لنډه کیسه : گــوډ سپــی / ع . رشید

0 2,721

                    ماما منان به تل ویل چې له سپیو سره کارمه لرئ ،  له دوی پیریان ځکه ډاریږي چې هغوی ته مالومه ده چې کله سړی  ناتوانه او یا ناروغه شي سپي ورځي  په خوله کې یې متیازې کوي او ترې ځې … خو موږ به ورته خندل ، زه ډیرکوچنی وم ، ددغو خبرو پراوږدو او لنډو باندې مې سرنه  خلاصیده ، زموږ په کلي کې یوکونګری و ، زموږ کلیوالو یې ځکه قدر کاوه چې دده پښه له روسانو سره د جګړو پرمهال خدای خبرچې څنګه  ټپي شوې وه ځکه خو به یې د ګوډ سپي په نامه هلته او دلته یاداوه …  ماما منان په هغو شپو ورځوکې خدای پالی  او زړه سوی والا سړی و، تل به یې په پښه باندې څه واسلین او نورې دواوې  مه واوې ورموښلې … چې ترې خلاص به شو ، بیا به یې په خپلو بریتو لاس راکش کړ او وبه یې ویل :

ـ دی هم غازي دی  ،هم انقلابی … ځکه چې دښمن یې نه دی معلوم ، خو قرباني یې څرګنده ده اوهغه داچې له روسانو سره دجګړې پرمهال که خدایزده دهغو دیارانو په خاطر نګوښیدلی او ګوډ شوی دی  ځکه خو پرما ګران دی …

په هغو کالو کې چې له روسانو سره بې مانا جګړوسخت زور واخیست زموږ کلیوال ټول  له هیواد په مهاجرت نا چارشول ، ماما منان هم  ورته ټینګ نه شو، خو یوڅه چې دده په میړانه کې ترډیرو دخلکو له یاده نه وتل  هغه داوو چې زموږ ګوډ سپي یې یوازې پرینښود ، هغه یې هم له ځان سره ان ترپیښوره پورې راورساوه ، ماما منان په خپله په هم هغوشپو ورځوکې لوی قوماندان و ، په هغو وختو کې چې مجاهدینو به یوه ښځه هم نه شوای موندلای او ساتلای  ده دری کړې وې ، د لوڼو او زامنو شمیر یې ده ته هم نه و معلوم ، یو عجیب سړی و ، دومره نه جنګیده لکه چې د جنګ او جګړې په اړه به یې خبرې سره ویلی او کولې … اویا به یې نورجنګ او مړینې ته  ورتودول … داهم  دده په لویو کمالونو کې یووچې له هرچا سره یې له معاملې مخ نه اړاوه … مجاهدو ، خو نه دخدای په لاره کې د جهاد لپاره بلکه  دځان او ګټې په خاطر یې دهرچا مریدۍ او مزدورۍ ته ایمان په لاس کې نیولی و …

دپاک الله  کارونه وو،  د پیښور هوا خو موږ ټولو ته معلومه وه چې هر څوک به نوی له وطنه هلته راغی یا به ناروغه و او یا به هم ترخو او بدو ورځو په سرواخیست ، نه کار نه روزګارد لیوني په شان به شو، او نه به پوهیده چې لر څوک  دی او برڅوک دی …  په همدغه حال کې دمامامنان په ګوډ سپي باندې هم دغه هوا ښه ونه لګیده  ، یوه ورځ یې سهار په داسې حال کې چې خپل سر یې په خپلو دواړو پښو باندې ایښې و مړشوې دانګړ په منځ کې پروت ولید. ، په مزدورانو یې امر وکړ چې چیرې یې په درنښت سره  په کوم خوړ کې غورځارکړي … یوساعت یې په ځیرځیر ورته وکتل او دده په مړه ارواح کې یې دکلي شپې او ورځې یوه یوه  سره انځورکړې …

خدای شته چې که سپی هم و پرماما باندې ګران و تر ډیرو پورې یې له یاده نه یوست ، ماما دنامه خاوند شو، یوکور په افغانستان او څو نور دلته په پیښورکې اوس دده په آرګاه او بارګاه باندې بدل شوي وو ، انګریزانو یو لوی دفترورته جوړ کړی و چې هلته  په لسګونو یارانو ته کارونه او تنخواوې رسیدې … په دغو آواره وو کې یوهم د جمال ماما زوی و ، هغه هم په یوه پښه ګوډ، دخپل سپي د خاطرې اوګرانښت له مخې یې هغه ته د خپل دفتر دتلیفون او معلوماتو کارو بار سپارلی و ، داچې هغه ځوان و ، ان په پیل کې یې ورته ویلې وو چې که دی یې کله د ګوډ سپې او یاهم ګود تیمور په نامه بولي  خپه  کیږي به نه ،او نه یې بل ډول وانګیري …

 په دغه ټاکنه باندې له دوی دواړو پرته نورهیڅوک نه پوهیدل چې ولي یې دغه نوم  پرې ایښې دی ، یوازې به ټولو دا اخیستنه ترې درلوده چې  ویل به یې ، دجمال ماما زوی ورباندې ګران دی ځکه خو یې له ډیرګرانښت او نازه پر همدغه نامه سره یادوي ، ځینو به بیا ویل چې له خور سره یې لین ډین لري .. او داسې نور خو دایوه هم نه وه ، مامامنان یوازې دخپل ګوډ سپي مینه اوخاطره له یاده نه ایسته ځکه خو یې ده ته هم ترهغه په لوړه کچه نه کتل … دجمال ماما ګوډ زوی هم د بلا زوی و ، له سهاره تر ماښامه به یې د ماماد دفتر تلیفونو ته ځواب وایه او په عین حال کې داسې خبرې له یوې اوبلي خوا  ورته را  پیداکولې چې ماما منان یې هم په لنډه موده کې پرځان دومره را ګرم کړ چې له ده پرته یې  په ټول دفتر کې نورڅوک نه لیدل او نه یې دنورو خبرو ته غوږ نیوه … دخپل دغه باور په خاطر یې  خارجیانو ته هم ور وپيژاند ، هغوی هم چې د جاسوسئ  استادان وو، د ماما جمال زوی ته یې ورپام شو ، ډیره موده نه وه تیره شوې چې هغه یې د پښې  ددرملنې پرلامل لندن ته ولیږه ، ما ما فکرکاوه چې زر به ځې خپله درملنه به کوي ، بیرته به راځې او دده کارونه او کمالونه  به بیرته له سره  پرمخ بیا یی …

دجمال ماما زوی چې دطبعیت له مخې د بلا په لکې سپورڅوک و، په لندن کې یې سترګې لاسمې نه وې خلاصې چې له یوې ښایستوکي سره په کورکې مل اوملګری شو ، هغه  سپینه هم څه ساده سپینکۍ  نه وه ، دا چې دجمال ماما زوی هغې ته په کوم شوراو شرنګ ور پیژندل شوی و ، په هم هغه شور او شرنګ سره یې  دده په روزنه باندې پیل وکړ ، په ژبه یې راووست ، څه جعلی اسناد یې چې د پیښور په بتګرۍ کې دخيلې خور په برکت جوړ کړي وو ، ورته وچلول …  سپینې ښایستوکې دهغو په مرسته په کالج کې داخل کړ ، په څه کم دوو کالوکې یې له کالجه فارغ او دلوړو زده کړودډګرۍ خاوند کړ … خود ګوډ توب چاره یې ور ونه شوای کړای … له دغو ټولو جمالاتو او کمالاتوسره داځل له ښایستوکي سره بیرته پیښورته راغی ، ماما منان دکابل په جګړو کې داسې ټپي شوې و چې نورد جوړیدو نه و، دماما جمال ګوډ زوی یې پوښتنې ته ورغی ، په لومړي کتو کې یي ورته وویل :

–  ګوډه …ما فکرکاوه چې ته به دیوې لنډې مودي لپاره ځې ، لکه چې د انګریزانو سترګې دې هم لکه زما هغه ورتورې کړې ؟…

خود ماما زوی یې په ځواب کې هیڅ هم ونه ویل ، قوماندان منان پرې خبرو چې هغه اوس له ښایستوکې سره  چې دیوې انګریزي ادارې مشره ټاکل شوې وه ، له نویو هڅو او نویو دامو سره  را غبرګ شوی دی … په لنډه موده کې هغه دومره وپنځول شو چې نه یې قوماندان منان ته کتل او نه هم دهغه په فکرکې و، ان چې په لنډه موده کې یې نه یوازې له هغه څخه لاره بیله کړه ، بلکه دهغه او دهغو په شان نورو یارانو او جهادیانو پرخلاف هم شو ، هرڅه یې بدل شول ، خو کوم نوم چې ماما منان پریښې و، هغه یې له ځانه لرې نه شو کړای ځکه  چې اوس یې هم  چارې او لارې دخلکو تر پام دسپیو ښکاریدې … اوس به هم چې څومره خلکو په لوړنامه سره یاداوه ، چا به چې نه پیژانده  نو بیا به یې په لنډه جمله کې  ورته ویل   :

– ولې هغه دماما منان ګوډ سپی  …   دجمال ماما زوی ،  هغه اوس لوی سړی شوی، لارې او چارې یې له خارجیانو سره دي …

 ډیرموده  وروسته  د ماما منان کوم دوست چیرې ورسره کتلي وو ، هغه اودهغه  ښه یې وریادکړي وو … خوده ورته خندلي وو اوځواب یې پردې ورغبرګ کړی و چې :

ماما منان دې خدای وبښې ، ساده سړی و … زه یې سم نه پیژندلم  او نه یې کله هم ځان په دغه ټکي پوهاوه چې  :

« که ده کنز ویلی و ، ما یي منځ ویلی و … ؟؟؟  »

 

پای

نوی ډیلی  – دشل اوولس کال  جنوري

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply