کابل (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٥): د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ځانګړې کمېټې په خپلې يوې وروستۍ غونډه کې تر بندېز لاندې کسانو له نوملړ څخه د حزب اسلامي د مشر انجنير حکمتيار د نوم د اېستلو خبر ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو پر وېب پاڼه په خپاره شوي خبر کې چې د سلواغې په ١٦مه،خپور شوى، وايي چې د امنيت شورا د تور لېست او بندېزونو د نوملړ د ارزونې ناسته پرون په نيويارک کې وشوه.
سرچينې زياته کړې چې د ۱۹۹۹ کال د ۱۲۶۷ پرېکړه ليک، د ۱۹۸۹ او ۲۰۱۱ پرېکړه ليکونو او د ۲۰۱۵ د ۲۲۵۳ پرېکړه ليک په پام کې نيولو سره له داعش او القاعدې سره تړلو کسانو او ډلو پر وړاندې د نيول شوو اقداماتو په پام کې نيولو سره د ګلبدين حکمتيار نوم له تور لېسته لرې شوی دی
د امنيت شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې تر دې وروسته د حکمتيار شتمنۍ ازادېږي او پر سفر او نورو فعاليتونو يې بندېز له منځه ځي. د ملګرو ملتونو پر وېب پاڼه ياد نوم داسې ذکر شوی دی:
((د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بندېزونو په وېب پاڼه کې راغلي، قلب الدين حکمتيار،يا هم ګلبدين حکمتيار، د افغانستان د کندوز ولايت اوسېدونکی، د تذکرې جزئيات يې نشته، د ۲۰۰۳ کال د فرورۍ پر ۲۰ مه تور لېست کې شامل شوی، په خروټو قوم پورې تړلی دی او فکر کېږي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سيمو کې ژوند کوي. د پلار نوم يې غلام قادر دی.))
پر وېب سايټ هغه لارښوونې هم راغلي چې څنګه يوتن کولای شي د بندېزونو ټول لېست وګوري او د لېست هغه بڼه چې د اسلامي حزب مشر ترې حذف شوی دی.
د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د ١٣٩٥ لمريز کال د تلې په لومړۍ نېټه، له افغان دولت سره د سولې تړون لاسليک کړ او ويل کېږي ډېر ژر به کابل ته ستون شي.
کابل ته د هغه د ستنېدلو يو شرط داو چې نوم يې له تور لېسته ووېستل شي او پرې لګيدلي بندېزنونه لرې شي. ددې ترڅنګ د ياد ګوند ځينې نور کسان هم په ياد لېست کې شامل دي، خو تر اوسه يې په اړه څه نه دي ويل شوي.
د ا فغانستان دولت او حزب اسلامي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320