساساتو ، عاواطفو او د مینې مقدسه او رنګینه نړۍ بولم

ټاټوبی: اصلي شعر او زموږ په ټولنه کښي معمول شعر پر څو ډوله ويشلای سو

جلان : که موخه مو د شعر له فورمونو نه وي نو شعر بیلا بیل فورمونه لري لکه قصده، غزل، څلوریزه ، ازاد نظم او داسې نور…

که موخه دا وي چي هنري او غیرهنري شعر  ا،خو بیا هم ستاسو په پوښتنه سم پوی نسوم په هر حال بخښنه غواړم. خو دومره به ووایم یو ولسي شعر دی چې لنډۍ سروکي او بیلابیلې برخي د ولسي شاعرۍ پکښي  راخي یو لکنیز یا په عامه اصطلاح کتابي شعر دي چې د کتابت بڼه غوره کوي

ټاټوبی: د شعر نړۍ ته راتګ بايد اماتور وي او که يا اکاډميک او که دواړه

جلان : د شعر نړۍ ته راتګ یوه طبعي پیښه ده چي انسان ورسره مخ کیږي له یوڅه نه متاثر سي او شعر سره یي مخه سي د خپل زړه درد او د ټولنې دردونه د خپل ذوق او فکر د تجربو پربنسټ ټولني ته وړاندي کوي. او شعر لیکل اکاډمیکتوب ته اړتیا نلري .

ټاټوبی: په عمومي ډول شعر څوفورمونه لري او په افغانستان کښي څوډوله معمول دي

 جلان دومره وایم شعر ډیر فورمونه لري خو اوس مهال زیاتره شاعران  غزل، څلوریزه ، ازاد شعر د نورو شعري فورمونو په پرتله په پښتو ادب کښي ډير کاروي

ټاټوبی شعر دپښتوادبياتو يوه برخه ده او که نه .

جلان :  دا داسي پوښتنه ده لکه یوڅوک چي ووایي لاس  یا پښه د بدن یوه برخه ده کنه ؟

ټاټوبی او که ده نوولي د پښتو ادبياتو د پوهنځي کښي يو برخه نه ورکول کيږئ

جلان : په پښتو ادبیاتو پوهنځي کښي شعر تدریس کيږي د بیلګې په توګه په ادبي صنایعو برخه کښي  شعرونه څیړل کیږي ، متن کښي شعر لوستل کیږي همداسې نورو ډیرو برخو کښي ، خو  دا چې شعر یو ځانګړي مضون سي په پوهنځیو کښي لکه  دژبپوهني ، ادب پوهني، اروه پوهني، ثقافت  مضمونونه، نو نه پوهیږم شاید په دې د ښونیز نصاب خلک ښه پوی سي .

ټاټوبی: د اوسني پښتو شعر روان بهير څنګه ارزوي  پښتوشعري يون سره

جلان : ماشالله  د پښتو اوسني شعر بهیر ډير ښه په شرنګ کښي پر مخ روان دی که څه هم  د نوښت په برخه کښي ستونزې سته ځکه موږ نوښتګر شاعران ډیر کم لرو خو خدای  ج مهربان دی نوښتګر شاعران به هم را ډير سي ددې ژبي او  دپښتو شعر له پاره به نور هم نوي رنګونه راوړي

ټاټوبی:  ډير داسي انګيري چي زموږاوسني زياتره شعرونه دموضوع له لحاظه غريب او تکراري دي، يوازي دموضوع راوړلو طريقه هغه هم په کمه فيصدي نوي وي تاسو له دغه انګيرني سره څومره موافق ياست

جلان : دا پوښتنه مو مخکې  جواب کړه خو بیا به هم ووایم چې  زموږ شعر ښه روان دی خوپه شعر کښي نوښت ته باید توجه وکړو او له تکراري خبرو نه تیر سو.

ټاټوبی: په شعرکښي دبل پيروي يا تقليد ته په کوم نظرګوري

جلان : ښه خبره ده چي یو شاعر ځان ته سبک او لاره ولري  خو که څوک په شعرکښي د چا پیروي کوي نو خپل حدود دي ځان ته وټاکي هسې نه چي خپل ځان ورک کړي.

ټاټوبی: په اخرکښي که دافغانستان وفرهنګپالو ته څه پيغام لری مهرباني

جلان : فرهنګیان دې په ټول خلوص خپل وطن ، ملت او خپل فرهنګ او خپلو ژبو ته کاراو خدمت  وکړي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply