نن سبا مشري د خلکو په خدمت کې ده/ محمد عارف رسولي

0 1,144

د وردګو د قومي عالي شورا د مشرۍ لپاره ټاکنې په خورا مهذبه او متمدنه توګه وشوې. له مخکې ترتيب شوې د ټاکنو مقرره په خورا جديت او زيات روڼوالي پلې شوه، د کمو رايو وړونکي په خورا درنښت بريالي نوماند ته مبارکي ورکړه او د ګډ کار ډاډ يې ورکړ. پخواني د شورا رييس ته هم درناوی وشو او دعزت پګړۍ ور په سر شوه. نوي مشر ته له خدايه د خدمت کولو توفيق وغوښتل شو او د مرستو ډاډ ورکړل شو. نوي مشر خپل ځان ټول ولس ته ځواب ورکونکی وباله او له توپيره پرته يې دخدمت وعده ورکړه.

دا سفر د وردګو خلکو کلونه مخکې پيل کړی و، ورځ تربلې سمون پکې راځي، مشران ورسره عادت کوي، ولس يې اهميت او ګټو ته ځير کيږي. بايد دا هم ومنو چې شوراګانې، مدني ټولنې او مشران يې د موثر ګډ کار لپاره نوره اوږده لاره مخکې لري. موږ بايد د ګډ کار او ولس ته د خدمت لپاره د ښو پلانونو له مخې نه ستړي کيدونکو هڅو ته دوام ورکړو. ريښتينې بريا به هلته وي چې زموږ دکړيدلو خلکو په ژوند کې مثبت او تلپاتې بدلون راولو. بايد د ولس ټولو پرګنو او صنفي قشرونو ته په تيره ځوانانو ته غوږ و نيسو او ورته په پريکړو کې برخه ورکړو. زموږ ټول ملت بايد دښې حکومتولۍ او د فساد ورکولو بريالۍ لارې ومومي .

پوهان وايي چې. انتخابات به ستونزې لري خو په هره کچه چې وي ورنه بله سمه لاره نه شته. د ټاکنو د ستونزو د حل لپاره هم تر ټولو ښه لاره خپله همدا د ټاکنو پروسه ده. رايه ورکونکي له خپلو رايو او پريکړو زده کړه کوي، هغه څوک چې د مشرۍ او خدمت نيت لري زده کوي چې نن سبا مشري د خلکو په خدمت کې ده. دا پروسه ټول ژوند په يوه متمدنه او له انساني ارزښتونو ډکه لاره بيايي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply